1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجیم کې اسلام ضد دنمارکیان تر نیول کیدو وروسته اخراج شوي

۱۳۹۹ آبان ۲۳, جمعه

په بلجیم کې د اسلام ضد پنځه دنمارکي فعالان تر نیول کیدو وروسته اخراج شوي دي. ویل کیږي چې پر دغو کسانو شک کیده چې قران کریم ته په اور اچولو سره غواړي مسلمانان وپاروي او عامه نظم مختل کړي.

Belgien Polizisten vor dem Justizpalast in Brüssel
انځور: Getty Images/AFP/Belga/N. Lambert

پنځه تنه اسلام ضد دنمارکي فعالان په بلجیم هیواد کې تر نیول کیدو وروسته له دغه هیواد څخه اخراج شوي دي. په بلجیم کې د پناهندګۍ او مهاجرت چارو معین سمیع مهدي، د معلوماتو له مخې پر دغو کسانو شک کیده چې غواړي د قران کریم په سوځولو سره په بلجیم کې مسلمانان را وپاروي.

نیول شوي کسان د "Stram Kurs" په نامه په دنمارک کې د یوه اسلام دښمنه ګوند غړي دي. دا خبره د دوی په فیسوک پاڼه کې لیکل شوې ده.

د بلجیمي چارواکو د اټکل له مخې دغې ډلې د پلازمېنې پروکسل د مولن بیک ښار په یوه برخه کې چیرې چې ډیر شمیر مراکشي مسلمانان ژوند کوي قرآن کریم ته د اور اچولو پلان درلود.

مهدي د پنچشنبې په ورځ وویل : «لا ترمخه زموږ په ډیره قطبي شوې ټولنه کې داسې خلکو ته ضرورت نه لرو، چې دلته راځي او کرکه را پاروي.» نوموړي دغه کسان د «بلجیم د عامه نظم له پاره یو جدي خطر وبلل».

په ډنمارک هیواد د "Stram Kurs" ښي اړخي ګوند مشر راسموس پالودانانځور: Henning Bagger/Ritzau Scanpix/AFP

د فرانسې خبري آژانس د قضایي کړیو په حواله ویلي دي چې دغه قضیه د بروکسل عمومي څارنوالۍ ته سپارل شوې ده. په دنمارک هیواد د "Stram Kurs"  ګوند د راسموس پالو دان، په نوم د یوه سیاستوال او مدافع وکیل له خوا رهبري کیږي.

د دغه ګوند د فیسبوک پاڼې په حواله پالودان، په خپله په فرانسه کې تر نیول کیدو وروسته له دغه هیواد څخه اخراج شوی دی.

مخکې تر دې نوموړي پر همدې انټرنټي پلیټ فارم (فیسبوک) کې اعلان کړی وو چې د نومبر میاشتې په ۱۱ نیټه د پاریس په طاق ظفر یا د بریا دروازه کې د قرآن کریم یوه نسخه سوځول غواړي.

"Stram Kurs" په سکاندنیاوي هیوادونو کې د پارونکو او اسلام ضد اقداماتو له کبله مشهور دی. تیر کال راسموس پالودان، هغه وخت د خبرونو په سرټکو کې ځای ونیو، چې د قران کریم یوې نسخې ته یې اور اچولی وو.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب