1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په هالنډ کې غیرقانوني چینایي پولیس سټيشنونه

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

هیڅ هیواد حق نه لري چې په کوم بل هیواد کې خپل اتباع تر تعقیب لاندې ونیسي. خو لکه د چین په څیر مستبد حکومتونه دغه قانون نه مراعاتوي. رسنیو په څو اروپايي ښارونو کې د چينایي پولیسو د غیر قانوني پوستونو د موجودیت خبر ورکړی.

Symbolbild | EU - China
انځور: Rainer Unkel/IMAGO

د چین ولسي جمهوریت په څو اروپایي ښارونو کې د «خدماتو مرکز» تر پوښښ لاندې د پولیسو پوستې یا سټیشنونه جوړې کړي دي. د هالنډي رسنیو د څیړنو په اساس د دې ډول لږ تر لږه دوه غیر قانوني پوستې په هالنډ کې موجودې دي.

همدارنګه د هسپانیا د غیر دولتي خبري آژانس تحقیقات ښيې چې د دې ډول لا زیات مرکزونه په هسپانیا، ایټالیا، بریتانیا او ۱۸نورو هیوادونو کې شتون لري.

اړوند: چين: ملګري ملتونه مو په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي

هغه مرکزونه چې د «خدماتو مرکز» تر عنوان لاندې د هالنډ په آمستردام او روتردام کې شتون لري په رسمي ډول، له هیواده بهر چینایي دیپلوماتانو ته دیپلوماتیک خدمات وړاندې کوي، د بیلګې په توګه د موټر چلونې د اجازتنامې یا لایسنس تمدید. خو د Safeguard Defenders  غیر دولتي هسپانوي سازمان په وینا له دغو مرکزونو څخه عملاً په تبعید کې د مخالفینو د ښکار کولو له پاره استفاده کیږي.

د RTL الماني تلویزونې شبکې او د Follow the Money څیړنیز فوروم د دغو غیر قانوني مرکزونو په اړه رپوټونه ورکړي دي. دغه مرکزونه د چین د حکومت ناراضي وانګ ژین جیو، ته اشاره کوي چې ویلي یي دې په هالنډ کې د چینایي پولیسو له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوی دی.

اړوند: د امريکا استخباراتي ادارو خپله پاملرنه چين ته اړولې

وانګ ژین جیو په هغو اطلاعاتو کې چې دغو دوو مرکزونو ته یي ورکړي، ویلي دي چې د هغې تلیفوني اړیکې له طریقه چې د یوه له دغو خدماتي مرکزونو څخه هغه سره نیول شوې، له ده څخه غوښتل شوي او حتی پرې فشار راوړل شوی دی چې چین ته بیرته ستون شي.

نوموړي د  RTL شبکې ته څو داسې پيغامونه استولي دي چې په هغې کې د پولیسو افسران ده ته د مرګ ګواښونه کوي. خو د چین سفارت بیا RTL ته ویلي دي چې د چینایي پولیسو د سټیشنونو له موجودیت څخه هیڅ اطلاع نه لري.

په ورته وخت کې په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ښيې، د چین د سفارت یو لوړپوړی چارواکی د امستردام د شعبې له پاره د یوې جلسې د پلانولو په خاطر په دې مرکز کې حضور لري.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د پولیسو دغه مشکوک مرکزونه به وپلټل شي او د دغو رپوټونو د ریښتینولې په صورت کې به، په یوه بهرني هیواد کې چنایي پوستي غیر قانوني وي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب