د افغانستان د دفاع وزارت یوې اعلامیې کې د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په وژل شويو کې یو د چورلکې پېلوټ او بل پولیس دی. د وزارت په خبرپاڼه کې د دې چورلکې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزې یادې شوي.
بل خوا د ننګرهار چارواکيو هم ویلي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د دې ولایت حصارک ولسوالۍ کې یوه پوځي MI-17 چورلکه د الوتنې پر مهال غورځېدلې، چې د طیارې یوه عمله او یو پولیس پکې وژل شوي او دوه کسان ټپيان دي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د دې چورلکې د غورځېدو لامل تخنیکي ستونزه یاده کړې.
که څه هم دفاع وزارت او د ننګرهار ولایتي ویاند حصارک ولسوالۍ کې د یوې چورلکې د غورځېدو او مرګ، ژوبلې خبره کړې خو د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په حصارک دوه پوځي الوتکې د پاڅېدو پر مهال خپلو کې تر جنګېدلو وروسته غورځېدلي، چې ګڼو سرتېرو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، دغو الوتکو حصارک ولسوالۍ ته چې له څو ورځو راهیسې د جګړې شاهده ده، تازه سرتیري انتقال کړي ول.
د حصارک ولسوالۍ د اوسېدونکو دا خبره د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ هم منلې وايي، تېره شپه یادې ولسوالۍ دوو چورلکو ټکر کړی، چې تر غورځېدو وروسته پکې لس کسان ټپيآن شوي دي.
دا په تېره یوه میاشت کې د افغان پوځ درېمه چورلکه ده، چې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کوي، تېر اکتوبر میاشت کې د هلمند ناوې ولسوالۍ کې هم دوه چورلکو تر ټکر وروسته سقوط کړی وو.
له بل پلوه، له تېرو دوو ورځو راهیسې د ننګرهار له همدې، حصارک ولسوالۍ د مرګ ژوبلې او د طالبانو په لاس د ځینو حکومتي پوستو د سقوط راپورونه ورکول کېږي.
د حصارک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه وله ته ویلي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې د حصارک پر ولسوالۍ او شاوخوا پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې تر ننه دغه ولسوالي د محاصرې په حال کې ده؛ خو تر اوسه ورته تازه دمي سرتیري نه دي استول شوي.
ولسي وګړي وايي، که دغې ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات ونه شي، نو حکومتي او ولسي خلکو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو تر څنګ به ګڼ شمېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.
خو د ننګرهار ولایت مرستیاله حبیبه کاکړ وايي، طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه کړي وو، چې له ماتې سره مخ شوي دي.
نوموړې، چې نن یې د ننګرهار ملي امنیت ریاست کې د نیږدې شلو وسله والو او انسان تښتوونکیو د نیول کېدو په تړاو خبري کنفرانس ته خبرې کولې، د ننګرهار امینتي حالت یې تر پخوا ښه وباله او زیاته یې کړه، چې ولایتي اداره په ټول توان د وسله والو ډلو خلاف مبارزه کوي.
تېره ورځ طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه، چې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې دوه حکومتي پوستې سقوط کړي او ګڼ ملي او محلي پولیس یې پکې وژلي دي.
حصارک د ننګرهار له ناامنه ولسوالیو ګڼل کېږي، چې وخت ناوخت ترې د جګړې او بریدونو راپورونه ورکول کېږي.
اميد ديدار، ننگرهار
زموږ له آرشيف څخه:
د افغانستان په لویدیځ کې ملي اردو په بې پیلوټه الوتکي سمبال شو
د ناټو «پریکړنده ملاتړ ماموریت» ځواکونو د افغانستان په لویدیځ کې د ملي اردو سرتیرو ته د بې پیلوټه الوتکې د کاروني زده کړي ورکړې. ځواکونو عملي تجربې هم وکړي. انځور: DW/S. Tanha Shokran په ۲۰۷ ظفر قل اردو کې د کشفي بې پیلوټه الوتکې ساحه ۲۰۷ ظفر قل اردو کې د بې پیلوټه کشفي الوتکو ساحه پرانیستل شوه. د هرات والي عبدالقیوم رحمي، وایي چې اوسمهال دوی کولای شي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د یاغیانو پټنځايونه په کشفي بې پيلوټه الوتکې سره تر نظر لاندې وساتي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د بې پیلوټه کشفي الوتکو عملیات دغه کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې یوازې د کشفي عملیاتو له پاره دي. دغه الوتکه کولای شي د خپل کنترول له مرکز څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پوري والوزي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran په عملیاتو کې د بې پيلوته الوتکو اغیزمنتیا د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال نور الله قادري، وايي چې بې پيلوټه الوتکې د افغان امنیتي ځواکوو د عملیاتو د مخ ته وړلو په برخه کې اغیزمني دي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د طالبانو د مرکزونو پيژندل د جنرال نورالله قادري په خبره، د بې پیلوټه الوتکي په واسطه د طالبانو قرارګاوې پيژندل کیدای شي چې دا به په لویدیځ کې د ملي ادرو ځواکونو له پاره یوه لویه لاس ته راوړنه وي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د امنیت ټینګښت او د دښمن ځپل د ظفر قل اردو د مسئولینو په وینا، افغان امنیتي ځواکونه به د بې پيلوټه کشفي الوتکو په برخه کې د روزنې پر مټ د امنیت په ټینګښت او دښمن په ځپلو کې ډیري لاس ته راوړني ولري.
انځور: DW/S. Tanha Shokran په تصفیوي او جنګي عملیاتو کې له پرمختللو تجهیزاتو استفاده مسئولین وایي چې په پام کې ده له دغو تجهیزاتو څخه په تصفیوي او محاربوي عملیاتو کې کار واخیستل شي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د افغانستان په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وایي، چې په پام کې ده د ناټو پریکړنده ماموریت، ځواکونه د ملي اردو ځواکونو ته دوې بې پيلوټه جنګي الوتکې په اختیار کې ورکړي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د پریکړنده ماموریت، ځواکونو دوامداره ژمنې په افغانستان کې د ناټو «پریکړنده ماموریت» د افغانستان له دولت او خلکو سره د دوامداره ژمنو ډاډ ورکړی دی او ویلې يې دي چې د دفاعي ځواکونو تعلیم، تجهیز او مسلکي تعلیم د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran د پوځي چارو پوهان له پرمخ تللو تجهیزاتو څخه کار اخیستل د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مورال د سطحې لوړیدو په برخه کې اغیزمن ګڼي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran له نویو پوځي تکتیکونو سره آشنایي د افغانستان د هوایي ځواک افسران چې په وروستیو کې یې په هرات ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې روزنیز کورس سرته رسولی وایي چې د پریکړنده ماموریت له لوري په روزنیزه دوره کې له نویو پوځي تکتیکونو سره آشنا شوي دي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran وخت ناوخته په جنګي او تصفیوي عملیاتو کې سهواً ملکي کسان هدف ګرځي. کارپوهان هیله من دی چې له بې پیلوټه الوتکي څخه استفاده ښایي د ملکيانو د تلفاتو د کمښت سبب شي.
انځور: DW/S. Tanha Shokran