1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د آلمان یوه ښار کې د هولوکاست قربانیانو د يادښت ډبرې غلا شوي

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د آلمان په ختځ کې پروت په څايتڅ ښارګوټي کې د هولوکاست د قربانيانو د یادښت ټولې لس واړه نښې (Stolpersteine) غلا شوي دي. د یادښت ليکل شوې نخښې په هغه کوڅه کې وې چې د هلوکاست قربانیانو پکې له تبعيد او قتل دمخه ژوند کاوه.

د هولوکاست د قربانيانو د یادښت ډبرې
آرشيف - د آلمان له څایتڅ ښارګوټي کې د هلوکاست د قربانيانو د یادښت ټولې لس واړه نخښې (Stolpersteine) غلا شوي ديانځور: Andrea Grunau/DW

د څايتڅ ښارګوټي سیاسي مشران د دوشنبې په ورځ هک پک حېران شول، کله چې خبر شول چې کوم کس د هلوکاست د قربانیانو د یادښت ټولې لس واړه نخښې غلا کړي دي.

والي، ګوتڅ اولريخ، پر دغې پېښې خفګان ښودلی دی. هغه پر اکس شبکه دا یو «نه هېرېدونکی او نه بخښونکی» جرم ګڼلی دی.

د څايتڅ ښاروالې کترين ويبر، ويلي دي چې دغه کړنه ښکاره سیاسي انګيزه لري او پر دیموکراسۍ حمله ده. ځايي چارواکو ویلي دي چې موضوع له جنايي پولیسو سره شريکه شوې ده.

د پولیسو یو ویاند وویل چې دوی په دې باور دي چې دغه غلا د اوونۍ د آخرو ورځو (شنبې او یکشنبې) په جریان کې شوي او په دې هکله تحقیقات پیل شوي دي. 

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ په برلین کې د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۹مه د هولوکاست د قربانیانو د یادښت ډبرې ته د درناوۍ او ګلانیو اېښودلو پر مهال انځور: John Macdougall via REUTERS

د دغو مربعي نخښو اندازې لس په لس سانتي متره کې ښودل شوي دي. دا د هغو کورونو د مخ کوڅه کې لګول شوې وې چې د هلوکاست قربانيان پکې د نازيانو له خوا تر اخراج او وژنې دمخه اوسېدل کوم چې اکثریت يې يهودان ول. پر دغو ډبرو د قربانيانو نومونه، د زېږېدنې نېټه او دا معلومات چې کوم کمپ ته وړل شوي ول، لیکل شوي ول.

په داسې حال کې چې د آلمان اکثره ښارونه د يادښت له دا ډول ډبرو هرکلی کړی، خو تل ورته په مثبته سترګه ندي کتل شوي. په ځینو ځایونو کې دغه کار رد شوی هم دی. د آلمان مونشن ښار د مختلفو دلایلو پر اساس په کوڅو کې د یادښت د دا ډول ډبرو له فرشولو سره مخالفت وښود. حتی د یهودانو ټولنې هم دغه نظریه خوښه نه کړه چې د افرادو نومونو دې تر پښو لاندې شي.

څايتڅ ښارګوټی د آلمان په ساکسون-انهالت ایالت کې واقع دی، چې د آلمان د نورو ختيځو ایالتونو په څېر د آلمان له پاره بدیل ګوند (AfD) چې د مهاجرو ضد سیاست تعقيبوي، پکې د پام وړ شهرت ترلاسه کړی.

  mks/nz/es7sms(AFP,dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل