1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کې ګرمه څپه؛ ۳۷۰۰ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی

محمد کریم صالح فرانس پریس، رويټرز
۱۴۰۵ تیر ۱۳, شنبه

په اروپا کې د تېرې اوونۍ ګرمې څپې په ادامه د زرونو نورو کسانو د مړېنې رپوټونه ورکړل شوي دي. یوازې په فرانسه، بلجیم او هالند کې د لږ تر لږه ۳۷۰۰ کسان مړه شوي. یوې سرچینې په فرانسه کې د څلورو افغانانو د مړینې خبره هم کړې.

Frankreich Paris 2026 | Menschen kühlen sich während einer Hitzewelle an Brunnen im Trocadéro ab
انځور: Mustafa Yalcin/Anadolu/picture alliance

د رپوټونو مطابق د جون میاشتې په وروستیو کې په فرانسې، بلجیم او هالند یا نيدرلینډ کې تودوخه له ۴۰ سانتی ګرید درجې اوښتې وه چې د رپوټونو مطابق لږ تر لږه ۳۷۰۰ کسان مړه شوي دي. په مړه شوو کسانو کې ډیرې یې د پاخه عمر افراد ښودل شوي دي.

کارپوهان وايي د ګرمۍ دغه څپه چې د روان ۲۰۲۶م کال د جون له ۲۰ تر ۲۸ وه، په اروپا کې د ګرمۍ تر ټولو لوړ ریکارډ وو چې له کبله ېې د مړېنې دغه اعلان شوي ابتدايي ارقام کېدای شي لوړ شي.

د فرانسې د عامې روغتیا د وزیرې، ستیفاني ریست، په خبره په دغه هېواد کې د ګرمۍ له کبله ۲۰۲۵ کسان مړه شوي، چې د معمول مړينو په ارقامو کې ېې ۲۹ اعشاریه ۱ سلنه زیاتوالی راوستلی دی. د فرانسې د عامې روغتیا وزارت په حواله، په مړه شوو افرادو کې ډېری ېې د ۶۵ کلونو څخه د پورته عمر لرونکي افراد دي، خو په هغو افرادو کې چې عمرونه ېې د ۴۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي، هم د ناڅاپي مړينو پېښې لیدل شوي دي.

د فرانسې روغتیايي چارواکو په یوه اعلامیه کې ويلي چې د جون د ۲۲ او ۲۸ ترمنځ ورځو کې په کورونو کې د مړينې پېښې د ېوې اوونۍ مخکې په پرتله ۹۰ سلنې ته لوړې شوې. په عین وخت کې د پاخه عمر لرونکو په هستوګنځایونو او روغتیاي مرکزونو کې هم د مړينو ارقام لوړ ول.

چارواکو خبرداری ورکړی چې «د مړینې ارقام به د دغو ابتدايي اعلان شوو هغو په پرتله ډېر لوړ وي.»

د پاریس ښار په تروکاديرو پارک کې یو کس د ګرمۍ له وجې د اوبو ېوې فواره ته پناه وړې دهانځور: Christophe Ena/AP Photo/picture alliance

د یو شمېر افغانانو د مړینې هم ويل شوي

په فرانسه کې میشت یو افغان او د ټولنیزو رسنیو فعال، مالک ستانکزي، دویچه وېله ته وویل چې د ګرمۍ په ورځو کې يو شمېر افغانان هم مړه شوي دي. هغه وویل: «د ۲۰۲۶م کال د جون له ۲۴مې د ګرمۍ د سختې څپې له کبله په فرانسه کې تر کومه ځای چې زه خبر یم، کم تر کمه څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

ستانکزی وويل چې دغه افغانان په سېندونو او بیالو کې د لامبلو پر مهال خپل ژوند بایللی دی. هغه زیاته کړه چې له دې ډلې درې کسان د فرانسې په بېزنسون ښار کې مړه شوي چې دوه ېې د ېوې کورنۍ غړي ول او یوه افغانه نجلۍ پاریس ته نژدې په ملون سیمه کې خپل ژوند بایللی دی. ستانکزي وويل په ګرمو ورځو کې ښوونځيو ته تلل حتمي نه ول.

د ستانکزي په خبره په فرانسه کې په کورونو او کار ځایونو یا ښوونځيو کې کولرونه یا سړونکي سیستمونه عام نه دي حتی خلک په کورونو کې پکي نه لري، خو د ګرمۍ په سخته څپه کې خلک اړ شول چې له بازاره سړونکي وسایل واخلي: «... په دوکانونو کې پکي، کولرې او ایرکنډېشنې حتی نه پیدا کېدلې، تر دې چې خلاص شول، خلک ورته په اوږدو اوږدو لینونو کې ودرېدل.»

پاریس د جون ۲۳مه ۲۰۲۶ - خلک د ګرمۍ له وجې د اوبو یو کانال په غاړه ناست ديانځور: Christophe Ena/AP Photo/picture alliance

بلجیم او هالند

د ګاونډي هېواد بلجیم د عامې روغتيا وزارت د جون د ۱۸مې او  ۲۹مې ترمنځ موده کې ۱۲۲۲ اضافي مړینې ثبت کړي دي چې دا د عادي مړينو په پرتله ۳۹ سلنه ډېروالی دی. تر ټولو ګرمه ورځ، جمعه د جون ۲۶مه ښودل شوې چې په اکثرو نورو هېوادونو کې هم په دغه ورځ د هوا پېژندنې د مقرراتو له مخې د هوا وضعیت په نارنجي او سور رنګ ښودل کېده او چارواکي اړ شول چې ځینې مناسبتونه لغوه کړي.

په هالند کې بیا د ګرمۍ څپې په جریان کې ۴۸۰ اضافي مړینې ثبت شوي دي چې د فرانسې او بلجيم په څېر اکثره قربانیان د پاخه عمر ښودل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ګرمې څپې په جریان کې د اروپا د ۴۱۰ میلیونو وګړو له ډلې دوه دریمې برخې ېې له ۳۵ درجې پورته ګرمي تجربه کړې ده.

د ګرمۍ دغې څپې په آلمان، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت، هنګري، سويس او بریتانیا کې د تودوخي د ټولو وختونو ریکارډونه مات کړل.

په ۲۰۰۳ کې هم په فرانسه کې د ګرمۍ یوه څپه راغلې وه چې شاوخوا ۱۵زره کسانو په کې خپل ژوند بایللی وو. هغه وخت هم ډېری کسان د پاخه عمر افرادو په هستوګنځایونو کې مړه شوي ول.

انځورنه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب