هلمند: د سړک د غاړې ماین ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه![Afghanistan Anschlag in Lashkar Gah](https://static.dw.com/image/39365123_800.webp)
د هلمند د والي وياند عمر ځواک نن، دوشنبه (د نومبر دويمه نيټه) ويچه ويله ته وويل چې نن ۱۱ بجي د هلمند مرکز لښګرګاه ښار په دريمه حوزه کې د ملکي کسانو پر يوه عراده موټر د سړک غاړي په ماين چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. نوموړی وايي د پيښي ټول قربانيان ملکي وګړی دي.
د پيښي مسوليت تردا مهاله کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی.
بل لوري ته چارواکو په دغه ولايت کې له وسله والو سره د جګړو په اړه هم خبرونه ورکړي دي. چارواکي وايي چې په هلمند کې په ځوابي بريدونو کې د طالبانو د يوه مهم قومندان ملا باريداد په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي او دري نور ټپيان دي.
د۲۱۵ ميوند قول اردو څخه ويچه ويلي ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو د ناوي ولسوالۍ اړوند مومن خان سيمه کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د بريدونو پلان درلودی خو د افغان ځواکونو د غبرګونو سره مخ شوي دي او ياده مرګژوبله ورته اوښتي ده.
هلمند کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو څه موده مخکي بريدونو ته زور ورکړی وه خو د چارواکو په خبره چې د افغان ګډو ځواکونو د مقاومت سره مخ شوي دي.
احسان الله ولسمل، هلمند