د افغانستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې (NDMA) نن شنبه رپوټ ورکړ چې په وروستیو درنو واورو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي، ۱۱۰ تنه ټپیان شوي دي. په رپوټ کې د څاریو د تلف کېدو هم ویل شوي دي.
د ېادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل چې په وروستیو درو ورځو کې د سختې هوا له کبله ۴۵۸ کورونه په بشپړه توګه تخریب شوي چې له امله ېې ۳۶۰ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
نور ولولۍ: په سالنګ کې د واورې ښوېدل؛ دوه کسان مړه او ۱۲ ټپیان شوي دي
د حماد په خبره دغه ارقام ابتدائيي دي او د دقیقو شميرو د معلومولو له پاره د سروې ټيمونه اغېزمنو ساحاتو ته استول شوي چې ممکن نهايي ارقام تر دې لوړ شي.
له دې علاوه د افغانستان فواید عامې وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ويلي چې د درونو واورو له کبله د سالنګ تونل د درو ورځو له پاره د ترافیکو پر مخ بند دی. سالنګ لار د افغانستان له کلیدي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
په افغانستان کې د واورې په ورېدو سره خلک خوشالي کوي خو تر څنګ ستونزې هم په ځانګړې توګه د فقیرو خلکو له پاره لريانځور: Saifurahman Safi/Xinhua News Agency/picture alliance د سالنګ تونل د سیمو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخو کې یو حیاتي دهلیز ګڼل کيږي.
نور ولولۍ: افغانستان؛ په روغتونونو کي د خوارځواکو ماشومانو شمېر زيات سوی
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند په وزارت کې د میترولوجي څانګې مشر، محمد نسیم مرادي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د وړاندوېنې له مخې د واورې او باران ورښت به په راتلونکو دوو ورځو کې هم د افغانستان په مختلفو برخو کې ادامه ولري.
د هغه په وینا دغه وضعیت کېدای شي د سالنګونو سیمې په ګډون په غرنیو علاقو کې د لاډېرو لارو بندېدو او سفري خنډونو سبب واقع شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو بشري بحرانونو درلودونکي هېواد په توګه پاته دی چې په میلیونونو اوسېدونکي ېې لومړنيو مرستو ته اړتیا لري.
نور ولولۍ: د افغانانو اخراج په افغانستان کي بشري بحران نور هم شديد کړی
په افغانستان کې د واورې له ورېدو په ځانګړې توګه کروندګر هرکلی کوي او په ځانګړې توګه ښاري علاقو کې د تفریح او خوشاليو له پاره یو فرصت ګڼل کيږي، خو د مختلفو عواملو په دلیل د خلکو ژوند کې ستونزې هم رامنځ ته کوي.
له آرشیف څخه:
انځورونه: په افغانستان کې د واورې اورښت
په افغانستان کې تر دوه میاشتي وچ ژمي وروسته، په ۲۴ ولایتونو کې د اورښتونو رپوټونه ورکړل شوي. خلک هیله من دي چې اورښتونه ادامه ومومي، څو د وچکالۍ د لا سختیدو مخه ونیول شي. انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images وروستیو اورښتونو خلک هیله من کړي دي. بزګران هیله من دي که چیرې په کافي اندازه واروه او بارانونه وشي نو به وکړی شي چې په پسرلي کې پر خپلو ځمکو کرکیله وکړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په بدخشان ولایت کې خلک د خپلو کورونو له چتونو څخه واوره پاکوي.
انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images که څه په وروستیو کې د واورې اورښت په ځانګړې توګه د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځیدلی خو واوره او ساړه د هغو بې وزله افغانانو ژوند لا سختوي چې د سون توکو د رانیولو توان نه لري.
انځور: Omer Abrar/AFP/Getty Images د څښاک د اوبو د تأمین هیله مندي د کابل په شمول د افغانستان یو شمیر سیمې د څښاک اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د کابل ښار اوسیدونکي چې د څښاک د پاکو اوبو له تامین سره لاس او ګریوان دي، دغه اورښتونه یې د خوښۍ سبب شوي.
انځور: Bilal Guler/Anadolu/picture alliance د دوه میاشتي وچ ژمي وروسته خلک هیله من دي چې تازه اورښتونه به په نوي کال کې د اوبو د کمښت ستونزه تر یوه حده راکمه کړي. په انځور کې لیدل کیږي چې په کابل کې دوه کسان د خپل کور له چته واوره غورځوي.
انځور: Bilal Guler/Anadolu/picture alliance که څه هم په کابل او د افغانستان په یو شمیر نور ولایتونو کې به په ژمي کې کافي واوره اوریده، خو په وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلونونه د دې سبب شوي دي چې اورښتونه کال په کال کم شي.
انځور: Bilal Guler/Anadolu/picture alliance د ماشومانو له پاره ساعتیری د واورې اورښت نه یوازې د بزګرانو د خوښۍ سبب ګرځي، بلکې په دې ورځو کې ماشومان هم په لارو او کوڅو کې له واورې خوند اخلي.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images په پغمان کې د واورې اورښت پغمان ولسوالي چې د کابل په شمال لویدیځ کې پرته ده، هغه غرنۍ سیمه ده چې واوره پکې کیږي. په هغه صورت کې چې کافي واوره واوریږي پغمان دره او د قرغې بند به کافي اوبه ولري.
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua News Agency/picture alliance