په المان کې د بیو په لوړیدو سره د دوهم لاس جامو اخیستل ډیر سوي دي. د اټکلونو له مخې، د دوهم لاس جامو د بازار حجم به تر ۲۰۲۵ م کاله پورې له پنځه تر شپږ ملیارد یورو ورسیږي.
اعلان
د پخوانیو استعمال سوو جامو تجارت په المان کې ډېر محبوبيت لري. په المان کې د «پي ډبليو سي» په نوم یوه څیړنیزه اداره باور لري چې «په المان کې به د دوهم لاس سوداګرۍ بازار حجم په ۲۰۲۲ کې له ۳،۵ ملیارد څخه تر ۲۰۲۵ م کاله پورې له پنځو څخه تر ۶ ملیاردو یورو ته لوړه سي.»
په ورته وخت کې، په ۲۰۱۹ م کال کې د دې توکو د بازار حجم ۱۰،۶ ملیارد یورو وو. په هغه وخت کې، دا وړاندوینه سوې وه چې د کارول سویو توکو سوداګرۍ به د پرچون پلور په پرتله ګړندی وده وکړي. په« المان کې د پلټنې او مشورتي شرکت» لخوا د دوهم لاس جامو په اړه د شاوخوا ۵۰۰ خلکو یوه نوې سروې له مخې ۵۶ سلنه ځواب ویونکو ويلي دي لا دمخه یې د دوهم لاس جامې اخیستي او نورو ۱۴ سلنه ویلي چې دوی ممکن د دوهم لاس جامې راونیسي .
د المان په بېلا بېلو ښارونو کې د زړو توکو سوداګرۍ بازارونهځيني وخت هره اونۍ او کله وخت نه وخته جوړيږي. خلک خپل شخصي او کارول سوي توکي هلته پلوري. جامې، کتابونه، د کور توکي، د لوبو سامان او ځینې وختونه حتی زاړه فرنیچر په ټیټه بیه پیدا کیدی سي. په دې بازارونو کې، سړی ځینې وختونه ځانګړي او نادري جامې یا لرغوني لوښي او وسایل هم موندلای سي.
د نويو زيږېدلو ماشومانو او کوچنيانو جامې په ځانګړې توګه ډیري مشهوري دي ځکه چې ماشومان ډیر ژر وده کوي او د دوی جامې ډیري ژر لنډي کیږي. سربیره پردې، سړی کولی سی د زړو توکو سوداګرۍ بازارونو کې ډیر وختونه ماشومانو ته د لولو سامانونه هم په ارزانه توګه ومومي. د زړو توکو د پلور دا بازارونه ځینې وختونه د سړکونو پر سر او يا د استوګنې په سيمو کې د جشنونو په ترڅ کې هم جوړیږي چې معمولا دا د کال په وروستیو کې یوه اونۍ ترسره کیږي.
انځورونه: ایا اختر په بازار کې بیې لوړوي؟
هر کال د اختر له رارسیدو سره په بازار کې د توکو بیې لوړيږي. که څه هم افغانان په دې مورد کې پر حکومت باندې د قیمتونو د نه کنترولو له کبله نیوکې کوي، خو افغان چارواکي وايي چې د صادراتو ډیریدل د بیو د لوړوالي اصلي لامل دی.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
د اختر په درشل کې په بازار کې ګڼه ګوڼه هم ډیریږي. افغانانو د اختر له پاره خریداري کوي.
انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images
له لوی اختر څخه یوازې څو ورځې مخکې د کابل د شاوخوا ولایتونو اوسیدونکي دې ښار ته راځي او د قرباني له پاره یا خو څاروي پلوري او یا هم هغه رانیسي. سږ کال افغانان د څارویو د بیو له لوړوالي څخه سر ټکوي.
انځور: DW
اوس د کابل په بازارونو کې د یوه پسه بیه د ۱۲ او ۱۵ زرو افغانیو تر منځ ده خو ډیر کسان د خراب اقتصادي وضعیت له کبله د دغو څارویو د رانیولو توان نه لري.
انځور: DW
افغانان وایي چې حکومت پر بیو باندې کنترول نه لري او له همدې کبله هر څوک په مارکیټ کې په خپله خوښه بیې ټاکي.
انځور: DW
افغان چارواکي بیا وایي چې ګاونډیو هیوادونو ته د څارویو قاچاق له یوې خوا او د صادراتو ډیریدل له بلې خوا د دې لامل شوي دي چې په بازار کې بیې لوړې شي.
انځور: DW
د لوی اختر په درشل کې د څارویو له پاره د تقاضا ډیریدل هم د هغوی د بیې د لوړیدو یو بل لامل بلل کیږي.
انځور: AP
دا یوازې څاروي نه دي چې د اخترونو له راتلو سره یې بیې لوړيږي. د سون او خوراکي توکو بیې هم په دې وخت کې ډیریږي.
انځور: AP
هغه وچې او تازه میوې چې په افغانستان کې تولیدي د اختر تر راتلو مخکې که څه په بازارنو کې ډیرېږي خو بیا یې هم بیې لوړې وي.
انځور: Aref Karimi/AFP/GettyImages
افغان چارواکي وایي چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان د وچو او تازه میوو صادرات ډیر شوي دي چې له کبله یې په کورنیو مارکیټونو کې د هغوی بیې هم لوړې شوې دي.
انځور: DW
افغانان په لوی او کوچني اختر کې د نویو جامو د رانیلو هڅه کوي. خو یو شمیر افغانان د دې توان نه لري چې په دې وخت د خپل ځان او کورنۍ له پاره نوي جامې راونیسي.
انځور: Jawad Jalali/AFP/Getty Images
افغانان پر حکومت باندې غږ کوي چې په بازار کې بیې کنترول کړي. او هغه کسان چې پرته له کوم موجبه بیې لوړي جریمه کړي.