1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیسلنډ کې ټولپوښتنې اروپايي ټولنه کې د غړیتوب طرحه رد کړه

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس او دفرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ شهریور ۸, یکشنبه

په ټول آیسلنډ کې ترسره شوې ټولپوښتنه ونه توانېده چې د شمالي اتلانتیک د جیوپولیټیک کړکېچونو سربېره، د اروپايي ټولنې د غړیتوب په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره کافي ملاتړ ترلاسه کړي.

په ایسلنډ کې یوې ټولپوښتنې په اروپايي ټولنه کې د دغه هیواد د شمولیت د خبرو طرحه رد کړه
آیسلنډ کې ټولپوښتنې اروپايي ټولنه کې د غړیتوب خبرو طرحه رد کړه چې پکې د کب نیونې صنعت هم مهم نقش درلودانځور: Leonhard Foeger/REUTERS

په ایسلنډ کې د یکشنبې په ورځ د ټولپوښتنې وروستیو پایلو وښوده چې د آیسلنډ رایه ورکوونکو له اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو د خبرو د بیا پیل طرحه رد کړې ده.

د ټولپوښتنې په ترڅ کې «نه» برخې ملاتړو د ۵۲،۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه، په داسې حال کې چې د «هو» برخې ۴۷،۲ سلنه ملاتړ ترلاسه کړ.

ریکیاوېک، پلازمېنه، د دغه ۴۰۰ زره نفوس لرونکي ټاپويي هېواد یوازینۍ سیمه وه چې د ټولپوښتنې ملاتړ یې وکړ.

شاوخوا ۲۷۰ زره آیسلنډیان د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو. تر اوسه د رایه ورکوونکو د ګډون په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

له اوږدو بحثونو وروسته سخت رقابت

آیسلنډ د تېرو نږدې دوو لسیزو ډېره برخه د اروپايي ټولنې د غړیتوب له پوښتنې سره په مبارزه کې تېره کړې ده.

دغه هېواد په ۲۰۰۹ کال کې، وروسته له هغې چې نړیوال مالي کړکېچ دغه هېواد سخت ځپلی و، په اصل کې اروپايي ټولنې ته د غړیتوب غوښتنلیک وړاندې کړ.

په ۲۰۱۳ کال کې، وروسته له هغې چې په دغه هیواد کې د اروپايي ټولنې ضد حکومت واک ته ورسېد، د غړیتوب خبرې بیا ځلې وځنډول شوې.

د آیسلنډ اوسني کیڼ اړخي حکومت، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې واک ترلاسه کړی، په اصل کې ژمنه کړې وه چې ټولپوښتنه به ترسره کړي، خو د اوکراین د جګړې او ګرینلنډ په اړه د روسیې د مخ په زیاتېدونکو جیوپولیټیک کړکېچونو له امله یې رایه اچونه را مخکې کړه.

د کب نیونې د صنعت مهم رول

په ایسلنډ کې د دغې ټولپوښتنې یادې پرېکړې په دغه هیواد کې د ډېرو رایه ورکوونکو هغه اندېښنې پای ته ورسولې چې اروپايي ټولنې ته یوځای کیدل به د آیسلنډ حاکمیت کمزوری کړي. د دې ټولو سربیره، د کب نیولو حقونه هم په دغه لړۍ کې یوه مهمه اندېښنه وه.

په دغه هیواد کې د کب نیولو سکتور اروپايي ټولنې ته د یوځای کیدو سخت مخالفت کړی، او د دې صنعت ۹۰ سلنه فعالان د دې نظر مخالف دي.

دا پایله د بروکسل لپاره د مایوسۍ وړ ده، ځکه داسې ښکاریده چې اروپايي ټولنه د آیسلنډ د غړیتوب د اسانه کولو لپاره د کب نیولو او کرنې په ګډون پر حساسو مسئلو جوړجاړي ته چمتو وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب