1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغداد: په روغتون کې اورلګیدنې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه کړي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د عراق پلازمينې بغداد په يوه روغتون کې د اور لګیدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. دغه خبره د يکشنبې په ورځ (د اپريل ۲۵مه) یاد روغتون ته نژدې درو روغتيايي سرچينو رويټرز ته کړې ده.

rak | Corona-Intensivstation | Mehr als 20 Tote bei Brand in Krankenhaus in Bagdad
انځور: Murtadha Al-Sudani/AA/picture alliance

رويټرز له بغداد څخه خبر ورکوي چې دغه اورلګيدنه د شنبې په ورځ د بغداد ښار په سويل ختيځ کې د ابن خطاب په نوم د کرونا ناروغانو له پاره په يو جوړ شوي روغتون کې رامنځ ته شوې ده. روغتيايي سرچينې وايي چې اورلګيدنه د آکسيجن ټانکۍ د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.

د رويټرز يو عکاس د پيښې له ځايه وايي چې د روغتون پر لور د امبولانسونو رش دی تر څو د پيښې له ځايه ټپيان انتقال کړي. روغتيايي سرچينو ويلي دي هغه ناروغان چې ټپيان شوي نه دي، هم له دغه روغتون څخه ويستل کيږي.

د عراق حکومتي خبري آژانس INA د ملکي دفاع ادارې له قوله ليکي چې اورلګيدنه د روغتون په هغه پوړ کې رامنځ ته شوه چې د سږو ناروغانو د ځانګړې درملنې برخه په کې وه او زیاتوي چې له ۱۲۰ ناروغانو څخه ۹۰ يې ژغورل شوي دي.

رويټرز/م.ک.ص./م.ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل