1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا وايي د کرونا پر وخت انساني قاچاق زيات شوی

۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په کلنې رپوټ کې ويلي دي چې د کرونا وبا په دليل په ټوله نړۍ کې انساني قاچاق ډېر شوی دی. افغانستان د هغو هيوادونو په کتار کې چې انساني قاچاق پکې کیږي، په تر ټولو ناوړه کټګوري کې دی.

Symbolbild Menschenhandel
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Alangkara

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای لومړۍ نېټه) اعلان کړی چې د کرونا بحران انساني قاچاق ته د «ډېري مناسبې» فضا برابرولو سبب شوی دی. وزارت زياته کړې ده چې په داسې حال چې دولتونو خپله ټوله توجو روغتيایي برخې ته متمرکزه کړې، انساني قاچاق کوونکو له موقع څخه استفاده کړې ده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت «په ۲۰۲۱م کال کې د انساني قاچاق په خپل رپوټ» کې څو هيوادونه د انساني قاچاق پر ضد مبارزې په برخه کې د هلو ځلو په دليل په لوړه کټګورې کې او ځيني بيا په کښته کټګورۍ کې شامل کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په دې کلني رپوټ کې ويل شوي دي: «له کرونا سره تړلو شرايطو د انساني قاچاق په مقابل کې د زيان منونکو شمېر زيات کړی دی او د قاچاق پر وړاندې د پلان شويو برنامو د عملي کيدو مخه یې نیولې ده.»

په رپوټ کې راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې دولتونو خپل منابع د کرونا پاندمي پر ضد مبارزې له پاره ځانګړې دي چې دا کار احتمالاً د قاچاق ضد هلو ځلو په بيه تمام شوی دی. انساني قاچاق کوونکو دا وضعيت په خپله ګټه کارولی دی.

د انساني قاچاق د څار دفتر سرپرست کېري جانستون وويل چې دا ډول شرايط د «انساني قاچاق د ودې له پاره د يوه ډېر مناسب چاپيريال د رامنځته کيدو سبب شوي دي.»

افغانستان هم يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د انساني قاچاق قضيې پکې د کرونا په دليل او همدا راز د تاوتريخوالي د ډېريدو په سبب ډېري شوي دي. په کابل کې د امريکا سفارت له افغان دولت څخه غوښتنه کړې ده چې «د انساني قاچاق د مخنيوي، د قربانیانو د ساتنې، بچه بازۍ ختمولو او ماشومان د عسکرو په توګه کارولو د مخنيوي په موخه دې لا زيات اقدامات وکړي.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په رپوټ کې يو مثال ورکړل شوی دی چې: «په هند او نيپال کې د بې وزلو او لیرې پرتو سيمو له ځوانو نجونو څخه د دې انتظار کيده چې د اقتصادي ستونزو پر وخت د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو په موخه ښوونځي پريږدي.»

په دې رپوټ کې زياته شوې: «له هغوی څخه ځيني د پېسو په بدل کې واده ته اړ ايستل شوي، په داسې حال کې چې نورې د ډېر کم عايد په بدل کې بیا کار کولو ته مجبورې شوي دي.»

په ځينو هيوادونو کې د کورونو مالکانو خپل کرایه داران چې معمولاً زياتره یې ښځې وې، له دوی سره جنسي اړيکي ټينګولو ته مجبورې کړي. همدا راز په ځینو سيمو کې د مهاجرو په کمپونو کې باندونو او ډلو د انسانانو له مجبوريتونو ناوړه ګته اخيستې ده.

په دې رپوټ کې هيوادونه د انساني قاچاق د قربانيانو د ملاتړ د ۲۰۰۰ کال د قانون (TVPA) پر اساس درجه بندي شوي دي.

د اسرائيل، قبرص، نوي زېلاند، ناروې، پرتګال او سويس هيوادونه د خپلو مخکنيو مقامونو څخه دويمې کچې ته راکښته کړل شوي دي. ويل شوي چې د دوېمې کچې هيوادونو د ذکر شوي قانون ټول معیارونه نه دي پوره کړي خو په دې برخه کې یې هڅې کړي دي.

دوه هيوادونه، ګيني بساو او مالیزيا، د نوملړ دريمې کچې ته چې تر ټولو ناوړه کچه ده، ور اضافه شوي دي. دا هغه نوملړ دی چې افغانستان، الجزایز، میانمار، چين، د کومور ټاپوګان، کيوبا، ارتیريا، ايران، نکاراګوا، شمالي کوريا، روسيه، جنوبي سوډان، سوريه، ترکمنستان او وينزويلا پکې شامل دي.

  د مقدونيا پولیسو د انساني قاچاق يوه لس کسيزه ډله نيولې

څلور هيوادونه چې سپينه روسيه، بروندي، لسوتو او پاپوا نوي ګيني پکې شامل دي، له دريمې کچې څخه حذف شوي او دويم مقام یې خپل کړی دی.

امريکا متحده ایالات کولی شي د دريم رديف هيوادونو سره بهرنۍ مرستې محدودې کړي په دې شرط چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې تائيد کړي.

په رپوت کې د ناټو پر غړي هيواد ترکیې دا تور لګول شوی دی چې له ماشومانو څخه د عسکرو په توګه د کار اخيستنې د منع قانون یې نقض کړی دی او په سوريه او ليبيا کې د ترکیې له ملاتړه برخمنو ډلو ماشومان په دې موخه کارولي دي.

د بهرنيو چارو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي: «امريکا متحده ایالات تمه لري چې له ترکیې سره همکاري وکړي څو د سوريې او ليبيا په جګړه کې ښکيلې ډلې دې ته تشويق کړي چې له ماشوم عسکرو څخه استفادنه و نه کړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل