1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د لوږې ضد مبارزې لپاره زياتو مرستو ته اړتيا سته»

۱۴۰۱ تیر ۱۶, پنجشنبه

د م.م. په حواله په نړۍ کي تقريبا ۳۵۰ مليونه انسانان د لوږي له گواښ سره مخامخ دي. له لوږې سره د مبارزې نړیوال سازمان د لازیاتو بشري مرستو غوښتنه کوي.

UN berichtet über Welthunger
انځور: Ben Curtis/AP Photo/picture alliance

له لوږی سره د مبارزې نړیوال سازمان په نړیواله کچه د لوږي د گواښ سره د په سلهاوو مليونو کسانو د مخامخ کېدنې له کبله له شتمنو هیوادو څخه د مرستو غوښتنه کړې ده. نړیوال کړکیچونو، د کرونا پاندیمي او لوړ قیمتونو د لوږي بحران لاپسي ډیر کړی دی.

له لوږی سره د مبارزې د نړیوال سازمان عمومي منشي ماتیاس موگي د « راینشه پوست» آلمانۍ رسنۍ ته د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۷مه) وویل: «دا اړینه ده چي همدا اوس په چټکۍ سره د انفلاسیون  او قیمتونو د جگیدو د سختو اغیزو په وړاندي عکس العمل ښکاره او داسي بشري مرستي آماده کړو چي د دغه بحران له وسعت سره عیار او د خلکو ژوند وژغورل سي.»

د نړیوالي لوږي په هکله د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ په حواله چي د چارشنبه په ورځ خپور سو، په نړیواله کچه لوږه پراخه سوې ده. موگي ټینگار وکړ چي په اوس وخت کي بیلابیل بحرانونه لکه نړیوال کړکیچوڼه، د اقلیم بدلون او د کرونا د پاندیمي په نتیجه کي رامنځ ته سوي اقتصادي عواقب د زیاتیدو په حال کي دي. د هغه په خبره دغه کار د لوږي سره مخامخ کسانو شمیر لا پسي ډیر کړی دی چی په دې ډول د اټکلونو له مخي تر ۸۲۸ میلیونو پوري انسانان په دوامداره ډول له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ماګي وویل، نړیواله ټولنه په دې کي پاته راغلې چي مخکی له مخکی د دغه زیگنال په وړاندي غبرگون وښیي. په وينا يې اوس د نورو ترڅنگ د کلیو د پراختیا له پاره پانگوني ته اړتیا ده، ترڅو په بې وزلو هیوادونو کي خلک د راتلونکي بحران په مقابل کی ښه تره آماده وي اوعواقب یې پرځان ومنلای سي.

آ./گ.پ./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل