د هرات د اور لیګدني په پیښه کي ۵۰۰ ټانکرونه سوځیدلي
۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه
د ایران سره په سرحد، د اسلام قلعه په اور اخیستنه کي د ضدونقیضو ارقامو پراساس سخت تاوانونه اوښتي دي. چارواکو ویلي، چي په هغه کي ۱۷ تنه ټپیان او ۵۰۰ ټانکرونه سوخیدلي او ۵۰ ميلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی.
اعلان
د اوراخیستني پیښي ساعتونو دوام وکړ او د هغه د وژلو پخاطر ایران د هوا او مځکي له لاري کومک وکړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي د اور اخیستني د تلفاتو او تاوانونو په هکله ضد ونقیض ارقام موجود دي.
د افغانستان د سرحدي پولیسو یوه ساتونکي رویترز خبري آزانس ته ویلي، تیره شنبه ورځ (د فبرورۍ ۱۳ مه) د ایران سره په سرحد کي لمړی د تیلو یوه ټانکر د نامعلومه دلیل پراساس اور واخیست او وروسته ورڅخه د ګازو او تیلو نورو ټانکرونو هم اور واخیستی. د اسلام قلعه د ګمرک یوه مامور ویلي، چي په دغه پیښه کي ۵۰۰ ټانکرونو اور اخیستی دی، ۱۷ تنه زخمیان سوي دي چي له دوی څخه دوه تنه یې سخت ټپیان سوي دي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خوني او همدا راز د اسلام قلعه د ګمرک د مسوولینو په حواله په دغه پیښه کي د نفتو او ګازو د ۵۰۰ ټانکرونو په سوځیدو سره تجارانو ته تر ۵۰ میلیونه ډالره اضافه تاوان هم رسیدلی دی.
د هرات د ولایت مقام د اوراخیستني په لمړیو ساعتونو کي اعلان وکړ، چي د اور د وژلو امکانات او وسایل په اختیار کي نلري او په دې دلیل یې د ایران څخه د کومک غوښتنه وکړه.
دهرات والي، سید عبدالواحد قتالي چي پرون شپه تر اوراخیستني وروسته یې د اسلام قلعه د اوراخیستني د محل څخه لیدنه وکړه، وویل: «زموږ دولتي تأسیساتو او خصوصي سکټور ته بې حده ډیر تاوانونه رسیدلي دي. موږ وکولای سول ۱۵۰۰ وسایطه همسایه هیواد، ایران ته داخل، ۵۰۰ د سرحد سره محفوظ او ۴۰۰ هرات ته راولیږو.
په برازيل کې د باراني ځنگلونو سيمه یوازينۍ سیمه نه ده چې اور یې اخيستی، بلکې په جنوب کې د گرمو او دښتي سيمو ځنگلونو هم اور اخيستی وو. د برازيل د سيرادو سيمې دغه ځنگلونه د خپل تنوع له وجې ډېر ځانگړی ځای لري. په دې ځنگلونو کې ډېر نادره ځنگلي ژوي ژوند کوي. په ۲۰۱۹م کال کې د لگېدلي اور له کبله د دې ځنگلونو ډېره برخه ایرې شوه. په ځانگړي توگه د سويا رزاعتي ساحه سخته زيانمنه شوه.
انځور: DW/J. Velozo
د ارونگ اوتان بيزوگانو کورونه وسوځيدل
د اندونیزيا د سوماترا او بورنيو په ځنگلونو کې لگېدلي اور ډېره پراخه ساحه وسوځوله. دې اور د ارونگ اوتان بیزوگانو د استوگنې ساحې هم وسوځولې. د دې بيزوگانو نسل د ورکېدو له گواښ سره مخامخ دی. اور د دې بیزوگانو د ژوند طبيعې ساحه تر ډېره ورانه کړې ده. دا اور ډېر په مشکلاتو کنترول شوی وو.
انځور: REUTERS
مرطوبې لندې ځمکې اور وچې کړي
په برازيل کې د پانتانال سيمه ډېرې مرطوبې لندې ځمکې لري. دلته د ځنگلونو اور دغه نم لرونکي ځمکه وچه کړه او طبيعې چاپيريال یې له سختې ورانۍ سره مخامخ کړ. د برازيل له سيمې څخه دا اور د بوليويا او پاراگوای نمجنو سيمو ته هم خپور شو او هلته یې هر څه وسوځول. په بوليويا کې ۸۰۰ زره هيکتاره ځمکه اور اغیزمنه کړه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Raldes
د کليفورنيا د ځنگله اور
په ۲۰۱۹م کال کې اور د کليفورنيا ځنگل ډېره برخه وسوځوله. د دې اور له کبله په ځنگل کې موجودې پخوانۍ زيربناوې هم ويجاړې شوې. د گرم او وچ موسم ترڅنگ تیز بادونه هم د اور د خپريدو باعث شول. اور د هستوگني ځيني کورونه هم وسوځول. په زرونو خلک نورو سيمو ته انتقال شول او کابو لسو لکو کسانو څو ورځې بريښنا نه لرله.
انځور: Imago Images/ZUMA Press/H. Gutknecht
په شمال قطب هم اور لگېدلی وو
د ۲۰۱۹م کال په اوږدو کې په هغو سيمو کې هم چې په قطب شمالي پورې مربوطې گڼل کيږي، هم د اور لگېدنې پيښې وليدل شوې چې د چاپيريال ساتونکي یې انديښمن کړل. په سايبیريا کې په دريو مياشتو کې په بېلا بېلو سيمو کې اور لگېدنې کابو ۴۰ لکه هيتکاره ځنگلونه وسيځل. پر اور د کنترول له پاره په سايبیريا کې روسي ځواکونه ځای پر ځای شول. د گرينلند او کاناډا د قطب شمالي سيمې هم له اوره په امان کې نه وې.
انځور: Imago Images/ITAR-TASS
د ځنگله اور کوالا هم ووژل
د آسترليا ځنگلي اورونو اوس د يوه بحران شکل خپل کړی دی. هلته اور سږ کال پراخې سيمې ويجاړې کړي دي. د څلورو انسانانو ترڅنگ دې اورونو په زرونه کوالا یږ هم ووژل. د کوالا يږ نسل د ورکېدو له گواښ سره مخ دی. په ۲۰۱۹م کال کې لگېدلي اورونه ډېر شديد ول. لوگي یې د سدني ښار پوښلی وو. حکومت په پرانيستو لوبغالو کې پر لوبو بندیز لگولی وو.