1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران رسماً د آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم پيل کړل

محمد کریم صالح فرانس پریس
۱۴۰۵ تیر ۱۳, شنبه

د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم نن شنبه د جولای ۴مه رسماً پیل شول. په دغو مراسمو کې د طالبانو استازي او همدارنګه حزب الله او حماس چې د تهران له ملاتړه برخمن ديو، هم ګډون کړی دی.

د جولای ۴مه تهران - د تهران په جامع مسجد (مصلای امام خمیني) کې د ایران د وژل شوي رهبر آیت الله علي خامنه ای جنازې ته راغلي خلک
ایران رسماً د آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم پيل کړلانځور: Murad Sezer/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د ایران دولتي تلویزیون په حواله لیکي چې د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه ای د جنازې مراسم نن شنبه د جولای ۴مه رسماً پیل شول.

ایراني چارواکي وړاندوینه کوي چې د دغو مراسمو په راتلونکو درو ورځو کې به یوازې په تهران کې د ۱۵ او ۲۰ میلیونو ترمنځ خلک برخه واخلي.

د ایران د وژل شوي رهبر د جنازې له پاره شپږ ورځې مراسم په نظر کې نیول شوي دي. آیت الله علي خامنه ای په ۱۹۸۹ کې د ایران  رهبر وټاکل شو او د خپل ژوند تر وروستۍ ورځې پر دغه مقام پاته شو. د ایران ۸۶ کلن روحاني رهبر، د ۲۰۲۶م کال د فبروري په ۲۸مه، پر ایران د اسرائیل او امریکا د حملې په لومړۍ ورځ ووژل شو.

آیت الله علي خامنه ای په ۱۹۸۹ کې د ایران  رهبر وټاکل شو او د خپل ژوند تر وروستۍ ورځې پر دغه مقام پاته شوانځور: Mohammed Salem/REUTERS

د جنازې مراسمو ته د نورو هېوادونو ترڅنګ، د افغانستان څخه طالب چارواکي او همدارنګه د طالبانو د مخالفې ډلې مشران ورغلي دي. د فرانس پریس په حواله د فلسطینۍ جنګیالۍ ډلې حماس او د لبنانۍ ډلې حزب الله استازي هم په مراسمو کې د ګډون له پاره ایران ته رسېدلي دي. دغه دواړه ډلې د اروپايي ټولنې او امریکا له لوري د ترهګرو په توګه نومول شوي دي.

دغه آژانس زیاتوي، تمه ده د آیت الله خامنه ای زوی چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او له هغه وخت راهیسې په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، ښايي په دغو مراسمو کې راڅرګند شي.

د تهران په جامع مسجد (مصلای امام خميني) کې د مراسمو ګډونوالو له ځان سره سور رنګه بنرونه د غچ اخیستنې نخښې په توګه له ځانه سره لېږدول. دوی «مرګ پر امریکا» او د «انتقام، انتقام» شعارونه ورکول.

۳۷ کلن رضا چې د پوهنتون یو پروفېسور دی، وویل: «موږ ځکه دلته (د جنازې مراسمو ته) راغلي یو چې خپل مذهبي مشر سره مو ژمنه کړې وه چې د ژوند تر پایه به ېې تر څنګ درېږو.»

په پام کې ده د خامنه ای تابوت به تر دوشنبې ورځې پورې چې د جنازې مراسم له تهران څخه واوړي، د خلکو پر مخ ايښی ويانځور: Iranian Leader Press Office/Handout/Anadolu Agency/IMAGO

هغه زیاته کړه: «موږ له اوږدې مودې وېل چې ځان د رهبر له پاره قربانوو، خو په اصل کې هغه ځان د موږ له پاره قرباني کړ.»

په پام کې ده د خامنه ای تابوت به تر دوشنبې ورځې پورې چې د جنازې مراسم له تهران څخه واوړي، د خلکو پر مخ ايښی وي.

د آیت الله علي خامنه ای جسد به د سه شنبې په ورځ په قُم کې د روحانيت مرکز ته او بیا به د چهارشنبې په ورځ په عراق کې د شیعه ګانو مقدس ښار ته انتقال شي او د پنجشنبې په ورځ به خاورو ته د سپارلو له پاره د ایران مشهد ښار ته چې د خامنه ای د زېږېدو ځای دی، راوړل شي. مشهد د ایران په شمال شرق کې واقع دی.

له آرشیف څخه (04.03.2026): 

د ایران روحاني مشر آيت الله خامنه اي څوک وو؟

04:41

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب