1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان کنګل شوې پيسې خلک کړوي»

۱۴۰۰ دی ۵, یکشنبه

افغان سوداګر شعيب بارک په ډېرې سختۍ سره خپلو کارګرانو او اکمالات کوونکو ته معاشونه ورکولی شي. دی د هغه بانکي نظام زېرمو ته لاسرسی نه لري چې د بنديزونو له کبله کنګل شوي دي او اوس له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

Lokale Wirtschaft und Handel in Afghanistan
انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د شعيب بارک کارګران او د شرکت سمبالوونکي يې په خپل وار بيلونه او ورځني لګښتونه نه شي ادا کولی. دا ځکه چې د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړ روان دی او هر هغه څوک کړوي چې د فقيرۍ د دغه زنځير په يوه کړۍ کې کار کوي.

ښاغلی بارک وايي چې «زه د شرم احساس کوم.» نوموړي تر دې وروستيو پورې په ټول افغانستان کې ۲۰۰ تنو ته کار ورکاوه، چې ډېری مصروفيت يې د رغونې او ودانولو په سکتور کې دی. د هغه په خبره «زما او د هر افغان له پاره، دا يو ناوړه حالت دی. زه حتی د دې وس نه لرم چې د خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړم.»

امریکا متحده ایالات د دې له پاره چې د افغانستان بهرنيو زېرمو او پانګو ته د طالبانو د لاسرسی مخنیوی وکړي، واشنګټن د اټکل له مخې ۱۰ مليارډه ډالر چې د افغانستان مرکزي بانک په خارج کې ساتلي وو، کنګل کړل. متحده ایالاتو وروسته له هغه په دغه اقدام لاس پورې کړ، کله چې وسله والو طالبانو د روان میلادي کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې پخوانی حکومت ړنګ کړ او قدرت ته ورسېدل.

انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

دغه مالي زېرمې تقريبا له هغو پيسو سره برابرې دي چې د دغه هېواد اقتصاد تېر کال توليد کړي دي، خو دغه ګام بيا هغه بانکونه هم متضرر کړل چې افغان تجارانو او عادي وګړو به ډالرو ته د لاسرسي په مقصد کارول. که حتی يو څه محدودې زېرمې آزادې هم شي، خو لويه برخه يې ښايي د امريکا په حقوقي سيستم کې د کلونو له پاره منجمده پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې قربانيان چې پر متحده آيالاتو باندې د القاعده سازمان د بريدونو له کبله يې زيان ليدلی دی، هم دغه پيسې د ځان دپاره غواړي. اصلاً ټاکل شوې وه چې دغه مالي زېرمې د حکومتي بيلونو او پرمختيايي پروژو د تمويل په برخه کې ولګول شي، خو کنګل کېدو يې اوس د افغانستان د اقتصاد په نورو برخو هم ناوړه تاثير اچولی دی. ښاغلی بارک هيله څرګندوي چې «دغه شتمنۍ آزادې کړئ.» د هغه په خبره «که له طالبانو سره کومه ستونزه لرئ، نو له ملت او خلکو څخه يې غچ مه اخلئ.»

انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د بارک د پيسو جريان ته د خنډ ستونزه يوازې د لسګونو زرو افغانانو د مشکلاتو يوه بېلګه ده چې د خپلو پيسو لويې برخې ته لاسرسی نه لري. نوموړی وايي چې تقريباً درې ميليونه امريکايي ډالر يې په افغاني بانکون کې بند پاتې دي چې دغه پيسې يې د کلونو په ترڅ کې د ښو خصوصي او دولتي تړونونو د لارې په لاس راوړې وې. دغه پيسې به په ډالرو ورکول کېدې او د طالبانو تر رژيم مخکې به نړيوالې مرستې افغانستان ته راتلې. خو اوس ځايي بانکونو له جاري حسابونو څخه اوونيزې اخيستنې د يوه اکاونټ د اوسط رقم په سر پنځه سلنې ته، تر حد اکثر ۵۰۰۰ ډالرو پورې محدودې کړې دي. بارک د بيلونو او معاشونو په ادا کولو کې يو څو مياشتې شا ته غورځېدلی دی.

مخ پر ډیریدو فقر

احمد ضيا د ده يو کارکوونکی دی. دغه ۵۵ کلن انجينر پخوا د مياشتې ۶۰ زره افغانۍ ګټلې چې تقريبا ۷۷۰ امريکايي ډالر کيږي. له هغه وروسته چې طالبانو افغانستان ونيو او د افغانۍ ارزښت ۲۵ سلنه ولوېد او اوس څلور مياشتې وروسته، ضيا خپله د ژوند سويه نه شي ساتلی او ويره لري چې د شپږو غړو کورنۍ به يې د ورځې يوازې «يو يا دوه وارې ډوډۍ» وخوړلی شي. خو دا نه يوازې د بارک کارمندان دي چې په دې ډول کړيږي، بلکې ګڼ شمیر افغانان هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.     

د احسان الله معروف حقوقي خدمات چې اوس په ټپه ولاړ دي، د بارک د ودانيز شرکت مياشتنيو پېشکي پيسو ته اړ وو. نوموړي د فرانسې خبري اژانس  ته وويل چې «ماشومان مې يوه ډېر ښه ښوونځي ته تلل»، او په وياړ سره يې زياته کړه چې د ده نهه کلنه لور رڼا يې په مکتب کې تر همزولو يو کال مخکې شوې ده. خو اوس دی حتی کافي پيسې نه لري چې په مېرګي اخته د خپل زوی له پاره دارو درمل راونيسي او رڼا هم له ښوونځي وتلې ده ځکه چې فاميل يې د فيس د ادا کولو وس نه لري. 

انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

دغه بد حالت لا پسې غځيږي او د معروف د کورنۍ د ماشومانو پالونکې اوس هم بې کاره شوې ده. ۴۲ کلنه ګلها چې د مياشتې يې ۸۰۰۰ افغانۍ ګټلې، د اوو غړو د يوې کورنۍ اصلي ډوډۍ ګټونکې وه. اوس دوه مياشتې کيږي چې د کور کرا نه شي ورکوي او خوراکي مواد يې هم مخ په خلاصېدو دي. هغې وويل چې «زه څوارلس کيلوګرامه وريژې، ۲۰ يا ۲۱ کيلوګرامه اوړه او لږ څه غوړي لرم.» نوموړې د يوه اتاق لرونکي اپارتمان کې ژوند کوي او خپلو ګاونډيانو ته هم اجازه ورکوي چې د لرګيو د يوه منقل مخکې د ژمي په سړه هوا کې ورسره شپه تېره کړي. د هغې په خبره دغه خوراکي توکي به يې کورنۍ ته يوازې لس ورځې کفايت وکړي. د هغې وروسته به دا د نورو افغانانو په څېر مرستو ته اړتيا ولري. 

 د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د همدې چهارشنبې په ورځ په يوه خوله د متحده آيلاتو يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې له اړمنو افغانانو سره په کې بشري مرستې په نظر کې نیول شوې دي چې پيسې يې بايد د طالبانو له لاسونو څخه لېرې پاتې شي. دغه ګام د طالبانو له هر کلي سره هم مخامخ شوی او »يو ښه ګام« يې بللی دی.

خو دا چې آيا کافي پيسې ورځي څو د زياتېدونکي بشري ناورين مخه پرې ونيول شي، په پای کې «د بانکي سيستم پر ثبات» پورې اړه لري. دغه خبره هانا لوچنيکاوا شورْش کوي چې د آي ايچ اس مارکېټ د آسيا پاسيفيک سيمې اقتصاد پوهه ده. هغې ويلي دي چې ډېر افغان بانکونه «سقوط ته ډېر نژدې» دي. د عادي افغانانو له پاره هر ډول مرستې ښايي ډېرې ناوخته وي. نړيوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې يو ميليون افغان ماشومان ښايي د سږ کال په ژمي کې مړه شي.« ښاغلی بارک په دې هکله وايي چې «ستاسو په فکر به څوک ګرم وګڼل شي، طالبان که د امريکا متحده آيالات؟»

زموږ له آرشیف څخه: