د هوا دغه افراطي وضعيت د هېواد په بېلو برخو کې نهه ولايتونه اغېزمن کړي دي. په بلخ، زابل، فراه، روزګان، نيمروز، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه ډیر اغیزمن شوي دي. د ډېرې واورې او باران په نتيجه کې اووه تنه ژوبل شوي هم دي او له ۷۵۰ ډېر کورونه قسماً يا په بشپړه توګه نړېدلي دي.وروستیو اورښتونو او زلزلې کې ۱۳ کسان مړه او ۶۷ ټپیان شوي
سربېره پر دې زراعتي ځمکې هم ويجاړې شوې دي. دغه خبره شفيع الله رحيمي کړې ده چې پېښو ته د رسېدنې د وزارت وياند دی. د ده په وينا دولتي ديپارتمنتونه اغېزمنو کورنيو ته د اړتيا وړ شيان لکه خواړه، خېمې او کمپلې وېشي. د ژغورنې ټيمونه به ډېر ژر اغېزمنو سيمو ته واستول شوي څو اوښتي زيانونه وارزوي.په بلخ کې سخت نيزونه (سيلابونه) راوتلي دي
رحيمي دا هم وويل چې د تېرې پنجشنبې د ۶،۵ په مقياس د زلزلې د مړو شمېر په دې ترڅ کې لوړ شوی نه دی. دغې زلزلې هم افغانستان او هم ګاونډي پاکستان ځپلې و. د نيمې شپې په دغه زلزله کې په افغانستان کې ۱۰ تنه ووژل او ۶۰ نور ټپيان شول. د یادې زلزلې له کبله په ټول هېواد کې له ۸۰۰ زيات کورونه ويجاړ شول.
په افغانستان کې زلزلې، سيلابونه او د هوا افراطي حالات ډېر ليدل کيږي. د جولای په مياشت کې هم يوې زورورې زلزلې د ختيځ افغانستان يوه غرنۍ سیمه لړزولې وه چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول. هغه مهال له ۱۵۰۰ زيات تنه ټپيان او په زرونو کورونه ونړېدل.
ای پي/ن.ص/خ.ح
په افغانستان کې د سړې هوا شدیده څپه او د خلکو ستونزي
په افغانستان کې د ژمي يخي هوا له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ افغانانو ژوند لا پسې سخت کړی دی. له دې کبله انساني تلفات زيات شوي.
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/imago imagesد افغانستان د پلازمینې کابل يوه څنډه. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په جنورۍ میاشت کې د يخي هوا له کبله تر۱۶۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: ALI KHARA/REUTERSد سونګ توکو پر ځای د پلاستیکو کارونه
یو ماشوم تر منفي صفر درجې پورې ټیټې هوا کې پلاستيکي کثافات د سوځولو له پاره له ځان سره وړي. د سوځولو له پاره کافي لرګي او نور توکي نشته. پر طالبانو د بنديزونو له کبله اقتصادي وضعیت خراب شوی دی. د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د يخي هوا له امله تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي دي. د څارویو پالنه په افغانستان کې د ډېرو خلکو له پاره د خوړو او عاید یوه مهمه سرچینه ده.
انځور: ALI KHARA/REUTERSد بدن ګرم ساتلو له پاره جسمي فعالیتونه
هلکان د کرکټ لوبې له لارې ځانونه ګرموي؟ په افغانستان کې سخت ژمی عادي دی، خو منفي ۳۳ درجې هوا چې د افغانستان په غور ولایت کې اندازه شوې، بې مخینې وه. د هوا پېژندونکو په وینا، دا احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د هوا حالات تر دې هم پېچلي شي.
انځور: ALI KHARA/REUTERSد ځان ګرمولو له پاره ټول تر یوې کمپلې لاندې راټول دي
په کابل کې د عاشور علي کورنۍ له خپل ماشومانو سره تر یوې کمپلې لاندې د دې له پاره راټول دي چې ځانونه ګرم وساتي. د افغانستان له پاره نړیوالې مرستې سختې شوې دي. یوازې درې ميلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. وروسته له هغې چې طالبانو افغان ښځینه کارکوونکي له غیر دولتي سازمانونو څخه منعې کړې، ډېرویو سازمانونو خپل فعالیتونه د ځو اونیو له پاره ځنډولي دي.
انځور: ALI KHARA/REUTERS مرستو ته نه لاسرسی یا د مرستو نه شتون
یوه وړوکې نجلۍ د کابل پر واورو پوښلي سړک د اوبو بوشکې وړي. د اوبو نلونه په ډېرو برخو کې یخ وهلي دي. ډېري کورنۍ حتی د خپلو کورونو د تودښت له پاره وسیله نه لري او یوازې د شپې له خوا د بدن ګرم ساتلو له پاره ډبلې کمپلې کارولای شي. د جرمني د دپلوماتانو په وینا اوس د ژمي په دې سړه دوره کې د دې وخت رارسېدلی چې طالبان بالاخره پر خپلو وروستیو بندیزونو له سره غور وکړي.
انځور: ALI KHARA/REUTERSکه څه هم په افغانستان ډېر خلک له فقر سره لاس او ګریوان دي، خو سږ ژمي او یخي هوا بيا ډېر افغانان له کړاونو سره مخ کړي دي. په افغانستان کې د ډېرو واورو اورښتونو له امله زیاتره کسانو خپل کاروبار له لاسه ورکړی دی.
انځور: Ali Khara/REUTERSد طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د سخت چلند پر وېرې سربېره، ښځي ځینې وختونه د اړینو کارونو له پاره له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په یخنۍ کې تګ راتګ کوي.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Imagesډېر خلک مجبوره دي چې د سوځېدو وړ هرډول توکي وسوځوي ترڅو د شدیدې یخنۍ په مقابل کې خپل ژوند وژغوري.
انځور: AFPسختې واورې ورېدنې د هېواد مهمې لارې تړلې دي. دغه وضعیت په ډیرو سیمو کې د پخوا په پرتله د خوراکي توکو رسول ستونزمن کړي دي.
انځور: ABDUL BASIT/AFPهغه ماشومان چې خپله لا د یخ موسم له پاره مناسبې جامې نه لري، د واورې پاکولو له پاره لاس پکار شوي دي.
انځور: ATIF ARYAN/AFPله واورې د ماشومانو خوند اخیستل
سره له ټولو ناخوالو، د ژمي واوره د نړۍ د نورو سیمو په څېر د ماشومانو له پاره خوشالي راوړي.
انځور: ATIF ARYAN/AFP