1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

هنټر بایډن له مالیې د تیښتې جرمونه منلي دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی هنټر بایدن، د مالیاتو د تیښتې په تړاو جرمونه منلي دي څو له بلې محکمې ځان ته برائت ورکړي. د ولسمشر د زوی دغه اعتراف د نوموړي د وسلې په یوې بلې قضیې کې تر تورنیدو څو میاشتې وروسته کیږي.

پر هنټر بایډن تور دی چې نوموړي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹م کلونو ترمنځ له مالیې ورکولو تیښته کړې او ډیرې پیسې یې پر وسلو، مخدره موادو، عصري موټرو او نجونو مصرف کړي دي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی هنټر بایدن، د مالیاتو د تیښتې په تړاو جرمونه منلي دي څو له بلې محکمې ځان ته برائت ورکړي.انځور: Julio Cortez/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن، زوی هنټر بایډن، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۵) په لاس انجلس کې څو ساعتونه مخکې له دې چې د محکمې ناسته پیل شي، پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ.

که څه هم د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایدن د نه ګډون پریکړې د هنټر بایډڼ د مالیې قضیې احتمالي سیاسي اغیزه خاموشه کړې ده، خو دغې قضیې د بایډن د سیاسي کارنامې وروستیو میاشتو کې هغه ته سخت عاطفي زیان اړولی دی.

دغه قضیه چې د امریکا د عدلیې وزارت له لوري مخته وړل کیده، پکې پر هنټر بایدن، باندې تور دی چې نوموړي په داسې کارونو کې دخیل وو  چې له کبله یې هغه شاوخوا ۱،۴ میلیونه ډالر مالي تیښته کړې ده.

د هنټر مدافع وکیل ایبي لویل، مخکې له دې چې هنټر بایډن، محکمې ته وړاندې شي، قاضي ته وویل: «نور بس دي. ښاغلی بایډن د خصوصي او عامه ګټو ته په درناوي اماده دی چې مخته ولاړ شي او دا هرڅه نن پای ته ورسوي.» هنټر بایډن لا دمخه په جون میاشت کې د وسلې په دریو جرمونو کې تر محکومیت وروسته له احتمالي زنداني کیدو سره مخامخ وو.

غافلګیرانه اعتراف

په داسې حال کې چې څارنوالانو او هنټر بایډڼ، د نوموړي د جزا د کمښت پر شرایطو اختلاف درلود، د هنټر بایډن، دغه ناڅاپي اعتراف یو شمیر څارونکي غافلګیره کړل. په زیاتره مورادو کې کله چې یو محکوم شوی کس پر خپل جرم اعتراف وکړي، د سختې سزا بڼه په یوې سپکې سزا بدلیږي ترڅو د زنداني کیدو له اوږدې مودې مخنیوی وکړي.

تر دې وړاندې هم هنټر بایډن، د دغو جرمونو د اعتراف وړاندیز کړی وو خو بیا یې وروسته د غلط کار کولو تورونه بیرته رد کړل، داسې یو غیر عادي قانوني حرکت چې څارنوالانو رد کړی وو.

مخکې له دې چې هنټر بایډن، د اعتراف غونډې ته د لاس انجلس په محکمه کې حاضر شي، قاضي مارک سکارسي هغه ته وویل چې هغه ښايي له ۱۷ کاله زندان او تر ۴۵۰ زرو ډالرو جریمې سره مخ شي. قاضي د نوموړي د سزا اورولو نیټه د روان کال د دسمبر ۱۶مه نېټه ټاکلې وه.

هنټر بایډن، چې په ښکاره ډ‌ول د مخدره موادو او الکولو روږدي کیدو سره مبارزه کوي، پر نوموړي رسمي تور دی چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹م کلونو ترمنځ یې مالیات نه دي ورکړي او دا چې نوموړي په دې موده کې په مخدره موادو، وسلو، نجونو، عصري هوټلونو، ښکلیو موټرو، کرايي کورونو، جامو او ګڼو نورو شخصي لوازمو ډیرې پیسې مصرف کړي دي.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

04:37

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب