1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا يو کال؛ دغه ويروس څرنگه آلمان او نړۍ ته تغير ورکړ

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

په آلمان کې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ مياشتې په وروستيو ورځو کې ثبت شوه. خو دغه کال بيا آلمان او د ټولې نړۍ ته تغير ورکړ.

Deutschland Berlin | Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: John MacDougall/AP Photo/picture alliance

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ پر ۲۷ نيټه هم لا داسې ښکاريدل چې په آلمان کې هر څه نورمال دي خو تر هغه چې د مونشن د يوه شرکت چې له چين سره یې نزدې تجارتي اړيکي لرلې، يو کارکوونکی په کرونا ويرس اخته شو. له هغې راهيسې کابو هر څه بدل شول.

هغه څه چې په دې کال کې آلمانانو وليدل، د نړۍ په ډېرو برخو کې خلکو تجربه کړل. دوی په کور پاته شول او له نورو انسانانو څخه یې واټن ونيوه او د لاس او غيږ له روغبړ څخه یې ډډه وکړه. هره ورځ یې د قرنطين، عاجلې مرستې، ټولنیز واټن، محدوديتونو او ماسکونو په څېر کلمات واوريدل.

په آلمان کې د عفوني ناروغيو د کنترول تر ټولو معتبر د «روبرت کوخ انستيتويت» ډېرو وگړو نه پيژانده خو اوس يو کال وروسته هر چا ته دغه نوم آشنا دی.

د آلمان د روغتيا وزير ينس شپاهن له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «موږ دا [کرونا] هغه وخت ډېره جدي ونيوله او د مخنيوي په موخه مو اړونده گامونه او تدابير معرفي کړل. خو فکر نه کوم چې چا به داسې فکر کاوه چې په دې دولسو مياشتو کې به په آلمان، اروپا او نړۍ کې وضيعت دا ډول شي. کرونا اوس هم زموږ پر ژوند حاکمه ده.»

تر اوسه په آلمان تر ۵۰ زرو زيات کسان په کرونا مړه شوي دي او دا ويروس لا د خپريدو په حال کې دی.

لومړۍ مړينه

د ۲۰۲۰م کال په پېل کې داسې ښکاريدل چې آلمان د کرونا له ستونزې ډېر لیرې دی، خو دغه حالت ډېر ژر تغير وکړ. د تیر میلادي کال د مارچ پر اتمه نيټه په آلمان کې د کرونا له کبله د مړینې لومړۍ پېښه ثبت شوه. دوې ورځې وروسته په ټولو ۱۶ ايالتونو کې د کرونا پېښې ثبت شوې. د نورد راين ويستفالن په هايسنبيرگ ښار کې د «کارنيوال» چې يوه دودیزه میله ده، وروسته دغلته د کرونا ډېرې زياتې پېښې رامنځته شوې. 

په آلمان کې کرونا په يوه کال کې د ۵۰ زرو کسانو ژوند واخيستانځور: Ina Fassbender/AFP/Getty Images

د مارچ پر اتلسمه نیټه انگلا ميرکل د تلویزيون له لارې ولس ته وينا وکړه. هغې وویل: «وضيعت ډېر جدي دی. جدي یې ونيسئ. د آلمان له بيرته يووالي راهيسې، نه بلکې تر دويمې نړيوالې جگړې راهيسې دا لومړی داسې چيلنج دی چې دا هېواد اړ کوي چې بايد په اتحاد او يووالي سره یې مقابله وکړي.»

ناوړه وضيعت او کلک تدابير

په يو څو ورځو کې دننه سخت تدابير ونيول شول او ژر يو نوی ټکی مشهور شو: لاک ډاون، يا عمومي بندیز. رستورانتونه، سينماگانې او همدا راز ښوونځي او وړکتونونه وتړل شول. تجارتونه هم کابو په ټپه ورديدل.

خو په آلمان کې د دې وبا له وجې د مړو شمير د هسپانيا او ايتاليا په پرتله کم وو. د آلمان د روغتيا سیسټم په دې سخته آزموينه کې بریالی ثابت شوی.

د آلماني شرکت له خوا د واکسينو توليد او دوهمه څپه

د آلمان د بيونتیک په نوم شرکت د فايرز د امريکايي شرکت سره په گډه د کرونا واکسين په جوړولو بريالی شو. د آلمان په گډون په يو شمیر هېوادونو کې د دې واکسين تطبیق پېل شوی دی.

په مني کې چې کله په آلمان کې د کرونا دويمه څپه راغله نو تر لومړنۍ څپې ډیره خطرناکه وه ځکه چې په دوبي کې حکومت ښوونځيو، پوهنتونونو، سينماگانو او رستورانتونو ته د پرانيستلو اجازه ورکړې وه خو بيا هم بايد ډېر سخت حفاظتي تدابير په نظر کې نيول شوي وای.

د کرونا د قيوداتو د عملي کيدو تر مخه سودا اخيستلانځور: Axel Heimken/dpa/picture alliance

په اکتوبر مياشت کې په آلمان کې هره ورځ په کرونا د نويو اخته کیدونکو شمير تر څلورو زور واوښت. د تیر کال د نومبر مياشتې په پای کې په هېواد د دويم ځل له پاره د کرونا اړوند قيودات وضع شول. رستورانتونه او هوټلونه او همدا راز ټول تجارتونه یو ځل بیا وتړل شول.

د روان کال د جنورۍ مياشتې په نيمايي کې بيا د لومړۍ وزیرې انگلا میرکل حکومت لا د مخه موجود قيودات او مقررات نور هم کلک کړل. دا دويم لاک ډاون به روان کال د فيبرورۍ مياشتې تر نيمايي دوام ولري.

حکومت ژمنه کړې ده چې د روان کال تر مني پورې به ټولو ته د کرونا واکسين ورسيږي. د دې ځنډ علت د واکسين د توليد پيچلې پروسه او د تقاضا زياتوالی په ګوته شوی دی.

ب. ص/ خ.ح (Jens Thurau)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب