پاکستان کې شدیدو بارانونو او سیلابونو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعهپاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م د اګست پر ۲مه) وويل چې د مون سون د موسمي بارانونو له کبله په دغه هیواد کې پراخ زیانونه اوښتي دي. چارواکو زياته کړې چې د پاکستان دويم ستر ښار لاهور کې دومره ډېر باران شوی چې په تېرو څلويښتو کلونو کې یې ساری نه ليدل کیږي.
د مون سون موسم په راتګ سره تېره اونۍ په ټوله جنوبي آسيا کې سېلابونه را ووتل او د ځمکې ښوېدنې پېښې رامنځته شوې چې له کبله یې د پاکستان په ګاونډ کې پروت هند کې لږ تر لږه ۱۹۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۰۰ ډېر نور لادرکه دي.
د پاکستان په شمالي برخو کې هم سېلابونو کورونه ونړول او د بريښنا د مزو د شارټۍ باعث شول.
د پنجاب ایالت چارواکو په دغه ايالت کې د مړو شمير شپږ تنه ښوولی او خبرداری یې ورکړی دی چې په روانه اونۍ کې به ښايي نور سېلابونو هم را ووځي. همدا راز ويل شوي چې «په لاهور کې د باران ۴۴ کلن ریکارډ يو ځل بيا مات شوی دی.»
بل خوا د پاکستان په خیبر پښتونخوا ايالت کې هم اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زيان اړولی دی. د دې ايالت د پېښو د مدیريت د ادارې وياند انور شهزاد، د رويترز خبري آژانس ته وويل چې په تېرو دريو ورځو کې د سېلابونو او بارانونو له کبله د دولسو ماشومانو په ګډون يو شمير کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
څو ورځې تر مخه د دغه ایالت په کوهاټ کې د يوه کور تهکاوۍ ته د سېلاب د اوبو د داخليدو له کبله د يوې کورنۍ ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو چې ماشومان هم پکې شامل ول.
د ملګرو ملتونو په څېر نړيوال سازمانونه پاکستان ته د يوه داسې هېواد په توګه ګوري چې د اقليم بدلون او موسمونو د شدید کيدو له کبله ډېر اغیزمن دی. په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې سختو سېلابونو د ۱۷۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخيستی وو او نور په ميليونو کسان یې بې ځایه کړي ول.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)