د امریکا ولسمشر څنګه انتخابیږي
۱۴۰۳ آبان ۱۴, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې به د نومبر پر ۵مه ترسره شي. دغو ټاکنو ته له ديموکراټ ګوند څخه د اوسني ولسمشر جو بایدن مرستياله کاملا هریس، او له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه دونالد ترمپ، نوماندان دي. په دغه رپوټ کې به ولولۍ چې په امریکا کې د ټاکنو یا انتخاباتو پروسه څنګه ترسره کيږي.
څوک کولی شي ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي؟
د امریکا متحده ایالاتو د قانون مطابق، د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندان کېدل، درې اساسي شرطونه لري. افراد باید په امریکا کې زېږیدلی او د دغه هېواد تابعیت لرونکی وي، عمر ېې باید له ۳۵ کلونو ښکته نه وي او دا چې ۱۴ کاله ېې په امریکا کې ژوند کړی وي. د امریکا د پوځ غړو له پاره د ۱۴کلن اقامت شرط په برخه کې ځينې استثناوې موجودې دي.
د کاندیدانو له پاره شرایط کوم دي؟
د امریکا په ایلينوی ایالت کې د ديپول پوهنتون د سیاسي علومو پروفېسور واين ستیګر، دویچه ویله ته وویل چې د امریکا متحده ایالاتو «تقریباً هر بالغ تبعه کولی شي د ولسمشرۍ مقام ته ځان کانديد کړي.» په دې کې هغه افراد هم شامليږي چې په جرم تورن يا مجرم پېژندل شوي دي. پروفېسور ستیګر زیاتوي په واقعیت کې د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون یوه داسې ماده لري چې دغو افرادو ته اجازه ورکوي چې ځانونه کانديد کړي تر څو د دې ډاډ حاصل شي چې سیاسي زندانیان د رهبرۍ له وړتيا بې برخې کېدای نه شي.
د امریکا متحده ایالاتو د اساسي قانون د ۱۴م تعدیل یوه برخه په ښکاره توګه هغه افراد له سیاسي مقامه منع کوي چې «په شورش کې ښکېل او یا بلوا کې دخیل وي او یا ېې له دښمنانو سره مرسته او همکاري کړي وي.» خو پروفېسور ستيګر وايي چې دا ډېر لږ احتمال لري چې د اساسي قانون د ترمیم دغه برخه دې په راروانو انتخاباتو کې کوم رول ولري.
که څه هم سوپریم کورټ به د ۲۰۲۴م کال تر انتخاباتو مخکې، ترمپ د امریکا د کانګریس پر ماڼۍ د ۲۰۲۱م کال د جنوري شپږمه حمله کې ښکيل ونه ګڼي، خو په جولای کې اکثریت قاضیانو وویل چې پخوانی ولسمشر د خپلو رسمي مسئولیتونو په چوکاټ کې د جرمي تعقیب پر وړاندې له پراخ حفاظت څخه برخمن وو. سوپریم کورټ، دغه دنده په واشنګټن کې ځايي محکمې ته سپارلې چې وګوري دغه معافیت باید څه ډول پرځای شي.
په مقدماتي انتخاباتو او د نوماندانو په ټاکنه کې څه پېښ شول
پر دغو معتدلو شرایطو برابرېدو څخه موخه دا ده چې د نومبر تر عمومي انتخاباتو مخکې د کاندیدانو تعدد بايد راکم شي.
مقدماتي انتخابات او په ناحیو کې ګوندي غونډې د دغې پروسې لومړنی ګام تعینوي چې له کانديدانو د سیاسي ګوند په ملاتړ سره کيږي. دغه انتخابات د عمومي انتخاباتو د کال د پسرلي په سر کې د ایالتونو په سطحه په لاره اچول کیږي. دوی به په هغه ایالت کې چې ژوند پکې کوي په یو سیاسي ګوند کې راجستر کيږي، الی دا چې یو کانديد ځان په خپلواک توکه کاندید کړي.
په مقدماتي انتخاباتو کې هم رایې د عادي انتخاباتو په څېر مخفي کارول کیږي چې تر ټولو ډېرې رایې ګټونکي کاندیدان ېې ګټونکی پېژندل کيږي. په ناحیو کې د ګوندي غونډو پروسه ډېره پېچلې ده. په هر ایالت کې یوه ورځ د سیاسي ګوندونو د غړو له پاره ټاکل کيږي تر څو په ګډه د خپل کانديد د مشخصولو له پاره تصمیم ونیسی. دغه تصمیم د خلکو رایو ته په کتو نیول کيږي.
که څه هم په هر ایالت کې مقدماتي انتخابات او په ناحیو کې د ګوندونو غونډې، د ایالت او ګوند ته په کتو متفاوته ښکاري خو نهایی هدف ېې يو دی چې هغه د نوماندانو ملاتړ او عمومي انتخاباتو له پاره د تر ټولو غوره کاندید تعینول دی.
د ملي کنوانسیونونو اهمیت څه دی؟
په ایالتي سطحه د ټولو مقدماتي انتخاباتو او په ناحیو کې تر ګوندي غونډو وروسته، سیاسي ګوندونه ملي کنوانسیونونه جوړوي تر څو پکې د نومبر عمومي انتخاباتو له پاره په رسمي توګه خپل کاندیدان او د هغوی همکاران معرفي کړي.
په دغو کنوانسیونونو کې د امریکا د ټولو ۵۰ ایالتونو استازي راټولیږي او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندانو ته رایې ورکوي. د ولسمشرۍ کانديداتورۍ د ګټلو له پاره یو کاندید اړتیا لري چې د پلاوو د یو عادي اکثریت برخه رايې تر لاسه کړي.
ټول استازي یو ډول نه بلکې مختلف دي. ديموکراټان ورته «پلېجد» (pledged) یا ژمن او «انپلېجد» (unpledged) غیرژمن وايي او جمهوري غوښتونکي بیا ورته د «باوند» (bound) یا مُقید او «انباوند» (unbound) یا غیرمُقید نوم کاروي. ژمن او مقید استازي باید هرومرو هغو کانديدانو ته رايې ورکړي چې د خپلو ایالتي مقدماتي انتخاباتو کې ګټونکي شوي وي، هغه هم لږ تر لږه د رای اچونې په لومړي پړاو کې. غیرژمن او غیرمُقید کانديدان بیا آزاد دي. هغوی کولی شي په خپله شخصي خوښه کانديد ته رايه ورکړي. د ديموکراټانو په کنوانسیون کې د «انپلېجد» استازي یوازې د رای اچونې په دوهم پړاو کې د رای اچونې حق لري.
د امریکا ولسمشر جو بایدن، د ۲۰۲۴م کال په جولای کې له خپلې کانديداتورۍ تېر شو او ځای ېې خپلې مرستيالې، کاملا هریس، ته پرېښود او د هغې د ملاتړ اعلان یې وکړ. ټول ديموکراټ استازي چې تر دې وړاندې بایدن ته ژمن پاته شوی ول، آزاد ول چې په دیموکراتيک نشنل کنوانسیون کې د خپلې خوښې پر اساس رایه ورکړي، ځکه هغه نوماند [بایډن] چې د مقدماتۍ پروسې له لارې دوی ورته ژمن شوي ول، نور نوماند نه وو. مېرمن هریس، د غوڅ اکثریت رايو د ګټلو په نتيجه کې بريالۍ شوه چې ولسمشرۍ ته کانديداتوري وګټي.
د ولسمشرۍ په عمومي انتخاباتو کې څه پېښېږي؟
د ملي کنوانسینونو وروسته، انتخاباتي بهیر پر ګرمېدو کيږي. د انتخاباتو په ورځ د ټولې امریکا په سطحه په زرونو ښارونو او ښارګوټو کې د راي اچونې بهیر پيلیږي. هر امریکايي وکړی چې دمخه د انتخاباتو له پاره راجستر شوی، کولی شي خپله رایه وکاروي.
الیکتوریال کالج څه ته وايي؟
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشريزې ټاکنې پایله د رایو په اکثریت سره نه، بلکې په نهایت کې د الیکتوریال کالج د تصیمم پر اساس تعینیږي، کوم چې په کانګریس کې د ټولو ایالتونو ۵۳۸ انتخاباتي حوزې يا مجموعي څوکۍ دي. د ولسمشرۍ انتخاباتو یو نوماند باید په کانګریس کې د ۵۳۸ رایو لږ تر لږه ۲۷۰ راېې وګټي چې د امریکا ولسمشر شي.
د دغو رایو تخصیص د ایالتونو د جغرافیې او نفوس له مخې کيږي، دا په دې معنی ده چې د نفوس په نظر کې نیولو پرته، هر ایالت په اتومات شکل درې الیکتورال رايي ترلاسه کوي، ځکه چې ټول ایالتونه دوه امریکايي سناتوران په سنا او لږ تر لږه یوه څوکۍ د استازو په مجلس کې لري.
په کانګریس کې د هر ایالت د استازو شمېر د هغه ایالت له نفوس سره تړاو لري. کلیفورنیا تر ټولو ډېرې ۵۴ اليکتورال رايي لري، په داسې حال کې چې د بېلګې په توګه ورمونت ایالت تر ټولو لږې یعنې درې دا ډول رايي لري.
د مين او نبراسکا ایالتونو پرته چې د تناسبي استازولۍ یو بیل ډول سیستم لري، که چیرته یو نوماند په دې ایالت کې اکثریت رایې ترلاسه کړي، نو په دې ترتیب سره د ټول ایالت الکتورال رایې هم په لاس راوړي.