1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله نعيم قاسم د خپل نوي مشر په توګه نومولی

۱۴۰۳ آبان ۸, سه‌شنبه

کابو څلور اونۍ تر مخه د حزب الله د مشر حسن نصرالله، له وژل کيدو راهېسې په دې اړه اټکلونه کيدل چې د هغه ځای ناستی به څوک وي. اوس يوې اړوندې مسئولې کمېټې نعيم قاسم د دغه ډلې د نوي مشر په توګه نومولی دی.

نعيم قاسم چې تر اوسه د حزب الله مرستيال مشر وو
نعيم قاسم، د لبنان د جنوب نبطيه سيمې ته څيرمه يوه کلي کې زيږیدلی او کابو ۷۰ کاله عمر لريانځور: Bilal Hussein/AP/picture alliance

په لبنان کې ايران پلوه ډلې حزب الله د خپل وژل شوي مشر حسن نصرالله، ځای ناستی ټاکلی دی. دغه ډلې ويلي دي چې د دې ډلې مرستيال نعيم قاسم، به نوی عمومي مشر وي.

د حزب الله مليشې له خوا ويل شوي دي چې «شورا د نوي عمومي مشر د ټاکلو له پاره د پيژندل شوي طرز العمل سره سم د دې مقام له پاره د نعيم قاسم پر انتخاب موافقه وکړه.»

همدا شان زياته شوې ده چې تر نوي مشر لاندې به د پخوانو هدفونو تعقيب ته «تر بري پورې» ادامه ورکړل شي.

د نصرالله، برعکس چې د لبنان تر جګړې وورسته تر ډېره نه راڅرګنديد، قاسم، بيا په عام محضر کې راڅرګنديږي. د نصرالله، تر وژل کیدو وروسته نوموړی لږ تر لږه د دريو تلويزيوني ويناو په ترڅ کې راښکاره شو، په وروستي د اکتوبر پر ۱۵مه نيټه. خو دا چې نوموړی دمګړۍ چېرې دی، روښانه نه ده.

د اسرائيل پوځ د حزب الله ډلې پخوانی مشر حسن نصر الله، د سبتمبر مياشتې په پای کې د بيروت په جنوب کې پرتې يوه سيمه کې د هوايي بريد په پايله کې وواژه.

هاشم صفې الدین، د نوموړي ممکنه ځای ناستی ګڼل کيده. هغه د حزب الله د اجرائيه جرګه ګۍ مشر وو. خو تېره اونۍ حزب الله تائيد کړه چې نوموړی لکه د اسرائيل پوځ چې ويلي ول بیروت ته څېرمه د حزب الله د استخباراتو پر مقر د بريد پر مهال وژل شوی دی.

نعيم قاسم يو بانفوذه شخص

قاسم، د لبنان د جنوب نبطيه سيمې ته څيرمه يوه کلي کې زيږیدلی او کابو ۷۰ کاله عمر لري. نوموړی د حزب الله له هغو مشرانو څخه يوه دی چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په سر کې د اسرائيل د اشغال پر ضد د جګړې په موخه د حزب الله بنسټ کیښود. هغه له ۱۹۹۲م کال راهېسې د دغه ډلې مرستيال مشر وو او په دې توګه د نصر الله ترڅنګ د دغه ډلې يو بانفوذه شخصيت وو.

نعيم قاسم، د وژل شوي مشر نصر الله، په څېر يو شعيه روحاني او عالم دی خو په لبنان کې یې د کيميا په برخه کې زده کړې کړي او فرانسوي ژبه یې هم زده ده. نوموړي په ۲۰۰۴م کال د حزب الله سازمان د تاريخ په اړه چې د ژوند ليکونو برخه هم پکې شامله ده، خپور کړ. هغه واده کړی دی او شپږ اولادونه لري.

حزب الله له حماس سره اتحاد ته دوام ورکوي

اسرائيل له سبتمبر مياشتې راهېسې په لبنان کې خپل هوايي بريدونه ډېر پراخ کړي دي او په دې ترڅ کې یې د حزب الله پر مشرتابه په څو ځلي هدفي بريدونه ترسره کړي دي. پر دې سربیره په سبتمبر میاشت کې د اسرائيل ځواکونه د لبنان جنوب ته هم داخل شول.

حزب الله له کابو يوه کال راهېسې د اسرائيل پر شمال باندې کابو هره ورځ پر نورو سربیره راکټي بریدونه کوي. د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله د خپلو معلوماتو په حواله اوس هم له حماس ډلې سره يووالی ښکاره کوي. آلمان، امريکا او يو شمير نورو هېوادونو حماس او حزب الله، دواړې ډلې د ترهګریزو سازمونو په توګه درجه بندي کړي دي.

د حماس او اسرائيل ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه پر اسرائيل باندې د حماس تر بريد وروسته پېل شوه. په دې بريد کې تر ۱۲۰۰ ډېر اسرائيليان ووژل شول. اسرائيل له هغه وخت راهېسې په غزې تراډه کې پوځي عمليات کوي. د حماس د معلوماتو په حواله تر اوسه په دغه عملياتو کې تر ۴۲ زره او ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي خو دا شميرې د خپلواکه سرچینو له خوا د تائيد وړ نه دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr, efe)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب