1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له مصر سره پوځي مرسته لغوه کړه

۱۴۰۰ بهمن ۹, شنبه

امریکا ویلي دي چې مصر د ۱۳۰ میلیونه ډالره پوځي مرستې له پاره اړین شرایط پوره نه کړای شول. د همدې اونۍ په اوایلو کې د امریکا او مصر تر منځ د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د خریدارۍ یو تړون هم لاسلیک شوی و.

 Ali Al Salem Air Base I Kuwait
انځور: U.S. Air Force/ZUMA/picture alliance

واشنګټن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۸نېټه) له مصر سره د ۱۳۰ میلیونه ډالرو پوځي مرسته لغوه اعلان کړه. تر دې څو ورځې مخکې د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت د سه شنبې  په ورځ پر مصر د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلو پلورل تائید کړي ول. په دې کې د سپر هرکیولس C-130 ډوله ۱۲ پوځ ترانسپورتي الوتکې او د هوایي دفاع د رادار سیستم شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه ویلي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي دي چې مصر د بهرنیو پوځي مرستو د ترلاسه کولو له پاره فیصله شوي ضروري شرایط پوره نه کړل. دغه مالي مرستې له سپټمبر میاشتې راهیسې همداسې بندې پريښوول شوې وې.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د ۲،۵ میلیارده ډالر وسلو د خرڅلاو هیڅ یادونه نه ده کړې. په دغو مرستو کې پوځي ترانسپورتي الوتکې او د رادار سیستم شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر انتوني بلنکن مصر ته د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تائیده کړې وه، په داسې حال کې چې ۱۳۰ میلیونه یې له دې امله ځنډول شوې وې، چې د جنورۍ تر پایه به د بشري حقونو اړوند ځینو مشخصو معاملاتو تر پوره کولو وروسته به ورته پاتې پیسې ورکول کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي :«د دغو شرایطو د عملي کولو له پاره ټاکل شوی وخت به زر خلاص شي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د مصر حکومت په دغو معاملاتو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو تر ننۍ نیټې پورې ټول موضوعات نه دي حل شوي. له همدې امله د بهرنیو چارو وزارت اراده لري چې د جنورۍ تر ۳۰ نیټې وروسته ۱۳۰ میلیونه ډالره پیسې د ملي امنیتي د لومړيتوبونو پر نورو پروګرامونو ولګوي.»

د فرانسې خبري آژانس د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې د پوځي مرستې درول او د وسلو خرڅولو معامله یو له بل پورې تعلق نه لري.

بشري حقونه

د بشري حقونو د واشنګټن څانګې مشره ساره هولیونسکي د پوځي مرستو د درولو د پریکړې هرکلی کړی دی، خو د وسلو پر پلورلو یي خواشيني څرګنده کړې ده.

هولیونسکي د پوځي مرستو د درولو په اړه وویل: «دا یوه صحیح پریکړه ده. د مصر د بشري حقونو خراب ریکارډ ته په کتلو سره د امریکا له حکومت سره د مصالحت او پخلاېنې هیڅ چانس نه و پاتې شوی.»

مصر په دې وروستیو کلونو کې د حکومت منتقدینو پر وړاندې په پراخه پيمانه اقدامات ترسره کړي او په زرګونو تنه یي په زندانونو کې اچولي دي.

په مصر کې پر کلیساو بمي بریدونه او پر قبطي عیسویانو تر حملو وروسته چې په ترڅ کې تر سلو ډیر انسانان وژل شوي و، د ۲۰۱۷م کال له اپریل راهیسي بیړنی وضعیت نافذ کړای شوی دی. د بیړني وضعیت له کبله امنیتي ځواکونو ته غیر عادي اختیارات ورکړل شوي دي.

بی د دستګیرۍ له امر څخه هر څوک نیول کیدای شي او د شکمنو کسانو پر وړاندې په چټکۍ سره عملیات ترسره کیدلی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب