په امریکا کې د ناروغیو د کنترول مرکز(سي ډي سي) د چهارشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې وویل چې تیر کال د نشه یي موادو تر اندازې ډیرې استفادې له امله ۱۰۰۳۰۶ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په یوه کال کې د «اضافي دوز» له امله دا د مړينو تر ټولو لوړ شمیر دی.
سي ډي سي د رغتونونو له خوا د مړینې تصدیق پاڼې پر اساس خپل رپوت کې ویلي دي چې د ۲۰۲۰م کال له می میاشتې څخه د ۲۰۲۱م کال تر اپریل پورې د اضافي دوز یا تر اندازې زیات استفادې له امله د مړینو په شمیر کې ۲۸،۵ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.
کارپوهان په کرونا ویروس د اخته کسانو له نشه یي موادو څخه استفاده او خطرناکو مخدره موادو ته غیر قانوني لاسرسی په دومره لوړ شمیر کې د خلکو د مړینې علت بیانوي.
په امریکا کې د مخدره توکو تر اندازې زیات استعمال له امله د مړینو په شمیر کې په پرله پسې توګه زیاتوالی رامنځته کیږي. په ۲۰۲۰م کال کې د «اوور دوز» یا اضافي دوز له امله د ۹۳۰۰۰ کسانو مړينه ثبت شوې وه.
اضافي دوز دومره عام ولی دی؟
د سي ډي سي له خوا د خپرو شویو تازه ارقامو څخه معلومیږي چې د نشه يي موادو تر اندازې ډېر استعمال، تر هغه زيات تلفات رامنځته کوي لکه په ترافیکي پيښو، وسلو، ریزش او نمونیا په څیر ناروغيو له امله رامنځته کيږي.
کارپوهان وایي چې د امریکا په بازارونو کې فنتینایل ته په اسانې سره لاسرسی د مړينو په شمیر کې د زیاتوالي مهم دلیل دی. فنتینایل یوه وژونکې ماده ده. دې نشه کوونکو درملو پنځه کاله مخکې د «اضافي دوز» له کبله د تر ټولو ډیر وژونکي مادې هیروینو ځای نیولی دی.
د نشه یي توکو کاروباریان په عام ډول فنتینایل په نورو نشه یي توکو کې تر ورګډولو وروسته پلوري، چې له امله یې د وژنې خاصیت لا زیاتیږي.
له مخدره موادو سره د مبارزې امریکایي ادارې مشره اینې ملګرام وایي چې د مخدره توکو قاچاق کوونکي ډلې په ټوله امریکا کې په لوړه کچه د فنتینایل او کرستال نشه یي توکو د جوړولو له پاره له چینایي کیمیاوي موادو څخه استفاده کوي.
ملګرام وویل چې په روان کال کې تر اوسه پورې ۵۵۰۰ کیلوګرامه فینتینایل ضبط یا نیول شوي دي.
چارواکي وایي چې د کرونا ویروس وبا وضعیت لا زیات خراب کړی دی، ځکه له نشه یي توکو ډیري استفاده کوونکي یوازې پاتې شوي دي او هیڅوک نشته چې له دوی سره مرسته وکړي.
د امریکا ولسمشر جو بایدن په یوه بیانیه کې دغه شمیر د انديښنې وړ بللی دی. چارواکي په پام کې لري چې له نشه یي توکو سره د مبارزې له پاره د میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه وکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
د لاتین امریکا د مافیایي بانډونو تر ټولو خطرناک مجرمان
په دې انځوریز رپوټ کې تاسې ته د لاتین امریکاد نشه یي توکو او مافیایي بانډونو تر ټولو خطرناکې څیرې درپيژنو. ځنې له دوی څخه اوس هم په زنداننو کې دي. انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzman د مکسیکو د سینالوآ په نوم ډلې مشر ګزمان، چې خلک یي ایل چاپو بولي په وار وار د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی دی. نوموړی دوه ځله له زندان څخه په تیښته بریالی شوی هم دی. د FBI او انټرپول په لیست کې تر اوسامه بن لادن وروسته دویم نوم د ده وو. ګزمان د پيسو سپينولو، سړي تښتونې، د مخدره توکو د پلورنې او قتل په پيښو کې په ښکیلتیا تورن په ۲۰۱۷م کال کې امریکا متحده ایالاتو ته سپارل شوی وو.
انځور: picture alliance/dpa/J. Mendez هیکټور پالما سالازار یا ایل ګوئیرو سالازار د «ایل چاپو» تر ټولو مهم ملګری وو. نوموړی په ۲۰۰۷ م کال کې د کوکائنو د قاچاق په جرم امریکا ته سپارل شوی وو. د ایل ګوئیرو سزا د هغه د ښو اخلاقو له امله کم کړای شوې وه. هغه د ۱۶ کلونو پر ځای تر ۹ کلن بند وروسته د کولورادو له زندان څخه آزاد او مکسیکو ته وشړل شو. هغه اوس په مکسیکو کې د قتل د جرم له امله د التپلانو په زندان کې چې د سختو امنیتي تدابیرو درلودونکی دی بندی دی.
انځور: thewhistleblowers.info ګلبیرتو او میګیل رودریګیز اوریخوئیلا میګیل او ګلبیرتو رودریګیز تر ۱۹۹۵م کاله پورې په کولمبیا کې د «تور» په نوم ډلې مشران وو. د دوی د همکارۍ له کبله پولیس وتوانیدل چې پابلو ایسکوبار هم ونیسي. دغه دواړه وروسته امریکایي چارواکو ته سپارل شوي وو چې په ۲۰۰۶ کې په عمري بند محکوم شول. میګیل د سويلي کارولینا او ګلبیرتو د شمالي کارولینا په زندانونو کې بندیان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/SIJIN دیئیګو مونتویا سانچیز(ډون ډیئیګو) د امریکا د داخلي استخباراتو FBI د مطلوب ترين کسانو په نوملړ کې د ده نوم په ۱۰ مقام کې ځای درلود. ډون ډیئیګو په ۱۹۹۰ لسیزه کې په کولمبیا کې د «نورتې دیل ویا» مافیایي ډلې مشري کوله. هغه په ۲۰۰۷م کال کې د کولمبیایي پوځ له خوا تر نیول کیدو یو کال وروسته امریکا ته وسپارل شو. په ۲۰۰۹م کال کې د مخدره توکو پر پلورلو، قتل او په زور د پيسو اخیستلو پر جرمونو اعتراف وکړ. هغه ته د ۴۵ کاله بند سزا اورول شوې.
انځور: picture-alliance/dpa خوآن کارلوس رامیریز آبادیا (چوپیتا) د ایسکوباراس تر وژل کیدو او د رودریګیز د دواړو ورونو تر نیول کیدو وروسته د «چوپيتا» نوم ډیر اوریدل کیده. چوپيتا امریکا ته کوکائن قاچاق کول. هغه هم په ۲۰۰۷م کال کې په برازیل کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته وسپارل شو. ده ته د ۵۵ کاله بند سزا واورول شوه. هغه د خپل د مخ د بڼې بدلولو له پاره څو جراحي عملیاتونه کړي وو.
انځور: picture-alliance/ dpa ایډګر والدیز ولیارئیل «لاباریي» ولیارئیل له ایل چاپو سره نږدې اړیکې درلودلې. ده ته په مکسیکو کې د نشه یي توکو تر ټولو خطرناک او ظالم قاچاقبر ویل کیږي. نوموړی په ۲۰۱۰م کال کې په مکسیکو کې ونیول شو او په ۲۰۱۵م کال کې امریکا ته وسپارل شو. والیاریئل چې په ۴۹ کلن بند محکوم شوی اوس په زندان کې دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzman ساندر اویلا بیلتران چې د پاسیفیک په ملکې مشهوره ده، د مکسیکو هیواد پورې تعلق لري. دې ته د مکسیکو د سینالوآ او د کولمبیا د «نورتي دیل ویا» ترمنځ د یوه مهم ارتباطي کس په سترګه کتل کیده. په محاکمه کې پر دې کوم جرم ثابت نه شو، خو د غیر قانوني وسلو ساتلو په جرم کې په ۲۰۱۳م کال کې د میامي یوې محکمې په نږدې شپږ کال بند محکومه کړه. اوس دا د یوې آزادې تبع په توګه ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/dpa نوموړی یو وخت د ایل چاپو ګزمان، یو تر ټولو نږدې ملګری ګڼل کیده خو وروسته یي بیا ډیر سخت دښمن شو. ده د مکسیکو د سینالوآ ډلې پر وړاندې ډیره خونړۍ جګړه هم کړې وه. الفریدو بیلتران لیوا، په ۲۰۰۸م کال کې په مکسیکو کې ونیول شو او په ۲۰۱۴ م کال کې هغه په امریکایي زندان کې وو. نوموړی د مخدره توکو د کاروبار په جرم کې د کولمبیا ښار په یوه زندان کې د خپل عمري بند سزا تیروي.
انځور: Getty Images/AFP/O. Torres داماسو لوپيز(ایل لیسینسیادو) ایل لیسینسیادو یو وخت د پوئنتي ګراندې په نوم زندان مرستیال وو. ایل لیسینسیادو په ۲۰۰۱م کال کې له ایل چاپو سره له زندانه په تیښته کې مرسته او همکاري کړې وه. وروسته له هغې دغه تحصیل یافته کس د ګزمان یا ایل چاپو د تر ټولو نږدې او د باور وړو کسانو په لیست کې شامل شو. نوموړی په ۲۰۱۷م کال په مکسیکو کې تر نیول کیدو وروسته امریکا ته وسپارل شو. د کوکائنو د قاچاق په جرم هغه د عمري بند سزا تیروي.
انځور: Reuters/C. Jasson ویسینتی زمبلادا (ایل ویسینتیلو) نن سبا د سینالوآ ګینګ مافیايي ډلې مشري اسمعیل زمبلادا کوي چې ویسینتی د هغه زوی دی. نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې ونيول شو او درې کاله وروسته امریکایي چارواکو ته وسپارل شو. ایل ویسینتیلو د ایل چاپو پر ضد دوسیه کې له امریکایي چارواکو سره مرسته کوي او له همدې امله ده ته د ۱۵کاله بند سزا اورول شوې وه. خو هغه بیا د څلور کاله بند تر تیرولو وروسته آزاد کړای شو؟
انځور: picture-alliance/dpa/M. Guzman