د امريکا پوځ په هلمند کې د خپلو بريدونو دفاع وکړه
۱۳۹۹ مهر ۲۸, دوشنبه![Afghanistan US-Kampfjets F16](https://static.dw.com/image/19128646_800.webp)
وسله والو طالبانو تیره اوونۍ په هلمند کې ستر تهاجمي بريدونو پيل کړي ول څو د ولايت مرکز لښکرگاه ونيسي. دا د دې باعث شول چې د امريکا هوايي ځواک د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ په موخه پر طالب جنگيالو هوايي بريدونه وکړي.
د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي په يوه اعلاميه کې ويلي ول: «امريکايي ځواکونو په هلمند کې د نوي وضعيت په ترڅ کې تر اندازې زیاتو هوايي بريدونو په کولو سره د دوحې له تړونه په څو ډوله سرغړونه کړې ده.»
د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې په لاسليک شوي تړون کې له افغانستانه د بهرنيو عسکرو د وتلو په بدل کې امنيتي تضمينونه ورکړل شوي او دا چې طالبان به د افغانستان د اوږدې جگړې د ختمولو په موخه له افغان حکومت سره خبرو ته کښيني.
اړونده موضوع: يوناما: د هلمند په جګړه کې ملکيان وژل شوي
د امريکايي ځواکونو وياند ډگروال سوني لاجت رد کړې چې گني د هوايي بریدونو په ترسره کولو سره امريکا د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
لاجت پر دواړو ښکيلو خواو د تاوتريخوالي د کمولو غږ په تکرارولو سره د تويتر له لارې ویلي: «ټوله نړۍ په هلمند کې د طالبانو د تهاجمي عملياتو شاهده ده، د هغو بريدونو چې په زرونه بې گناه ملکيان یې زخمي او بې کوره کړل.»
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد چې تیره اوونۍ یې د قطر په پلازمينه دوحه کې له طالبانو سره وليدل، هم ويلي چې په افغانستان کې تاوتريخوالې اوس هم ډېر زيات دی.
اړونده موضوع: په هلمند کې دوې چورلکي رالوېدلي دي
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹ نيټه) د تويتر له لارې ويلي: «د تړون له سرغړونې بې بنسټه تورونه او پارونکې څرگندونې د سولې پروسه مخکې نه وړي.» هغه ټینگار کړی دی چې په جدي توگه بايد د ځواکونو د ايستلو او د تاوتريخوالي په تدريجي توگه د کمولو ژمنې بايد له پامه ونه غورځول شي.
په داسې حال کې چې تیره اوونۍ په هلمند کې جگړه توده وه، د هيواد په نورو برخو کې هم د تاوتريخوالي کچه لوړه وه.
له شنبې ورځې راهيسې د بدخشان ولايت په څو وسلواليو کې چې مرکز فيض آباد هم پکې شامل دی، طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکيل دي. په دې جگړو کې د امنيتي ځواک سرتیري وژل شوي دي.