ملګري ملتونه او جرمني له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي
۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعهله افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دویاریک ویلي: «موږ به حالات بیا هم تر پلټنو لاندي ونیسو او همدارنګه به زموږ ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي. دا معلومداره خبره ده چي د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هیواد خپل اغیز ولري.»
هغه زیاتوي: «ملګري ملتونه له ډیرو کلونو راهیسي د بشري مرستو په برخه کي په افغانستان کي حضور لري. د افغانستان له پاره د یوناما په نامه د ملګرو ملتونو ماموریت یو کوچنی سیاسي ماموریت دی چي ۱۲۰۰ کارکوونکي لري او د هغو له جملې څخه اکثریت کارکوونکي یې افغانان دي. په هغه کي سوله ساتونکي ځواکونه شامل نه دي.»
له بلي خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره خپل د ملاتړ د دوام ژمنه کړې. نوموړي سیاستوال د اوګسبورګر الګیماینر په نامه ورځپاڼي ته وویل: «موږ به په راتلونکي کي هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار وکړو. آلمان د دوهم لوی تمویل کوونکي هیواد په توګه یو ستر مسؤلیت پرغاړه لري. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هیواد بشري مرستو ته اړتیا لري.»
میولر د افغانستان له پاره د آلمان پرمختیايي مرسته بریالۍ بولي. هغه ټینګار کوي: «په ګډه مو په افغانستان کي په تیرو دوو لسیزو کي د روغتیا او تعلیمي چارو په برخه کي لوی پرمختګونه کړي دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسي د اوسط عمر سطحه ۹ کاله پورته سوې. د سړي پر سر عاید څلور برابره او د هغو کوچنیانو شمیر چي ښوونځیو ته ځي ۱۲ برابره سوی دی.
امریکا او د آلمان په گډون د ناتو متحدین غواړي د می مياشتي په پیل کي له دغه هیواده د خپلو ځواکونو په راایستلو پیل وکړي.
PG/NZ/AG