د جګړې د لسیزو پر مهال د افغانستان یو شمیر لرغوني آثار او تاریخي ځایونه یا لمنځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.انځور: AP
اعلان
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې د اطلاعات او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د لرغونپيژندنې ریاست د مسلکي انجینرانو پلاوي ۱۴۳۰ قلمه کشف شوي لرغوني آثار د لوګر ولایت د مس عینک له تاریخي ساحو څخه د پاک سازۍ، مقدماتي ترمیم، تشخیص او ثبتولو له پاره له ساحوي ډيپوګانو څخه د دغه ریاست مرکزي لابراتوار ته انتقال کړي دي.
په دې مجموعه کې د کُلالۍ یا خټين، ډبرين، فلزي، ښيښه اي، د هډوکو او لرګین آثار شامل دي چې له دې ډلې د کوشانیانو او ساسانیانو د دورو اړوند مسي سِکو، لیکنو، کوزو، جامونو، مختلف النوع څراغونو، مسي لاس بندونو، د عقیق او لاجوردو غمي، عاج یا د فیلانو عاښ او نور کاري ابزارو ته اشاره کولی شو.
دغه آثار چې د ځینو لرغونتوب یې تر ۵۰۰۰ ډیرو کلونو ته رسیږي، د پخوانیو تمدنونو د تجربو او هنر منعکس کوونکي دي او پر تیر تاریخ د پوهیدو ژور درک ورکوي.
د کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د جګړې د لسیزو پر مهال د دغه هیواد یو شمیر لرغوني آثار او تاریخي ځایونه یا لمنځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.
په بامیانو کې د بودا مجسمې یا بوتان چې ۱۵۰۰ کاله لرغونتوب یې درلود په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو له خوا تخریب شول چې نړیوال غبرګونونه یې را وپارول.
ننګرهار کې ۱۶۰ قلمه تاریخي اثار موندل شوي
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د کیندنو په ترڅ کې د ۱۶۰ قلمه تاریخي اثارو د موندنې خبر ورکوي. نور معلومات د انځورونو په دې ګالرۍ کې ترلاسه کولی شئ.
انځور: Informations- und Kulturabteilung der Provinz Nangarhar
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وايي چې دغه اثار د اسلامي، کوشاني او بودايي دورو سره تعلق لري، چې د لرغون پېژندونکیو له لوري تر کیندنو او تشخیص وروسته یاد ریاست ته وسپارل شول.
انځور: DW/O. Deedar
دغه اثار له سبزاباد تاریخي سیمې تر لاسه شوي، چې کیندنه یې ۱۳۹۸ل کال کې پیل شوې او شپږ میاشتې یې دوام وکړ. د ځایي مسوولینو په خبره پر دې منقولو اثارو سربېره یې په سیمه کې ۱۱ غیر منقول اثار چې اطاقونه دي، هم ترلاسه کړل.
انځور: DW/O. Deedar
د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د تاریخي ابداتو او لرغون پيژندنې مسئولین وايي چې تمه ده د سبز اباد په تاریخي سیمه کې ډېر نور هم د مخکنیو دورو اثار ترلاسه کړي.
انځور: DW/O. Deedar
دغه کیندنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودیجې له مخې ترسره شوې. د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی وایي په ختیځ کې موزیم نشته، چې د جوړولو او منظورۍ په موخه یې هڅې روانې دي.
انځور: DW/O. Deedar
په همدې حال کې د سبز اباد تاریخي اثارو د کیندنې مسئول او د لرغون پيژندنې ریاست غړي محمد مبين وايي، چې د دوی په ترلاسه شویو اثارو، کې سکې، کنډولونه، ګچي مجسمې او نور بېلابېل اثار تر لاسه شوي.
انځور: DW/O. Deedar
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي وایي چې دوی غواړي په سبز اباد تاریخي سیمه کې د تاریخي اثارو کیندنو او پلټنو ته لا دوام ورکړي او دغه راز په همدې سیمه کې یو موزیم هم جوړ کړي.
انځور: DW/O. Deedar
د ننګرهار فرهنګي کړۍ د دغو اثارو پر موندلو خوښي ښيي او له اطلاعاتو او کلتور وزارت غواړي، چې په نورو تاریخي سیمو کې هم دغه ډول کیندنې وکړي، څو تاریخي اثار پیدا او قاچاق وژغورل شي.
انځور: DW/O. Deedar
د څلوېښتو کلونو جګړو له امله هېواد کې ګڼې تاریخي سیمې ویجاړې شوي، اثار یې قاچاق شوي او یا هم له منځه وړل شوي دي.