د بشري حقونو د فعالینو په نظر د اټومي قدرت لرونکي هیواد، پاکستان مسئولو چارواکو پروسږکال د بیان ازادي نوره هم محدوده کړې ده.
اعلان
تیره پنجشنبه په لندن کي د بشر د حقوقو سازمان، هیومن رایتس واچ له خوا د «ؤرلډ رپورټ» په نامه کلني نشر سوي رپوټ کي راغلي، چي اسلام آباد په ۲۰۲۲ م کال کي د رسنیو، مخالفینو او مدني ټولنو پرضد اقدامات شدید کړي دي. په رپوټ کي د نورو ترڅنګ د ژورنالسټانو او د بشري حقونو د فعالینو پر تعقیب او شکنجې باندي انتقاد سوی دی، کوم چي د پاکستان پر حکومت باندي انتقاد کوي.
د هیومن رایتس واچ د آسیا د څانګي مسئولې مرستیالې، پاتریسیا ګوسمن ویلي، چي « په پاکستان کي د بیان د ازادۍ او بل ډول مفکورو دردلودلو امکانات په چټکۍ سره کمیږي».
د «ؤرلډ رپورټ»، چي د ۳۳ وار دپاره نشر سوی دی، دغه سازمان په تقریباً سلو هیوادونو کي د بشر د حقونو وضعیت تشریح کړی دی. په همدې حال کي د دغه سازمان د اجرائيه کمیټې مؤقتي رئیسې، تیرینا حسن ټینګار کړی دی، چي د بشر د حقوقو څخه د دفاع پخاطر نور د دولتونو پر یوه کوچني ګروپ، عمدتاً د نړی د شمال پر هیوادونو باندي تکیه نه سي کیدلای.
پاکستان ته منسوب لس ځانګړې حقايق
د نړۍ هر ملک هڅه کوي چې د دنيا په سطحه په هر ډګر کې تر ټولو لوړ مقام ته ځان ورسوي. په دغه انځوريز البوم کې د پاکستان له خوا لس ترلاسه شوي نړيوال مقامونه درپيژندل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi
تر ټولو لوړه ارتفاع کې د پیسو راایستلو اتومات ماشين
د نړۍ په سطحه په تر ټوله لوړه ارتفاع کې د پيسو اتومات ماشين په پاکستان کې دی. دغه ماشين د ګلګټ بلتستان اړوند د خنجراب په لوړه چې د سمندر له سطحې ۴۶۹۳متره لوړه سیمه ده، د پاکستان د ملي بانک له خوا کيښودل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi
په تر ټولو کم عمر کې نوبل جايزه
په تر ټولو کم عمر کې د نوبل جايزې د ګټلو مقام هم پاکستان ګټلی دی. په ۲۰۱۴م کال کې چې کله ملالې يوسفزۍ ته د نوبل جايزه ورکول کيده، عمر يې ۱۷ کاله وو.
انځور: Reuters/NTB Scanpix/C. Poppe
په تر ټولو لوړه ارتفاع کې لار
د قراقرم لار، په دنيا کې تر ټولو لوړه لار ده. دغه لار د قراقرم او همالیا د غرونو له منځه تيره شوې چې د چين سنکيانګ ایالت د پاکستان له شمال سره نښلوي. د خنجراب لوړه په دغه مسير کې تر ټولو لوړه نقطه ده.
انځور: imago
د سيالکوټ د فوټبال توپونو کارخانې
د ټولې نړۍ د فوټبال توپونو ۶۰ تر ۷۰ سلنه برخه په پاکستان کې تولیديږي. سيالکوټ د نړۍ په سطحه هغه يوازينی ښار دی چې تر ټولو ډیرې (نژدې ۲۰۰) د فوټبال توپونو د توليد کارخانې لري.
انځور: Reuters
د اوبو لګونې تر ټولو اوږد کانال
د کانال له طریقه د ځمکو د خړوبولو په برخه کې هم پاکستان د تر ټولو اوږد کانال په درلودلو سره د نړۍ په سطحه لومړی مقام لري. دغه کانال په مجموع کې ۱۴ اعشاريه ۴ ميلیون هکټاره ځمکې ته اوبه ورکوي.
انځور: Imago/Zuma/PPI
د امبولانسونو تر ټولو لویه شبکه
د دويچه وله اردو څانګې په حواله، د امبولانسونو تر ټولو لويه شبکه پاکستان لري. دغه نړیوال مقام، د پاکستان خصوصي سازمان «ايدهي فاونډیشن» ترلاسه کړی دی.
انځور: AFP/Getty Images/A. Hassan
په تر ټولو کم عمر کې کريکټ
د کريکټ په نړيوالو سياليو کې د تر ټولو کم عمره لوبغاړي د ګډون مقام هم پاکستان ترلاسه کړی دی. حسن رضا په ۱۹۹۶ کال کې د زيمبابوې سره په نړيوالې لوبه کې ګډون وکړ چې عمر يې ۱۴ کاله او ۲۲۷ ورځې وو. دغه لوبه د پاکستان په فیصل آباد کې وه.
انځور: Getty Images
تر ټولو تيز توپ اچول
د کريکټ په تاريخ کې د تر ټولو چټک يا تيز توپ اچونې ريکارډ پاکستاني لوبغاړي شعیب اختر ګټلی دی. هغه په ۲۰۰۳م کال د انګلستان خلاف لوبې پر مهال توپ په ساعت کې د ۱۶۱ اعشاريه ۳ کيلومترو په سرعت باندې وار کړی وو.
انځور: AP
تر ټولو ځوان قاضي
محمد الیاس په کال ۱۹۵۲ کې شل کلن وو چې د مدني قاضي آزموينه يې پاس کړه. خو شرط کيښودل شو که هغه کاميابه کيږي هم، نو د ۲۴ کلنۍ څخه د مخه به کار نه کوي. خو ۸ میاشتې وروسته په دغه شرط کې نرمي راوستل شوه او هغه ته د کار کولو اجازه ورکړل شوه. په دې حساب محمد الیاس په تر ټولو کم عمر کې مدني قاضي شو.