1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د سر له سپږو څرنګه ځان خلاصولی شو؟

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د سپږو د نوم په اوريدو سره د سړي سر خارښت پيلوي. سپږې سړی د سپږو په شامپو وژلی شي، خو په دې پوهیدل به له تاسې سره مرسته وکړي چې ولې هغه ډېر وخت ژوندۍ پاته کيږي او په بشپړه توګه له منځه نه ځي. په دې اړه يو څو لارښوونې:

سپږه يا د سر سپږه
سپږې د انسان د سر د پوست له وينې ځان تغذيه کوي. کله چې دوی وينه څښي نو لعاب يا لاړې خارجوي چې حساسيت او په سر کې د خارښت احساس راپيدا کوي.انځور: F. Hecker/blickwinkel/picture alliance

که چېرې مو په سر کې سپږې لرلی وي، نو پوهيږئ به چې ځان ترې خلاصولو څومره ستونزمن دي.

په درملتونونو او بازارونو کې یې له منځه وړلو له پاره له ځانګړو ږمنځو نيولې تر شامپوګانو او نورو درملو پورې شته خو دا ځيني وخت بسنه نه کوي.

سړی یې د تل له پاره د منځه وړولو په موخه بايد په دې وپوهيږي چې سپږې څرنګه خپريږي او ژوندۍ پاته کیږي.

سپږې يا د سرسپږې څه ته وايي؟

د امريکا متحده ایالاتو د ناروغيو د کنترول او وقاعیې مرکز سپږې د کنجدو د دانې په اندازه حشرو په توګه تعريف کړي دي.

سپږې د انسان د سر د پوست له وينې ځان تغذيه کوي. کله چې دوی وينه څښي نو لعاب يا لاړې خارجوي چې حساسيت او په سر کې د خارښت احساس راپيدا کوي. سپږې ۳۰ ورځې ژوند کوي.

ماده سپږې په ورځ کې تر اتو ډېرې هګۍ اچولی شي. سپږۍ خاپوړې کوي يعني په سينه ښوېږي، الوتلی نه شي او نه هم ټوپ وهلی شي.

د بدن د سپږو برعکس د سر سپږې خطرناکې نه دي او ناروغتياوې نه انتقالوي. 

سپږې څرنګه نورو ته انتقاليږي؟

سپږې د تماس له لارې انتقاليږي –  او د يوه انسان له سر څخه بل ته ورځي.

سپږۍ همدا راز د سر له پوړنو، ږمنځو، له ځان وچوونکو، ويښتانو د بندونکو، بالښتونو، بسترې او کورتيو یعني هر هغه څه له لارې خپريږي چې په سپږو د اخته کس له ويښتانو سره په تماس کې راغلی وي.  

د سینې له ارثي سرطان څخه د ځان ساتنې لارې چارې

03:37

This browser does not support the video element.

د مادريد ښار د پارازيتولوژي د انستيتويت څخه روساريو مېلېرو، وايي: «که چېرې [سپږې] له سر څخه ولويږي نو پر يوه سطحه باندې ۴۸ ساعته پرته له خوړو ژوندۍ پاتېدلای شي. څرنګه چې خونې ته يو څوک ور داخل شي نو سپږې د خوړو موندلو په موخه د هغه پر لور حرکت کوي.»

آیا سپږې په اوبو کې ژوندۍ پاتېدلای شي؟

هو، سپږې تر څو ساعتو په اوبو کې ژوندۍ پاتېدلای شي او حتی د لامبو د حوزو له لارې انتقاليدلای هم شي.

مېلېرو وايي کله چې ويښتان لانده وي نو سپږو ته «له يو سر څخه بل ته انتقاليدل آسان وي. بدن یې ورسره په لامبو وهلو کې مرسته کوي.»

له سپږو تر ټولو ډېر څوک اغیزمنيږي؟

ماشومان د نورو په پرتله ډېر په سپږو د اخته کيدو له خطر سره مخامخ دي. مېلېرو، وايي: «ماشومان هارموني تغيرات نه لري او سپږې دا څه خوښوي.»

د لویانو په پرتله د ماشومانو پوست نازک وي او له دې کبله پرې خوله لګول آسان وي.

مېلېرو وايي چې په دې توګه سپږې «په لږ زيار سره ډېر خواړه په لاس راوړي.» نوموړې زياتوي: «دا هم [له سپږو سره] مرسته کوي چې [کوچنيان] له يو بل سره ډېر نږدې تماس لري او په ښوونځي کې د ساعت تيرۍ پر مهال سرونه سره يوځای کوي.»

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟

01:44

This browser does not support the video element.

په برلين کې د پوست يا جلدي ناروغيو يو متخصص يېل آدلر، وايي هغه نجونې چې د هلکانو په پرتله اوږده ويښتان لري، ډېرې په سپږو اخته کيږي. آدلر وايي: «کله چې ويښتان اوږده وي نو سپږې په دې توګه په آسانۍ سره د ويښتانو له يوه لړ څخه بل ته حرکت کولی شي.»

له همدې کبله په کورنيو کې مېندو ته زياتره وخت له خپلو ماشومانو سپږې ورځي.

آیا د ويښتانو په منظم ډول ډېر پريولل مرسته کوي؟

نه. مېلېرو، وايي پاک ويښتان سپږو ته د دې زمينه نوره هم په ښه شان سره برابروي چې د سر پوست ته ورسيږي.

سپږې ولې په آسانۍ له منځه نه ځي؟

تر ټولو اصلي ستونزه د سپږو او د هګيو چې رېچي بلل کیږي، پيژندل يا مخشصول دي –  که چېرې یې پيدا نه کړای شئ نو فکر به وکړئ چې نه یې لرئ.

آدلر وايي: «کيدای شي پر پوست دې يوه سپږه داسې وي چې نه دي وي موندلې. په ځانګړي توګه په تورو ويښتانو کې. که چېرې هغه هګۍ واچوي نو د غوږو تر شا یې اچوي او هغه دومره کوچنۍ وي سړی یې د سر له پخو يا شورې سره غلطوي.»

مېلېرو، وايي ښه به وای چې د سپږو څخه د ساتنې کلتور هم موجود وای لکه د ملاريا او مياشو څخه د ساتنې کلتور چې موجود دی.

مېلېرو وايي: «داسې مواد شته چې سړی کولی شي پر سر یې ولګوي څو د سپږو له خوا د خوړلو او هګۍ اچولو مخه ونيسي. د تنګو غاښو د ږمنځې کارول هم مهم دي څو هر ډول پټې رېچي هم له منځه ولاړې شي.»

که سپږې ولرئ نو څه بايد وکړئ؟

تر ټولو عامه درملنه د دغه حشرې وژونکې شامپوګانې دي. دا بايد څو ځلې وکارول شي څو ټولې ژوندۍ سپږې له منځه ولاړې شي. خو دغه شامپوګانې د سپږو د ريچو پر وړاندې ډېرې اغیزمنې نه دي. سړی کولی شي د سليکون له تېلو ګټه پورته کړي او پر ويښتانو او د سر پر پوست یې ولګوي چې يوه بې رنګه او بې بويه ماده ده چې زهرجنه نه ده. 

آدلر وايي: «لس دقيقې وروسته به ټولې سپږې او ريچې مړه وي او تاسې یې د ريچو د ږمنځې په مرسته له ويښتانو لېرې کولی شئ. که چېرې نورې رېچې هم پاته وي نو دا ټوله پروسه اته ورځې وروسته بايد تکرار کړئ. دا توصيه هم کيږي چې پر ټوله کورنۍ باید دا پروسه تطبق شي څو یې د انتقال او خپريدو مخه ونيوله شي.»

جامې او هغه شيان چې فکر کوئ له سپږو سره تماس کې ول، په ګرمو اوبو (۶۰ درجې سانتي ګراد) پريولئ.

همدا شان هغه شيان چې پريولل کیدلای نه شي باید څو ساعته په فريزر او يا په يوه خلته کې د څو ورځو له پاره وساتل شي. او تل بايد يوه ډاکتر ته مراجعه وشي.

ب. ص/ ن. ز (Fernando Mateos Frühbeck)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل