1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د اخراج الوتنو آلمان کې احتجاجونه پارولي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ آبان ۳, یکشنبه

د آلمان په کچه د اعتراضونو د یوې ورځې په ترڅ کې سلګونو کسانو د کډوالو د ایستلو، توقیف او د دې پروسې د پراختیا پر ضد د هېواد په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې لاریونونه وکړل.

د اکتوبر په مياشت د لايپڅيګ هاله هوايي ډګر دباندې د مهاجرو د اخراج ضد احتجاج کوونکو انځور
د نورو هوايي ډګرونو تر څنګ د لايپڅيګ هاله هوايي ډګر دباندې هم احتجاج وشوانځور: Maria Castro/JNA Press/Sipa USA/picture alliance

د آلمان د پولیسو د اټکلونو له مخې، د شنبې په ورځ  (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه) د آلمان په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې د کډوالو د ایستلو او د ایستلو تر مخه د توقیف پر ضد سلګونو کسانو اعتراضونه وکړل.

د مونیخ هوايي ډګر ته نږدې له ۷۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون کړی و. په لایپڅیګ کې د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۴۰۰، په فرانکفورټ کې ۳۰۰ او په برلین برانډنبورګ هوايي ډګر کې ۱۵۰ کسان اټکل شوی دی. د کولون بون او دوسلدورف په هوايي ډګرونو کې بیا د پولیسو په وینا هر ځای شاوخوا ۵۰ کسان راټول شوي وو.

هغه ایتلاف چې دغه اعتراضونه یې تنظیم کړي وو، شمېرې لوړې ښودلې او ویلي یې دي چې د بېلابېلو نوښتونو په لاریونونو کې «څو زره کسانو» ګډون کړی دی. د ایتلاف په وینا، د هوايي ډګرونو تر څنګ په بیلفیلد او هانوفر ښارونو کې هم اعتراضونه ترسره شوي دي. د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، اعتراضونه د رد شویو پناه غوښتونکو د ایستلو، د ایستلو لپاره د توقیف او د همدې موخې لپاره د زیربناوو د پراختیا پر ضد وو.

په کلیسا کې پناه؛ د دین بدلول که د اخراج مخنیوی؟

03:18

This browser does not support the video element.

له لایپڅیګ څخه افغانستان ته د اخراج الوتنې

په لایپڅیګ کې اعتراضونه تر ډېره د هغو چارټر الوتنو پر ضد وو چې افغانستان ته د ایستل شویو کسانو لېږد ترسره کوي. سږ کال څو ځله له لایپڅیګ هاله هوايي ډګر څخه افغانستان ته د ایستلو الوتنې ترسره شوې دي. د چارواکو په وینا، د دغو الوتنو ډېری سپرلۍ هغه کسان وو چې په جرمي جرمونو محکوم شوي وو.

دغه هم ولولئ: کارپوهان له اروپا د افغانانو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی

د اعتراض کوونکي ایتلاف یوې ویاندې وویل: «موږ د ایستلو سمدستي درول غواړو، ځکه د خوندیتوب په لټه کې خلک د پناه غوښتنې حق لري.» هغې زیاته کړه چې د آلمان حکومت د دې حق تر پښو لاندې کوي او د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي.

د کډوالو د اخراج د ځانګړو ترمینلونو پر ضد اعتراضونه

د «We'll Come United» شبکې په وینا، چې له سیمه ییزو تنظیموونکو سره یې ګډه د اعتراضونو بلنه ورکړې وه، د فرانکفورټ اعتراضونه د یوه پلان شوي «د ایستلو ترمینل» پر ضد هم وو. د شبکې ویاندې وویل هغه پیسې چې د ایستلو پر عملیاتو لګول کېږي باید د کډوالو د ادغام په پروګرامونو کې ولګول شي. هغې وویل: «موږ د ایستلو تر شا له ټولو زیربناوو سره مخالف یو او د ټولو خلکو لپاره د تګ راتګ ازادي غواړو.»

د معلوماتو له مخې، په مونیخ هوايي ډګر کې هم د ایستلو لپاره یو جلا ترمینل جوړېږي څو د ایستلو بهیر چټک او اسانه کړي.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب