1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ککاو استعمال زړه ساتي

۱۴۰۰ فروردین ۱۸, چهارشنبه

د نوو څیړنو پراساس د فلاوانول مولیکولونه، چي په طبیعي ډول سره په ککاو کي موجود دي، کولای سي سړی د مغري سکتې، د زړه دناروغیو او ویني د لخته کیدلو څخه وساتي.

 Global Ideas- Kakaopflanze
انځور: picture-alliance/Prisma/C. Heeb

دا د زړه هغه تکلیفونه دی چي د ستریس او رواني مشکلاتو څخه رامنځته کیږي. د میډیکل اکسپرس په حواله په زړو سالمو خلګو کي پریشاني او خوابدي ډیر ژر د زړه ضربان او د ویني فشار لوړوي او حتی د ستریس او رواني مشکلاتو تر رفع کیدو وروسته هم په مؤقتي ډول سره د زړه د شریانونو د اختلال سبب ګرزي.

په همدې حال کي د بریتانیا د برمنګهېم پوهنتون یوه تحقیقاتي ټیم کشف کړې ده، چي هغه کسان چي لاس نه خوړلي ککاو استعمالوي، نسبت هغو خلګو ته چي بیله فلوانول مالیکولونو څخه نوري نوشابې چښي، د ستریس پرمهال یې د زړه شریانونه ښه فعالیت کوي. د زړه په رګونو کي یې د ویني جریان هم منظم کوي.

باید وویل سي، چي د فلاوانول ورځنی ضرورت د هغو میوو او غذاوو څخه پوره کیږي، چي د دغه ډول مالیکولونو درلودونکي دي، لکه مڼې، تور انګور، شاتوت، الوبالو، سره توت، ناک، شنې چایي او هغه ککاو چي لاس یې نه وي خوړلی.

په صنعتي ډول د ککاو د تهیه کولو له لاري د هغه د فلاوانول مالیکولونه تر ډیره حده پوري له منځه ځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب