کراچۍ کې خلکو د امریکا پر قونسلګرۍ هجوم وروړی
۱۴۰۴ اسفند ۱۰, یکشنبه
پر ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل په حملو کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه ای وژل کېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د مارچ لومړۍ) خلکو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ هجوم وروړ.
د فرانسې خبري آژانس خبریال چې وضعیت ېې په خپلو سترګو لیدلی، وايي چې اعتراض کونکو هڅه کوله تر څو د امریکا د قونسلګرۍ ساختمان ته داخل شي.
خبرځای زیاتوي، اعتراض کونکي چې اکثریت ېې ځوانان ول د قونسلګرۍ پر عمومي دروازې په اوښتو ځانونه ورودي لارې ته ورسول او د ساختمان ځینې کړکۍ ېې ماتې کړې.
په کراچۍ ښار کې د ژغورنې ادارې وويل چې په دغه پېښه کې ۸ کسان مړه شوي دي. دغې ادارې د اعتراض کونکو شمېر په سلونو وښود. د پاکستان د ايدهي فاونډېشن ویاند محمد امین وویل چې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي چې اکثریت ېې په ګولیو لګېدلي دي. د وژل شوو او ټپيان د هویت په هکله جزئیات نه دي ورکړل شوي.
یوه ځوان اعتراض کونکي وويل: «موږ اړتیا لرو چې متحد پاته شو. هېڅ قدرت زموږ مخه نه شي نیولي.»
د یاد آژانس خبریال وايي، اعتراض کونکي وروسته له هغې تیت و پرک شول چې پولیسو پرې اوښکې بهوونکي ګاز وپاشل.
په رپوټ کې دغه راز راغلي چې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هم په زرونو شیعه مذهبه مسلمانانو د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای د وژنې په غبرګون کې د امریکا او اسرائیل ضد مظاهرې کړي. زیاته شوې چې اعتراض کوونکو د امریکا او اسرائیل ضد شعارونه ورکول. رپوټ کې راغلي چې د پاکستان په لاهور او سکردو ښارونو کې هم ورته اعتراضونه شوي دي.
فرانس پریس زیاتوي په عمان کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو او اتباعو ته ویلي چې له پلازمېنې «مسقط بهر فعالیتونو» ته په کتو، له احتیاط څخه کار واخلي. که څه هم په سملاسي توګه روښانه نه ده چې له دغو فعالیتونو څخه د سفارت موخه څه ده.