1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برلین کي د درو ابراهیمي ادیانو ګډ کور جوړیږي

۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعه

د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو د «ګډ کور» دغي پروژې کار به تر ډیرو امادګیو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سر کي پیل سي. د دغو ادیانو نمایندګان د مسلمانانو له خوا تر خونړیو حملو وروسته خپل ځانونه د سخت چلنج سره مخامخ بولي.

Projekt House of one - Präsidium der Stiftung
انځور: Klemens Renner

د تقریبأ لسو کالو راهیسي د درو دغو توحیدي ادیانو د یوه ګډ کور جوړولو مفکوره پلان او ورباندي بحثونه کیدل. لکه څنګه چي د دغي پروژې د بنسټ اداري رئیس، رولاند شټولټه خبر ورکړ اوس به نو د هغه کار په دوو میاشتو کي شروع سي. دغه پروژه چي د کرونا وبا په خاطر هم ځنډیدلې وه، د زاړه برلین په منځ کي به جوړه سي.

د «ګډ کور»د جوړولو بنسټ کي ۲۰ تنه غړیتوب لري، چي د برلین د ښاروال، میشاییل میولر له خوا یې ریاست پرمخ وړل کیږي. د ۲۰ غړو په منځ کي د درو ادیانو مشهوره نمایندګان او همدارنګه د برلین د کلتوري ټولنو مهم نمایندګان شامل دي.

انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د برلین ښاروال د دغي پروژې(مافوق ادیان) څخه ډیر رضاییت ښکاره کړ او ویې ویل، چي«که دلته جوړه نسي، نو بیا چیري؟» دغه ګډ کور به د مخامخ کیدو او ملاقات له پاره ډیر مساعد ځای او د ښار له پاره یو لوی غنیمت وګرځي. د ګډ کور دغه پروژه به د نړۍ په سطحه هم لومړنۍ پروژه وي او د زاړه ښار په منځ، یعني لاپزیکر شټراسه سره نژدې جوړه سي. هلته تقریبأ ۷۰۰ کاله دمخه د پیتریک کلیسا موجوده وه، چي د برلین په تاریخ کي ډیره مهمه وه.

په راتلونکو پنځو کلونو کي به نو د دغي کلیسا پر لرغونو بقایاوو باندي د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو دپاره یو مسجد، یوه کنیسه او یوه کلیسا جوړه سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب