1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني عالي محکمې یونان ته د مهاجرو د استولو سره مخالفت وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبه

د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو ادارې « بمپف » او ابتدایي محکمو غوښتل دوه تنه مهاجر بیرته یونان ته واستوي. خو د مونستر د عالي محکمې قاضیانو د دغو نارینه وو له پاره د هغه ځای شرایط غیر انساني وبلل.

Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

آلماني چارواکي په اوس وخت کي نه سي کولای مهاجر بیرته یونان ته واستوي. په مونستر کې د نورد راین ویستفالن ایالت د عالي محکمې په دوو پریکړو کي راغلي «دا ځکه چي په هغه ځای کي مهاجر د غیرانساني او انساني کرامت څخه لیری چلند له ګواښ سره مخامخ دي.» هغوی به د اړتیا وړ موادو له سخت کمبود سره مخامخ سي، ځکه چې هغوی به هلته نه کومه سرپناه او نه هم کوم کار پیدا کړي. په دې ډول سره نوموړي محکمې مخکینۍ پریکړي رد کړې.

یو اریتریایی او له سوریې څخه یو فلسطینی

دلته خبره په مشخص ډول پر یوه اریتریایي او له سوریې څخه یوه فلسطینی مهاجر باندي وه چي په یونان کي یې د پاته کیدو د حق ترنامه لاندي د ویزې ژمنه ترلاسه کړې وه. خو د جرمني د مهاجرو ادارې په دې اړه ددغو مهاجرو دعوی د نه منلو وړ وبلله او هغوی ته یې، یونان ته د استولو ګواښ وکړ.

ددغي پریکړي په وړاندي د نوموړو مهاجرو اقامه دعوه د آرنسبیرګ او دوسلدروف له محکمو له خوا رد سوه. د هغو په خبره په دې اړه کافي دلایل موجود نه دي چی په یونان کی هغوی د غیر انساني شرایطو له ګواښ سره مخامخ کیږي.

انځور: blickwinkel/McPHOTO/picture alliance

خو د نورد راین ویستفالن ایالت عالي اداري محکمه بیا هغه ته په بله سترګه ګوري. په دې اړه ددغي محکمې په یوه پیغام کي راغلي چي په یونان کی د مهاجرو له پاره دا خطر موجود دی چي د هغوی له پاره حتی لومړنۍ اړتیاوي لکه ډوډۍ، چپرکټ او صابون لا د ډیر وخت له پاره کفایت نه کوي. په دغه هیواد کې نوموړي مهاجر نه یوازي کار بلکې کور هم نه سي پیدا کولای. هلته حتی ددغه هیواد د بې سرپناهو خلکو له پاره هم حفاظتي ځایونه موجود نه دي.

بې کاري او د کرونا بحران

ددې له پاره چي مهاجر په یونان کي ټولنیز کومکونه ترلاسه کړي نو باید اول دوه کاله مالیه ورکړي. په دغه هیواد کي په اوس وخت کي د بې کاري کچه څه نا څه ۲۰ سلنه ده او کرونا بحران حالت لاپسي کړکیچڼ کړی.

د جنورۍ پر ۲۱ مه دغي عالي محکمې د آرنسبیرګ او دوسلدورف د پریکړو په وړاندي ددغو مهاجرو دعوی پر حق وبلله. د هغې په اړه له سره کتني ته اجازه نه ورکول کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب