ایا د المان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو د منلو پروګرام په برخه کې له وخت سره لوبې کوي؟ د بشري حقونو په برخه کې د حکومت استازی لارس کاستلوچي، وایې چې په هر حال دغه بهیر ډیر طولاني دی.
پاکستان د هغو افغانانو له ډلې چې د المان حکومت له خوا د منل کیدو مثبت ځواب یې ترلاسه کړی دی ۲۱۰ کسان اخراج کړي دي.انځور: Sebastian Christoph Gollnow/dpa/picture alliance
اعلان
د المان د مرکزي حکومت د بشري حقونو استازي لارس کاستلوچي، د المان له کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه غوښتي دي چې له پاکستان څخه دې له خطر سره مخامخ افغان ښځو او نارینه و د منلو پروګرام پروسه ګړندۍ کړي.
کاستلوچي په خپل ایکس (پخوانی تویتر) شبکه کې لیکلي دي چې د تور-سور حکومتي ائتلاف ګوندونو د مهاجرت پر یوه منظم او انساني سیاست توافق کړی دی. نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان د منلو پروګرام د ارزونې پروسه دومره ډیر وخت دوام کوي، چې یو فکتور یې هم نه پوره کیږي.»
نوموړی زیاتوي: څوک چې د غیر قانوني مهاجرت د راتګ مخه نیول غواړي باید د قانوني مهاجرت له پاره لارې پرانیزي. له پاکستان څخه د اخراجونو په دلیل وخت تر فشار لاندې دی.
کستلوچي غوښتنه کوي، هغو کسانو چې له افغانستان څخه د منل کیدو پروګرام له مخې المان ته د راتګ قانوني تضمین ترلاسه کړی وي، باید «ژر تر ژره» ویزه ترلاسه کړي. ځکه په خبره یې له پاکستان څخه افغانستان ته د اخراجونو پسمنظر په پام کې نیولو سره وخت کم دی.
د المان د کورنیو چارو وزیر الیکزاندر دوبرندت، وویل چې هر مورد به په انفرادي ډول ارزول کیږي چې ایا د منل کیدو له پاره یو قانوني دلیل شتون لري او که څنګه؟ همدارنګه یوه امنیتي ارزونه به هم ترسره شي.
په افغانستان کی د آلمان پوځي ماموریت ته په یوه بل نظر کتل
عکاس ینس اومبخ دوه ځله افغانستان ته سفر کړی، څو داسي انځورونه واخلي چي په دغه هیواد کي د آلمان ماموریت څرنگه خلک تر خپلی اغیزې لاندي راوستلي دي. نه یوازي عسکر، بلکي هغه افغانان هم چي د آلمان نظامی اډې ته نژدې اوسیږي.
اومبخ غوښتل د هغو کسانو عکسونه هم واخلي چي خلک یې نوم یوازي په خبرونو کي اوري. هغه وایی په اصل کي دغه ډول څیرې د آلمان د ماموریت اصلي دلیل جوړوي. له همدې کبله هغه د ټولو کسانو عکسونه اخلي، که هغه زاړه وي یا ځوانان، ښځي وي او یا کوچنیان. لکه دغه نجلۍ چی پرته له پردیو سرتیرو، بل ډول ژوند نه پیژني.
د عکاسۍ پروخت
اومبخ په ۲۰۱۰م کال کي تر خپل لومړي سفر وروسته، افغانستان ته تل په منظم ډول سفرکوي. هغه غواړي دغه هیواد او خلک یې نورهم ښه وپیژني. هغه وايي چي یو ځل له خپل ملگري او مرستیال سره مزار ته نژدې یو دښت کی ولاړ وو او هغه ځای دومره ښایسته وو چي هغه ته یې ژړا وروستله، ځکه په رسنیو کی تل دهغه برعکس تصویرونه وړاندي کیږي.
مېلمه پالنه
دغه عکاس وايي چي افغانانو د هغه تود هرکلی کړی دی. هغوی یې تل ډوډۍ خوړلو، کنسرتونو او د بزکشیو لوبو ته دعوت کړي دي. خو د خراب امنیتي حالت له امله یې نه سوای کولای دغو ټولو بلنو ته مثبت جواب ووایي.
تل امنیتی وضیعت په پام کی نیول
د کار کولو پر وخت امنیتی وضیعت په پام کي نیول، ډیر مهم وو. د ځايي کارکوونکو له خوا به تل هغوی ته لارښووني کیدې. اومبخ وایی چی ما تل داسي یو احساس درلود چي په آزادانه ډول گرځیدای سم. خو دا په دې پوري اړه درلوده چي چیري، څه وخت او له څومره مخکي له مخکي خبرداریو سره سړی گرځي.
چارواکي، طالبان او مجاهدین
همدارنگه مشهورو چارواکو لکه عطامحمد نور هم اومبخ ته اجازه ورکړې چی عکس یې واخلي. د بلخ ولایت دغه والي د آلمانانو له پاره د خبرو اترو مهم ملگری وو. همدارنگه اومبخ د طالبانو او مجاهدینو د جنگیالیو عکسونه هم اخیستي دي.
په جرمني کی د هغه د عکسونو نندارتون
په جرمني کی د ۲۰۱۶م کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د «افغانانو» په نوم یو نندارتون پرانیستل سوی، چي وروستی یې په آلمان کی وو. په دغه نندارتون کي نندارچیانو ددې امکانات درلودل چی د اومبخ لوی عکسونه له نژدو وگوري.
راتلونکې مرحله، د عکسونو یوکتاب
ینس اومبخ وروسته غواړي چي له خپلو عکسونو څخه یوه مجموعه جوړه کړي او په دې ډول د یوه غټ کمپاین په مرسته د خپلی پروژې له پاره بسپنې راټولوي. د هغه په نظر د عکسونو یوه مجموعه په وخت پوري تړلی یو تلپاته سند وي. هغه هیله لري چی د «افغانانو» په نامه د هغه پروژه د راتلونکو نسلونو له پاره په افغانستان کی د آلمانی ماموریت یوه برخه جوړه کړي.
انځورونه1 | 8
دلته خبره د هغو افغانانو پر سر ده چې له خطر سره مخامخ دي، ځکه دوی له دیموکراتیکو حقونو څخه د دفاع په برخه کې یا د الماني پوځ د سیمه ایزو همکارانو په توګه او یا هم له الماني سازمانونو سره کار کړی دی او د المان د پخواني حکومت له خوا یې د منل کیدو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د کله راهیسې نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي او په کابل کې د المان سفارت تړل شوی دی، د المان حکومت له خوا د افغانانو د منل کیدو پروسې ارزونه په پاکستان کې ترسره کیږي.
په روانه اونۍ کې د المان حکومت اعلان وکړ چې له ۲۰۰۰ هغو افغانانو له ډلې څخه چې د المان حکومت له خوا د منل کیدو مثبت ځواب یې ترلاسه کړی دی۲۱۰ کسان یې له پاکستان څخه اخراج شوي دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا پاکستاني چارواکو مخکې تر دې د اخراج پروګرام په لړ کې له دې ډلې ۴۵۰ افغانان نیولي ول. په اسلام آباد کې د المان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت توانیدلي دی چې له دې ډلې ۲۴۵ تنه د اخراج له مرکزونو څخه بیرته خوشې کړي.