1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په یونان کې ۱۳۰۰ انساني قاچاقبران نیول شوي دي

۱۴۰۱ دی ۱۸, یکشنبه

د یونان سرحد ساتونکي ځواکونه وایي چې د تیر کال په ۱۲ میاشتو کې یي د انساني چاق په تړاو شاوخوا ۱۳۰۰ تنه نیولي دي. په دې موده کې دوی توانیدلي دي چې له ترکیې څخه د اروپا خاورې ته د ۲۵۶ زره کسانو د داخلیدو مخه ونیسي.

Griechenland Kreta | Flüchtlingsboot mit 400 Migranten
انځور: Hellenic Coast Guard/AP/picture alliance

د یونان ساحلي ګارد په ۲۰۲۲م کال کې له انساني قاچاق سره د مبارزې او دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د داخلیدو د مخنیوي په برخه کې د خپلو هڅو د پایلو رپوټ ورکړی دی.

دغه ځواکونه ادعا کوي چې په تیر یوه کال کې یې ۱۳۰۰ تنه د انساني قاچاق او د مهاجرو د غیر قانوني سفر د سازمان ورکولو په تور نیولي دي.

د یونان د اتباعو د حفاظت وزیر تاکیس تئودوریکاکو، د شنبې په ورځ د «سکای» تلویزون سره په یوه مرکه کې وویل چې ځواکونه یي توانیدلي دي چې له آژه سمندر څخه د شاوخوا ۲۵۶ زره پناه غوښتونکو د تیریدو مخه ونیسي. دغو پناه غوښتونکو هڅه کوله چې له ترکیې څخه یونان ته په داخلیدو سره ځانونه د اروپا قلمرو ته ورسوي.

اروپایي پولیسو د انساني قاچاقبرانو یوه ستره شبکه لمنځه وړې

د بشري حقونو یو شمیر سازمانونه پر اتن تور لګوي چې ګواکې پناه غوښتونکي په جبري ډول په شا تمبوي.

دغه سازمانونه ادعا کوي چې یونان هغه کسان چې په اروپا کې د یوه بهتره راتلونکي هیله لري، په غیر قانوني ډول ترکیې ته ستنوي.

بل لور ته یونان پر خپل ګاونډي هیواد ترکیې تور لګوي چې پر مهاجرو د مخ پر وړاندې تګ له پاره فشار واردوي. یونان وايي چې ترکیه پناه غوښتونکو ته مختلف انتخابونه ورکوي: یا دا چې پناه غوښتونکي کولی شي بیرته سوریې یا بل هیواد ته ستانه شي او یا دې په غیر قانوني ډول یونان ته لاړ شي.

د یونان پولیسو د قاچاقبرانو یوه بې رحمه ډله نیولې

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د شمیرو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۱۸۸۰۰ کسان توانیدلي دي چې بی له قانوني اسنادو څخه ځانونه یونان ته ورسوي. دا شمیر د ۲۰۲۱م کال د ۱۲ میاشتو په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيې.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب