1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيسو نړیوال صندوق: فساد د پاکستان د پرمختګ مخه نیولې

جاويد اختر شمس الرحمن ناصر
۱۴۰۴ آبان ۲۹, پنجشنبه

د پيسو نړیوال صندوق په خپل وروستي رپوټ کې د فساد خطرونو ته په اشارې سره ویلي دي چې د پاکستان په دولتي ادارو کې پراخ مالي فساد د دې سبب شوی دی چې دغه هیواد د خپل داخلي ناخالص تولید۶،۵ سلنه برخه له لاسه ورکړي.

د پيسو نړیوال صندوق لیګو
د آی ایم ایف پور ورکوونکې ادارې ویلي چې په پاکستان کې د مالي فساد د حجم یا اندازې اټکلول یو ستونزمن کار دیانځور: Maksym Yemelyanov/Zoonar/picture alliance

د پيسو نړیوال صندوق (IMF) په خپل وروستي رپوټ کې په پاکستان کې د مالي فساد دوامداره ننګونې ته اشاره کړې ده، کوم چې د دولتي ادارو په نظام کې د کمزورتیا له کبله رامنځته کیږي. آی ایم ایف په دغه هیواد کې د شفافیت، عدالت او ريښتینوالۍ وضعیت د بهترولو له پاره په بیړه د حکومت د ۱۵ ماده ایزې اصلاحي تګلارې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستاني رسنیو کې د خپرو شوو رپوټونو د اټکلونو له مخې یوازې په دوو کلونو کې د ۵،۳ میلیارده پاکستاني روپیو اختلاس چې بیرته راګرځول شوی، په اصل کې د پاکستان د اقتصاد پر اوږو د فساد د بوج یوه کوچنې برخه ده. دغه ۵،۳ میلیارده روپۍ هغه پيسې دي چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر دسمبره پورې د فسار پر ضد د مبارزې په لړ کې بیرته راګرځول شوي دي.

آی ایم ایف د چهارشنبې په ورځ په یوه جدي ارزونه کې ویلي دي فساد که «په هره کچه وي، دوامداره او ویجاړوونکی وي.» د پيسو نړیوال صندوق د شرایطو له مخې د پاکستان د مالیې وزارت دغه رپوټ د نږدې درو میاشتو په ځنډ سره خپور کړ، ځکه دا باید د پيسو نړیوال صندوق د اجرائیوي بورډ له غونډې څخه مخکې خپور شوی وای، په کوم ځای کې چې د ۱،۲ میلیارده ډالرو دوه قسطونه باید تصویب شوي وای.

په پاکستان کې د مالي فساد د اندازې اټکلول ستونزمن کار دی

د آی ایم ایف پور ورکوونکې ادارې ویلي چې په پاکستان کې د مالي فساد د حجم یا اندازې اټکلول یو ستونزمن کار دی: خو «د فساد له طریقه د ترلاسه شوو شتمنو له بیرته راګرځول کیدو څخه دغه لګښتونه اټکل کیدلی شي.»

د پاکستاني کلدارو نرخ د امریکايي ډالرو په مقابل کې ډیر کم شوی دیانځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

رپوټ کې ویل شوي چې «نیب» یا د ملي احتساب ادارې له خوا په تیرو دوو کلونو کې بیرته ترلاسه شوي شتمنۍ د مالي فساد د اټکلولو یوه وسیله ده. 

د پيسو نړیوال صندوق په ارزونه کې ویل شوي چې که پاکستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د حکومتوالۍ د اصلاحاتو بسته عملي کړي، نو د هیواد په ملي ناخالص تولید کې به له ۵ تر ۶،۵ سلنې زیاتوالی رامنځته شي.

د مالي فساد لاملونه څه دي؟

آی ایم ایف ویلي چې په پاکستان کې د مالي فساد د خطرونو اساسي لاملونه د بودیجې جوړول او د مالي معلوماتو د راپور ورکونې په برخه کې نیمګړتیا ده. همدارنګه د دولتي مالي او غیر مالي سرچینو په مدیریت کې بې نظمي موجوده ده، په ځانګړې توګه د پراختیايي لګښتونو، دولتي تدارکاتو، او د دولتي ملکیت لرونکو ادارو په مدیریت او څارنه کې. د دې ترڅنګ تر اندازې ډیر پېچلی او غیر شفاف مالياتي نظام هم د فساد خطرونه زیاتوي.

د پيسو نړیوال صندوق مشوره ورکړې ده چې د عدلي کارکوونکو د فعالیت او اخلاقي معیار د څارنې د موجوده میکانیزم پياوړی اړین دی، ترڅو غوره فعالیت او د خلکو مخ پر زیاتېدونکي باور تضمین کړای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل