هندي چارواکو ويلي دي چې له افغانستان څخه دغه هيروين چې بیه يې کابو ۲،۷ ميليارده ډالر کيږي، په دوو کانتینرونو کې پټ ځای پر ځای شوي ول.
زياته شوې ده چې دغه مخدره مواد د يوه ايراني بندر له لارې هند ته رسېدلي ول او بيا په لويدېځ ايالت جګرات کې ونيول شول. د پلټنو پر اساس د دې نشه يي توکو په قاچاق کې افغانانو هم لاس درلود.
ماليزيا د نشه يي موادو «کريستال» يوه ستره محموله نيولې ده
افغانستان په نړۍ کې د هیروينو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی. د طالبانو له پاره چې په دې وروستيو کې یې افغانستان ولکه کړ، د کوکنارو کرکيله چې تارياک او هیروين ترې ترلاسه کيږي، د عايد يوه مهمه سرچينه ګڼل کيږي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
د ناټو پخوانی کمپ د معتادانو د درملني مرکز
په کابل کي د فونیکس په نامه کمپ، کې به امریکايي عسکرو تمرینونه کول خو اوس پکښې د معتادانو د پالني او درملني ترڅنگ هغوی ته منظم خواړه او د خوب تودې خوني ورکړل سوي. خو آیا دا هرڅه کافی دي؟
انځور: Reuters/A. Masoodپه کابل کي په هیروینو اخته کسان. دغه تصویر د کابل ورځنی ژوند انځوروي. دا ځکه چی هر څوک چي پر لاره تيريږي هغوی د کابل سیند تر یوه پله لاندي ویني. اکثره یې کومه سرپناه نه لري. افغان حکومت د دې له پاره چي له هغوی سره د مخدرو موادو په پرېښوولو کي مرسته وکړي، اوس یې د ناټو په دغه پخواني کمپ کي له معتادانو سره د مرستي یو مرکز جوړ کړی دئ.
انځور: Reuters/A. Masoodپه فونیکس کمپ کي د مخدرو موادو پریښوول؟
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي په دغه ځای کي د تقریباً زرو بې سرپناه او معتادو کسانو له پاره ځایونه سته. هغه زیاتوی چي دلته د معتادو کسانو روغتیا پالنه کيږي، منظمه ډوډۍ او د ژمي کالي وررسیږي او د هغوی انفرادي نظافت ته رسیدگي کیږي.
انځور: Reuters/A. Masoodد فیروز په حواله د مخدرو موادو د پریښوولو دغه پروگرام ۴۵ ورځي دوام کوي او وروسته بیا مریضان ټولني ته ورداخلیږي، خو بیا هم زیاتره یې بیرته معتاد کیږي. دا ځکه چی یوازي له مخدرو موادو څخه د بدن پاکوالی د راتلونکې له پاره هغوی ته کومه امیدواري نه ورکوي. دوی بیرته سړکونو ته ځي او ډیر ژر بيرته مخدرو موادو ته لاس رسی مومي.
انځور: Reuters/A. Masoodپه ۲۰۱۵م کال کي لږ کوکنار کرل سوي
د دې له پاره چي د مخدرو موادو مخ پر زیاتیدونکې ستونزه کنترول سي، افغانستان اوس له مخدرو موادو سره د مبارزې په نوم یو ځانگړی وزارت لري. د تيرکال په دسمبر مياشت کي له مخدرو موادو او جنايي پیښو سره د مبارزې له پاره د ملگرو ملتو ادارې په ملاتړ د ۲۰۱۵م کال په اړه یو رسمي رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ پر اساس له ۲۰۰۹م کال راهیسي د اول وار له پاره د کوکنارو کرل نیمايي ته راکښته سوی.
انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Imagesهر لسم افغان مخدر توکي کاروي
سربیره پردې د مخدرو موادو کارول اوس هم ډېر دئ. د اټکلونو له مخي د یو اشاریه نهو او دوه اشاریه څلورو میلیونو ترمنځ افغانان په مخدرو موادو اخته دي. په هغوی کي ښځي هم شاملي دي. زیاتره کسان د درد پر مهال تریاک کاروي، همدارنگه کوچنیانو ته یې هم د دوا په توگه ورکوي. هیروین بیا تر ټولو د مخه زیاتره نارینه ځانو ته پیچکاري کوي. دغه معتاد کس هڅه کوي له پولیسو څخه وتښتي.
انځور: Reuters/A. Masoodپه اجباري توگه د مخدرو موادو پرېښوول
اکثره معتادان په داوطلبانه توگه دغه کمپ ته نه ورځي. ځیني یې په زور امنیتي چارواکي د کابل له سړکونو څخه راټول او دغه کمپ ته راوستل کیږي. د فونیکس په نوم کمپ له ۲۰۰۳م کال راهیسي موجود دی. د ۲۰۱۴م کال په پای کی کله چي امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو دغه کمپ د افغان حکومت په اختیار کي ورکړل سو.
انځور: Reuters/A. Masoodد افغانستان له پاره ډیره لویه ستونزه؟
له مخدرو موادو او جنايي جرمونو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادرې په حواله په ټول هیواد کي مجموعاً ۱۲۳ دغه شان مرکزونه فعال دي. خو دا یوازي د لس سلنه معتادانو په درملنه کي مرسته کولای سي. د فونیکس کمپ تر ټولو لوی مرکز دی. خو دا به یوازي یو پیل وي، دا ځکه چي له مخدرو موادو سره د مبارزې له پاره تر اوسه پوري په افغانستان کي یوه دوامداره ستراتیژي نه سته.
انځور: Reuters/A. Masood