1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د حکمتيار سفر؛ د سولې هڅې او که نوې صف بندي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

پاکستان ته د حزب اسلامي د مشر انجينر گلبدين حکمتيار سفر ته د دغه هيواد ځيني کړۍ په ډېره ليوالتيا سره ځير دي. ځيني یې سفر د سولې د هڅو برخه، خو ځيني یې بيا د سفر موخې نورې بولي.

Afghanistan Gulbeddin Hekmatjar, Rückkehr nach Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

گلبدين حکمتيار په داسې حال کې پاکستان ته په سفر تللی دی چې څو ورځې تر دمخه د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه هيواد ته سفر کړی وو. د دغه سفر په ترڅ کې د عبدالله دروند هرکلی شوی وو او نوموړي د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره خبرې وکړې. بل لوري ته پاکستاني ژورناليستانو او مبصرينو ويلي ول چې دا لومړی ځل دی چې يو افغان سياستوال د پاکستان په اړه دومره نرمه لهجه کاروي.

حکمتيار هم د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل. حکمتيار هلته د خبرو پر وخت پاکستان خپل دويم کور وباله. د پاکستان حکومتي کړۍ د نوموړي دې سفر ته د سولې د هڅو د برخې په سترگه گوري.

د حکمتيار او پاکستان اړيکي

د حکمتيار په اړه ويل کيږي چې نوموړی په اويايمه لسیزه کې په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د حکومت پر وخت د پاکستان له ملاتړ او سرپرستۍ برخمن شو. حکمتيار ته په افغانستان کې د يوه سخت دريځه په سترگه کتل کيدل چې د ښځو په اړه یې ډېر محافظه کار فکر درلود. د افغان جگړې پر وخت داسې انگیرل کيدل چې حکمتيار د پاکستان له استخباراتي ادارو سره ډېرې ژورې اړيکي لري. نوموړي نه يوازې د پاکستان د جماعت اسلامي گوند سره ډېرې نزدې اړيکي لرلې، بلکې د پاکستان په ټولو جهادي کړيو کې یې ځانگړی مجبوبيت درلود.

د سبتمبر د يولسمې نیټې تر بريدونو وروسته حکمتيار هم د امريکا د بريدونو پر وړاندې د مقاومت لاره غوره کړه خو نوموړی څو کاله تر مخه د افغان حکومت سره تر خبرو اترو وروسته له حکومت سره پخلا شو چې دې کار ته یې د طالبانو له خوا په ښه سترگه ونه کتل شول. خو داسې انگیرل کيږي چې حکمتيار او طالبان دواړه له اسلام آباد سره نزدې اړيکي لري.

د سولې له پاره هلې ځلې

په پاکستان کې ډېری په دې آند دی چې اسلام آباد په ډېر اخلاص سره په افغانستان کې د سولې له پاره په هلو ځلو بوخت دی او دا سفر هم د همدې هڅو برخه ده. په ملگرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان وايي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پاکستان اصلي اړخ دی په داسې حال کې چې ايران، هند او امريکا يوازې خپلو گټو ته گوري.

عبدالله عبدالله هم څو ورځې تر مخه پاکستان ته سفر کړی ووانځور: Pakistan Foreign Office

نوموړی زياتوي: «په افغانستان کې خلک له جگړې ستړي شوي دي. د هغه ځای ناامنۍ پاکستان هم سخت اغیزمن کړی دی، نو په دې توگه له اسلام آباده به څوک ډېر سولې ته ليواله وي؟» نوموړي زياته کړه: «پاکستان په پوره اخلاص سره په دغه جنگ ځپلي هيواد کې د سولې له پاره هلې ځلې کوي او اوس به نور افغان مشران هم پاکستان ته سفرونه کوي او د سولې بهير به مخکې وړي.»

هند ته یې پېغام

د ساينس او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون د امن او ثبات د نړيوالې څانگې څخه ډاکتر نجم الدين په آند د حکمتيار دا سفر څو موخې لري: «يوه موخه خو یې داده چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته وشي. طالبان او حکمتيار سره سيالان دي خو د هند سره مخالفت هم لري او پاکستان دا هم غواړي چې د حکمتيار او طالبانو ترمنځ روغه وکړي. دريمه دا چې د دې ډول سفرونو سره د پاکستان تله هم درنيږي او نړۍ ته ښيي چې د دې هيواد پرته په افغانستان کې د سولې پروسه آسانه نه ده.»

د راتلونکي له پاره صف بندي

د اسلام آباد د پریستن پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانگې څخه ډاکتر امان ميمن په دې آند دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پروسې د ناکاميدو په صورت کې د کورنۍ جگړې امکان ويني. نوموړي په دې اړه زياته کړه: «په هغه صورت کې به هند په افغانستان کې خپل نفوذ قوي کړي. پاکستان تحريک طالبان ډله او نور پاکستاني مخالف عناصر به د اسلام آباد د حکومت پر ضد وکاروي نو زما په آند پاکستان له دې کبله هم د سولې له پاره هلې ځلې کوي.»

ډاکتر امان ميمن زياتوي: «په افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته په کتو سره داسې بريښي چې دغه هيواد احتمالاً د کورنۍ جگړې پر لور تلای شي. په دې ډول وضعيت کې پاکستان له داسې عناصرو سره چې د هند مخالف وي، د ښو اړیکو غوښتونکی دی. طالبان او حکمتيار دواړه د هند مخالف دي. له همدې کبله پاکستان له دوی سره ښې اړيکي غواړي.»

عبدالستار، اسلام آباد

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل