1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

په هانګ کانګ کې اور لګېدنه؛ د مړو شمیر ۵۵ ته لوړ شوی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه

په هانګ کانګ کې د دولت مشر لي د لوړپوړو اپارتمانونو په یوه کمپلکس کې له مرګوني اور لګېدنې وروسته د استوګنو د ټولو هغو عامه کمپلکسونو چې اوسمهال یې په پراخه پيمانه د رغونې چارې روانې دي، د بررسۍ امر کړی دی.

د استوګنې د دوانیو هغه کمپلکس چې اور لګېدنه په کې رامنځته شوې ده
د هانګ کانګ په لوړپوړو ودانیو کې د اور لګېدنې علت تر اوسه پورې نه دی معلوم شویانځور: Isaac Lawrence/Getty Images

دغه اورلګېدنه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۶مه) د هانګ کانګ د نیو تريتوريس په نوم سيمې په ټای پو کې د استوګنې د دنګو ودانیو په یوه کمپلکس کې رامنځ شوې ده.

د «ساوت چاینا مورننګ پوسټ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې تر اوسه پورې د دې اور لګیدنې علت نه دی معلوم شوی خو اور د لوړپوړو ساختمانونو په اطرافو کې د خوازو په شکل د درول شوو بامبو لرګیو له کبله [چې د ساختماني ابزارو په توګه ترې استفاده کیدله] پراخ شوی دی. 

اور د کمپلکس نورو ودانیو ته هم سرایت کړی دی. په همدې منځ کې د اور وژنې عمله توانیدلې ده چې تر ډیرې اندازې اور تر کنترول لاندې راولي. خو دغو ځواکونو د استوګنې په څو بلاکونو کې د اور د لمبو د خپریدو خبر ورکړی دی.

د رسمي شمیرو له مخې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۸۰ نور لادرکه ګڼل کیږي. پولیسو د یوه ساختماني شرکت درې تنه کارکوونکي د غیر قصدي قتل په تور نیولي دي.

د رپوټونو په حواله څو چینایي شرکتونو او بنستونو لادمخه د اور لګیدنې له کبله له زیانمنو شوو کورنیو او اور وژنې د پرسونل د ملاتړ له پاره د میلیونونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

همدرانګه خلکو د مرستې له پاره په ډیره لوړه کچه لیوالتیا ښودلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب