1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د نجونو او هلکانو صنفونه باید جلا شي

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

طالبان وایي چې د نجونو او هلکانو ګډ صنفونه غیر اسلامي، له شریعت سره په ټکر کې او زمونږ د ملي او فرهنګي ارزښتونو سره په تناقض کې دي. له همدې امله نجونې او هلکان اجازه نه لري چې په یو صنف کې تحصیل وکړي.

Kabul | Konflikt in Afghanistan - Frauen demonstrieren für Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۱۲ نیټه) د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ: «په ګډو صنفونو کې زده کړه له یوې خوا له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او له بلې خوا د افغانانو د ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو سره په تضاد کې دي.»

حقانې زیاته کړه په هغه صورت کې چې پوهنتونونه ظرفیت ولري، باید نجونو او هلکانو ته جلا جلا صنفونه رامنځته کړي. که داسې امکانات نه وي موجود ، پوهنتونونه باید درسي خونې تغیر کړي یا د هلکانو او نجونو د صنفونو په منځ کې دیوال ودروي.

د طالبانو دغه چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې طالبان غواړي د ښځینه محصلینو له پاره ښځينه استادانې په کار وګماري. د دغو امکاناتو د نه موجودیت په صورت کې سړي یا نارينه استادان کولی شي د شریعي اصولو په مراعاتولو سره نجونو ته تدریس وکړي. حقاني زیاته کړه چې د نجونو له پاره د مخصوصو لباسونو اغوستل هم اجباري دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي چې دوی د «اسلامي سیسټم» د رامنځته کولو له پاره دوه لسیزې جنګیدلي دي. طالبانو خپل د حاکمیت په وخت (له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې) کې د اسلامي قوانینو سختګیرانه تفسیر په افغانستان کې تطبیق کولو. په هغه وخت کې ښځو او نجونو اجازه نه درلوده چې ښوونځي او پوهنتونونو ته لاړې شي.

 آژانسونه: ش.ن/ ق.ن