لوږه؛ نااميده افغانان د وړیا ډوډۍ له پاره په کتار کي ولاړ دي
۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه
په افغانستان کي د لوږي بحران خپل اوج ته رسېدلی دی. په کابل کي یو شمیر بې وزله خلک د وړیا ډوډۍ د په لاس راوړلو له پاره د نانوایانو مخی ته په کتار کي ولاړ وي او په همدې ډوډۍ خپله شپه او ورځ تیروي.
اعلان
مهاجره سهار وختي تر صفر درجې کښته هوا کي په کابل کي یوې نانوايي ته ځي او انتظار باسي تر څو یې نوبت راورسیږي او وړیا ډوډۍ تر لاسه کړي. ځیني ورځي د هغې د کورنۍ ټول غړي او نور کسان هم د وړیا ډوډۍ د په لاس راوړلو له پاره په کتار کي دریږي او ټوله ورځ یوازي همدا ډوډۍ خوري.
دغه مور زیاتوي: «ما حتي د خپلو لوڼو د خرڅلاو په هکله فکر کړی، خو بیرته پښېمانه سوم او ځان مي خدای ته وسپاره.»
افغانستان د یوه بشري ناورین په درشل کی دی. واک ته د طالبانو تر رسیدو، په بهر کي د افغانستان د شتمنیو تر کنگل کیدو او نوموړي هیواد ته د نړیوالو مرستو تر بندیدو وروسته په دغه هیواد کي بشري حالت لا پسي خراب سوی دی.
په دغه هیواد کي بې کاري ډېره سوې ده او د حکومت ډېرو کارکوونکو له میاشتو راهیسي معاش نه دی ترلاسه کړی. افغانستان د پخواني حکومت پر وخت تر ډېره په خارجي مرستو پوري تړلی وو.
نوریه چي د څلورو کوچنیانو مور ده وايي: «موږ وریجي، د زردکو سوپ او شلغم خورو... او موږ د غوښو پر ځای وچه ډودۍ پکښي اچوو.»
په داسي حال کي چي ښځي او نارینه د وړیا ډوډۍ د په لاس راوړلو له پاره په کتار کي انتظار باسي، د هغوی کوچنیان د سړک پر سر لوبي کوي. له هغوی څخه ځینو یې غټ بوټونه اغوستي چي د ژمي په موسم کي د بې وزلۍ او بې وسۍ څرگندوی دي.
کله چي وروستی کس له نانوايي څخه ځي، د هغه خاوند مکرم الدین وايي: «خلکو خپل کار له لاسه ورکړی او هیڅ عاید نه لري. موږ به پخوا څلور گونۍ اوړه مصرفوله او اوس یوازي یوه نیمه گونۍ اوړه مصرفوو.»
GP/NZ/AG
د نړۍ په کومو هيوادونو کې لوږه زياته ده؟
د آلماني مرستندويه سازمان «وېلت هُنګر هيلفه» هر کال په نړۍ کي د لوږي په تړاو د هيوادونو يو ليست خپروي. له لوږي سره مخامخ دغو هيوادونو په سږني راپور کي افغانستان په کوم مقام دی؟ انځوريز راپور يې دلته وګورئ:
انځور: AP
۸۷ مقام ـ ايران
ايران د هند، پاکستان او افغانستان هغه ګاونډی هيوا دی، چي د لوږي ستونزه پکښي تر زياتي اندازې حل سوې ده. دغه هيواد د لوږي په ترڅ کي له خپل ګاونډي هيواد افغانستان څخه ۷۷ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۸،۲).
انځور: TASNIM
۲۴ مقام ـ پاکستان
زيات نفوس لرونکی هيواد پاکستان تر هند وروسته د آسيا دويم لوی هيواد دی چي پکښي د وږو انسانانو شمېر تر نورو زيات دی. دغه هيواد په ليست کي تر هند ۸ مقامه او تر افغانستان ۱۴ مقامه بهتر دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۲۸،۵).
انځور: AP
۱۶ مقام ـ هند
هند د آسيا له تر ټولو لوی هغه هيواد دی چي پکښي د لوږي جدي ستونزه موجوده ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۰،۳).
انځور: picture-alliance/dpa
۱۰ مقام ـ افغانستان
په نړۍ کي د تر ټولو زيات لوږي سره مخامخ هيوادونو په لړ کي افغانستان پر لسم مقام دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۳،۸).
انځور: picture-alliance/Photoshot
۹ مقام ـ زيمبابوې
زېمبابوې يو له هغو افريقايي هيوادونو څخه دی چي پکښي لوږه د زياتو انسانانو د ورځني ژوند يوه لويه ستونزه ده. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۴).
انځور: DW/Nyani Quarmyne
۸ مقام ـ ختيځ تيمور
ختيځ تيمور د آسيا په سويل ختيځ کي واقع هيواد دی چي پکښي د اوسېدونکو شمېر نژدې يو ميليون او ۱۶۰ زره ته رسيږي. په دغه هيواد کي هم زيات انسانان له لوږي سره مخامخ دي. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۳۴،۵).
د مرکزي افريقا جمهوريت په ګاونديو هيوادونو کې، چاد په دريم مقام کي هغه هيواد دی چي ډير انسانان يې وږي دي. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۴،۲).
انځور: Andy Hall/Oxfam
۲ مقام ـ يمن
يمن چي پکښي له څو کالونو راهيسي کورنۍ جګړه روانه ده، يو کال مخکي په تر ټولو زيات لوږه لرونکو هيوادونو کي پر شپږم مقام ؤ. خو په سږني راپور کي د دغه هيواد وضعيت لا خراب سوی او دويم مقام ته جګ سوی دی. د ۲۰۱۹م کال له پاره ورکول سوي نمرې (۴۵،۹).
انځور: picture alliance/abaca
۱ مقام ـ د مرکزي افريقا جمهوريت
د لوږي د نړيوال ليست له مخي په نړۍ کي تر بل هر هيواد د مرکزي افريقا په جمهوريت کي لوږه زياته ده. په دغه هيواد کي لوږه په لوړه اندازه مخ پر زياتېدو هم ده. د ۲۰۱۹ کال له پاره ورکول سوي نمرې (۵۳،۶).