1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې کلورا ته ورته ناروغۍ خلک اندېښمن کړي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

په زابل، هلمند، نیمروز، روزګان او نورستان کې د کولرا ناروغۍ له زیاتیدو سره د خلکو اندېښنې زیاتې سوي. خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چي دغه ناروغي يې کنټرول کړې ده.

د افغانستان په څو ولایتونو کې کلورا ته ورته ناروغۍ خلک اندیښمن کړي
د افغانستان په څو ولایتونو کې کلورا ته ورته ناروغۍ خلک اندیښمن کړيانځور: Felipe Dana/AP/dpa/picture alliance

د نورستان ولایت په څلورو ولسوالیو کامدېش، وانټ‌وایګل، دواب او نورګرام ولسوالیو کې سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته سوي چې د سیمې اوسیدونکې وایې دوه کسان د دې ناروغي له امله مړه سوي هم دي.

 د هلمند ولایت د نادعلې ولسوالۍ  اوسیدونکې محمد لعل دویچه ویله ته وویل: «له تیرو څو اونیو راهیسې دا ناروغي اوس لږ سوې ده، خو مخکې ډېره زیاته وه، له یوي خوا ګرمي وه او له بل لوري پاکې اوبه نسته د ځمکې اوبه کښته سوي او خلک ناپاکې اوبه څښې.»

د زابل اوسیدونکې محمد هوتک دویچه ویله ته وویل چې په زابل کې دا ناروغي دومره ډیره سوي چې ماشومان یې د مرګ تر حده رسولي او د دوی د کورنۍ غړي هم په اخته سوي وه.

هغه وویل: «دلته د سیلابونو وروسته پاکي اوبه نشته نو دا ناروغي دومره ډېره سوي ده چې خلک یې ډیري ناروغه کړي، او خلک پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري.»

د افغانستان په ډیرو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته لاس نه شتهانځور: JORGE SILVA/REUTERS

ده زیاته کړه: «له دولته غواړو چې د خلکو له پاره د پاکو اوبو غمه وخوري ترڅو خلک له دي ناروغي څخه خلاص سي او دلته د اوبو د استعمال په طریقه نه پوهیږي چې څه ډول اوبه پاکي کړي، ځکه د خلکو سره دومره وس او طاقت نشته چې کلورین او یا هم فلټر اوبه وڅښي.»

نوموړی وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په یادو ولسوالیو کې د څښاک اوبه ککړې شوې چې له امله یې سلګونه کسان په کولرا  ناروغۍ اخته سوي دي او دغه ناروغۍ اوس هم د چټکۍ په حال کې ده.

په زابل کې تر ۲۰۰ زيات کسان په يو ډول ساري ناورغۍ اخته سوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان دویچه ویله ته ومنله چې د هیواد په ځينو سیمو کې د سختو اسهالاتو ناروغي پیدا سوي خو وایې دغه ناروغې یې کنټرول کړي ده.

هغه وایې: «په هیواد کې د سختو اسهالاتو پیښې ډیري سوي دي، خو هلته زموږ روغتیایي پرسونل رسیدلی او د دې ناروغي د کنټرول له پاره لاس په کار سوي دي او هلته مو درمل او نور هرڅه رسولي دې.»

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شویانځور: WAKIL KOHSAR/AFP

ډاکټرزمان وویل: «په دغي ناروغي باندي ماشومان، ښځې او لویان اخته سوي دي خو موږ د دي ناروغي په پرتله د مړیني واقعات نه لرو چې دا لویه خبره ده.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایې چي له هغه وروسته چې په ولایتونو کې یاده ناروغي خپره سوې ټولو ولسوالیو ته یې روغتیايي ټیمونه له دارو درملو سره یو ځای لېږلي او اوس یې دا ناروغي مهار کړې ده.

افغانستان کې د اسهال ناروغۍ ډېرېدل، یونسف پرې اندېښنه ښودلې

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله د کولرا ناروغي د خپریدو خبر ورکړل سو او سلګونه کسان په یادې ناروغۍ هم اخته سوي.

په تیرو څو  میاشتو کې په هلمند او کندهار کې تر پنځوسو زیات کسان د دي ناروغي له امله مړه سوي دي.

روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې خلک دي د پاکو اوبو ترڅنګ د څښاک په اوبو کې کلورین ګډ او استعمال کړي، ترڅو د یادي ناروغي څخه یې د کورنۍ غړي او ماشومان خوندي وساتل سې.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل