په غزه کې د جګړې دوه کاله؛ اسرائیل څه ترلاسه کړي؟
۱۴۰۴ مهر ۱۵, سهشنبه
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر اومه نیټه د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو له تیارو ورځو څخه شمیرل کیږي، داسې یوه ورځ چې اسرائیل یې په بشپړه توګه غافلګیره کړ او اسرائیل هم وضعیت ته چمتو نه وو. د اکتوبر په ۷مه د حماس او نورو سخت دریځه ډلو جنګیاليو د غزې له سیمې د اسرائیل له سختو محافظت کیدونکو سرحدي سیمو تېر شول، او د اسرائیل دننه سیمو ته ننوتل، او له ۱۲۰۰ څخه زیات کسان یې ووژل. په دې برید کې د حماس ډلې جنګیالیو شاوخوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل او د غزې تراړې سیمې ته یې د اسیرانو په توګه انتقال کړل. د حماس له لوري د دې ناڅاپي برید ټپونه تر نن ورځې پورې په اسرائیل کې احساسیږي.
تر دغه برید وروسته راتلونکي دوه کلونه د فلسطینیانو له پاره هم دوه له تر ټولو تیاره کلونو څخه وو. ځکه تر برید یوازې یوه ورځ وروسته د اسرائیل حکومت د غزې پر تراړې د برید پریکړه وکړه. له هغه وخت راهیسې، د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې تر اوسه پورې په دې سیمه کې له ۶۵ زرو زیات کسان وژل شوي او له ۱۶۰ زرو ډېر ټپیان دي او ښايي اصلي شمېرې تر دې هم لوړې وي. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د جګړې له کبله له ۹۰ سلنې څخه زیات د استوګنې کورونه یا ویجاړ یا زیانمن شوي دي. په ورته وخت کې د غزې په کابو ټولو برخو کې شدیده لوږه حاکمه ده، او جګړې له ۱،۹ میلیونو زیات کسان بې کوره کړي. که پرتله شي، دا سیمه د آلمان د بریمن ستر ښار څخه لږ اندازه ستره ده.
اسرائیل د جګړې یوازې نیمايي اهداف ترلاسه کړي
د ۲۰۲۳ د اکتوبر د ۷مې تر خونړي برید وروسته د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دوه جګړه ایز اهداف اعلان کړل او هغه د حماس ترهګرې ډلې له لوري نیول شوي د ټولو اسرائیلي اسیرانو خلاصون او د حماس ډلې بشپړ له منځه وړل ول. تر یادې پیښې دوه کلونوه وروسته، د اسرائیل د لومړي وزیر دواړه اهداف لا هم نه دي ترلاسه شوي او نیمګړي پاتې دي.
د حماس ډلې له لوري د ټولو ۲۵۱ یرغمل شویو کسان له ډلې تر اوسه پورې یې ۱۴۸ ژوندي بېرته اسرائیل ته سپارل شوي او یوازې اته کسان د اسرائیلي پوځ د عملیاتو په نتیجه کې آزاد شوي دي. پاتې ۱۴۰ تنه نور یرغمل شوي کسان د حماس لخوا تبادله شوي او په بدل کې یې د اسرائيل په بند کې ګڼ شمېر فلسطینیان له زندانونو ازاد کړي. په دې ترڅ کې د څو وژل شوو اسیرانو مړي هم بېرته ورکړل شوي دي. خو د اسرائيل د حکومت د معلوماتو له مخې لا هم ۴۷ يرغمل شوي د حماس په قید کې دي چې له دې ډلې یوازې ۲۰ تنه یې انګیرل کیږي چې لا به هم ژوندي وي.
د دې ټولو باوجود حماس ډله لا هم شتون لري. په تېرو دوو کلونو کې د حماس ترهګرې ډلې چې د امریکا، اسرائیل او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندی شوی، زرګونه جنګیالي وژل شوي دي. په امریکا کې میشت د یوه یهودي-امریکایي سازمان «جي-سټریټ» په یوه وروستي راپور کې دغه شمیرې تر ۲۳ زره جنګیالیو ته رسیږي.
په دې ترڅ کې د اسرائيل پوځ د حماس ډلې ګڼ شمیر مهم مشران هم له منځه وړي دي د بیلګې په توګه اسماعیل هنیه یا یحیی السنوار چې د حماس ډلې مهمې څیرې شمیرل کیدې، خو د دوی د نه شتون باوجود هم دغه ډله لا فعالیت لري. د جي-سټریټ په وینا، حماس ډله له یوې ملیشه يي یا نیمه پوځې ډلې اوس پر ېوې بې مرکزه ګوریلايي ډلې باندې اوښتې ده.
که چیرته د غزې جګړې د حل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې اونۍ په ترڅ کې وړاندیز شوی شل ټکيز پلان عملي شي، د اسرائيل د جګړې بیلانس کې به یو ځل بیا بدلون راشي. ځکه د ټرمپ په پلان کې راغلي چې ټول پاتې اسیران به د حماس ډلې له خوا خوشې کېږي. د پلان له مخې، همدارنګه باید حماس بې وسلې شي او جنګیالي یې چې «د سوله ایز ګډ ژوند ته ژمن وي» د پلان له مخې به بخښنه ترلاسه کړي. که چیرته دغه څه عملي شي، دا به په حقیقت کې د حماس د وسله والې ډلې پای وي خو دا چې د حماس ډلې ایډیالوژي یا نظریه به په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي، داسې پوښتنه ده چې لا یې هم ځواب روښانه نه دی.
له پوځي پلوه د اسرائیل د دښمنانو کمزوري کیدل
د تېرو دوو کلونو خونړۍ شخړه یوازې د غزې تر تراړې پورې محدوده نه وه. د لبنان حزبالله او د یمن حوثي ملېشې په دې ترڅ کې له حماس ډلې خپل ملاتړ اعلان کړ او دا یې په عملي توګه هم ښکاره کړه، د جګړې داسې ښکیل اړخونه چې ټول د ایران له خوا ورته مالي پوځي امکانات برابریږي.
حزبالله د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ په اوږدو کې څو ځله پر اسرائيل بریدونه وکړل او حوثیانو هم په دې ترڅ کې څو ځله په راکټونو او ډرونونو اسرائيل ویشتلی دی.
اسرائيل د ټولو دغو ډلو پر ضد پوځي عملیات وکړل. د حزبالله مشر حسن نصرالله په بیروت کې د یوه هوايي برید پر مهال ووژل شو، او ګڼ شمېر جنګیالي یې د «د پیجرونو» د چاودنو په پیښو کې له منځه ولاړل. سربیره پر دې د اسرائیل د پوځ له لوري لبنان په جنوبي سیمو باندې هوايي بریدونو، حزبالله او جنګیالي یې په څرګنده توګه کمزوری کړل.
بل لوري ته اسرائیل پر ایران هم څو ورځني هوايي بریدونه وکړل، او د بریدونو په نتیجه کې یې د ایران اټومي پروګرام ته سخت زیان ورساوه. د حماس مشر اسماعیل هنیه د تهران په زړه کې د اسرائیل د یوه هوايي برید په نتیجه کې ووژل شو، داسې برید چې د ایران له پاره په نړیواله سطحه یو لوی سپکاوی و.
په ۲۰۲۴ کې د سوریې د اوږدمهاله واکمن بشار الاسد نسکورېدل د ایران بل مهم متحد کمزوری کړ. هغه مخالفین چې تر دې وړاندې د «شیعه نیمې دایرې» په نوم پېژندل کېدل لکه (ایران، سوریه، لبنان او غزه) سخت ځپل شوي او کمزوري دي او د اسرائيل پوځي واکمني اوس تر پخوا ټینګه او پراخه شوې ده.
پر اسرائیل باندې د نسل وژنې تور او نړیواله انزوا
د اسرائیل له پاره د دغو ستراتیژیکو بریاوو سیاسي قیمت ډیر لوړ و، په ځانګړي ډول د جګړې ډول د اسرائيل پر حکومت د نړیوالو انتقادونو سبب شو چې له کبله یې پر اسرائیل باندې سختې نیوکې کیږي.
په تېرو دوو کلونو کې د اسرائيل پوځ په غزه کې روغتونونه او ښوونځي بمبار کړل، زرګونه ښځې او ماشومان یې ووژل، ګڼ خبریالان، د ژغورنې کارکوونکي او د مرستندویه سازمانونو غړي یې په مختلفو بریدونو کې په نخښه کړل او ډېر ځله یې د بشري مرستو د رسولو لړۍ هم بندې کړي دي. اسرائیل د دې پیښو په استدلال کې ویلي چې مرستې باید د حماس ډلې او جنګیالیو ته ونه رسیږي.
همدا اقدامات او کړنې د دې سبب شول چې د اسرائیل حکومت باندې د فلسطینیانو د نسل وژنې تورونه پورې شي. اوس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون، د نسل وژنۍ د څېړونکو ډله، او حتی ځینې اسرائيلي سازمانونه لکه «بېتسلیم» او «ډاکټران د بشري حقونو لپاره» په ښکاره ډول وایي چې اسرائيل په غزه تراړه کې نسل وژنه کوي، داسې ادعاوې چې د اسرائیل حکومت یې په کلکه ردوي.
له دې سره هم مهاله، د ۲۰۲۳ د ډسمبر په میاشت کې سویلي افریقا د جزا په نړیواله محکمه کې له اسرائیل شکایت وکړ او دوی یې د نړیوالو قوانینو او د نسل وژنۍ د کنوانسیون څخه په سرغړونې تورن کړل. د ۲۰۲۴ د نومبر په میاشت کې د جزا نړیوالې محکمې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د اسرائیل پر پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت د بشریت ضد جرمونو له کبله د دوی د نیولو حکمونه صادر کړل. یادې دواړه قضیې او حکمونه د اسرائیل او د ملاتړ کوونکو او متحدینو لخوا یې سخت وغندل شول او هنګري ان اعلان وکړ چې له نړیوالې محکمې وځي.
د فلسطیني دولت پېژندنه او پر اسرائیل د اروپايي ټولنې احتمالي بندیزونه
د فلسطینیانو د لا خرابېدونکي وضعیت له امله د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې څپې او هڅو شدت وموند. د ۲۰۲۳ د اکتوبر تر ۷مې نیټې پورې یوازې ۱۳۷ هېوادونو فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پیژندل وو او تر جګړې دوه کلونه وروسته شل نورو هیوادونه هم دغې ډلې ته ورشامل شول چې پکې مهم هیوادونه لکه فرانسه، برېتانیا، هسپانیا، استرالیا او کاناډا شامل دي.
دغه هیوادونه غواړي وښيي چې د منځني ختیځ د شخړې د حل له پاره د دوو دولتونو حل لارې ته لا هم ژمن دي خو نتانیاهو دې ته په ښکاره ډول د رد ځواب ویلی دی. نتانیاهو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندنه د «ترهګرۍ لپاره جایزه» بولي په داسې حال کې چې ټولو تازه شامل شویو هېوادونو ټینګار کړی چې حماس ډله دې په راتلونکي فلسطیني دولت کې هیڅ رول نه لري.
د غزې د جګړې د دوام په ځواب کې ګڼ شمیر هېوادونو اسرائیل ته خپل د وسلو صادرات ځنډولي دي. یو شمېر نورو هېوادونو لکه کولمبیا، سویلي افریقا او مالیزیا بیا د غزې د جګړې له کبله پر اسرائیل بندیزونه لګولي.
اروپايي اتحادیه له اوږدې مودې راهیسې په دې غور کوي چې پر اسرائيل اقتصادي بندیزونه وضع کړي خو د غړو هېوادونو له ډلې د ډیری هیوادونو غوښتنه دا ده چې د اسرائيل او د اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ تړون دې وځنډول شي او ورسره دې د اسرائیلي وګړو له پاره له محدودیت پرته سفرونه هم لغو کړل شي. دوی همدا راز غواړي چې د اردن سیند د لویدځې غاړې څخه دې اروپايي ټولنې ته ټول صادرات هم منع او ودرول شي.
په داخل کې وېشل شوی اسرائیل
په خپله اسرائیل کې دننه هم د جګړې په اړه نظرونه سخت وېشل شوي دي په ځانګړي ډول ښي اړخي تندلاري وزیران ایتامار بنګویر او بزالېل سموتریچ غواړي پر حماس ډلې لا ډېر پوځي فشار راوړل شي او یاد دواړه سیاستوال د لوېدیځ غاړې د نیولو خوب هم ویني، چې د دوو دولتونو حل به په بشپړ ډول شنډ کړي.
خو د حماس په ولکه کې د پاتې اسیرانو خپلوان او د هغوی ملاتړي له میاشتو راهیسې په جدي ډول د جګړې د پای غوښتنه کوي او هره اوونۍ د دواړو اړخونو ترمنځ د خبرواترو له پاره مظاهرې کوي او خپل حکومت په دې برخه کې په بې غورۍ تورنوي.
ګڼ شمیر نورو ډلو او اړخونو هم د جګړې پرضد لاریونونه کړي چې پکې عربي اسرائیلیان، د اسرائیل د پوځ پخواني سرتېري، او د اجباري خدمت د سرتېرو خپلوان شامل دي. په اسرائیل کې د ۲۰۲۵ د جولای په میاشت کې ترسره شوې یوې ټولپوښتنې وښودله چې له ۷۰ سلنې ډېر اسرائیلیان د اوربند ملاتړ کوي خو په دې تړاو هم اسرائیلي ټولنه په ژوره توګه وېشل شوې او د جګړې د ملاتړ کوونکي او مخالف بلاکونه د یو بل پر وړاندې په تقابل کې دي.
تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د جګړې د پای له پاره د نوموړي پلان په دې جګړه کې یو څه خوځښت رامنځ ته کړ خو لا هم څرګنده نه ده چې د ترمپ دغه پلان به عملي شي او که یوازې د پلان تر سطحې په د کاغذ پرمخ پاتې شي.