د دغه پور هدف دا دی چې د افغانستان اقتصاد ثبات ومومي، د کوويد-۱۹ مرض په وړاندې يې غبرګون چټک او د نورو دونرانو يا بسپنه ورکوونکو ملاتړ ډېر شي. دغه خبره نړيوال وجهي صندوق په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.
د افغانستان د حکومت اقتصادي پروګرام د کرونا وبا له کبله تضعيف شو، خو کابل اوس داسې پاليسۍ تر لاس لاندې لري چې موخه يې د اقتصادي پراختيا زياتېدل او د فقر او بې وزلۍ کمېدل دي. دغه خبره د پيسو د نړيوال صندوق مرستيال اجرائيوي مشر، ميتسوهيرو فوروساوا، کړې ده.
نوموړي زياته کړې ده چې «که د وبا او امنيتي وضعيت له کبله نور خطرونه رامنځ ته شي، ښايي دغه وده بېرته ټيټه او نورو مالي مرستو ته اړتيا زياته شي.»
د Extended Credit Facility يا د اضافي پورونو د آسانتيا تر عنوان لاندې به افغان حکومت سمدلاسه ۱۱۴ ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه کړي، چې پاتې نوره برخه به يې د نيم کلنو ارزونو وروسته د اقتصادي پالیسۍ او فساد ضد هڅو په رڼا کې ورکول کيږي. دغه خبره د پيسو نړيوال صندوق په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.
دغه صندوق اټکل کوي چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال ۵ سلنه او په ۲۰۲۱ کال کې ۴ سلنه راټيټ شي چې په خبره يې «د بسپنه ورکوونکو د مرستو دوام، د اصلاحاتو منظم پلي توب، او له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ حياتي رول» لوبوي څو دغه پروګرام پريالتوب ته ورسيږي.
AFP/ن ص/ق ن
زموږ له آرشیف څخه:
«افغانستان او د کرونا وبا» په نوم انځوریز نندارتون پیل شو
د آلمان د فریدریش ابرت او د افغانستان د مستوراتو بنسټونو په ګډه په آنلاین بڼه د دوو افغان عکاسانو انځوریز نندارتون پرانيستلی، څو په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شویو ستونزو ته د خلکو پام را واړوي.
د «مستورات» بنسټ مشرې فاطمه حسیني دویچه ویله ته وویل چې دغه نندارتون د کرونا بحران له امله دوې اونۍ په آنلاین بڼه ترسره کیږي.
مستورات په افغانستان کې یو کلتوري-هنري بنسټ دی چې د ښځو د پياوړتیا په برخه کې هم فعالیت کوي. انځور، په کابل کې د کرونا ویروس د ټیسټ جریان.
انځور: Mariam Alimi د آلمان د فریدریش ابرت بنسټ یو له پخوانیو کلتوري او سیاسي بنسټونو څخه دی چې له کلونو راهيسي په افغانستان کې هم فعالیت لري. د کابل د یوې برخې انځور.
انځور: Mariam Alimiد دې نندارتون هدف هغو ستونزو ته د نړیوالو پام را اړول دي چې خلک ورسره د کرونا د بحران پر مهال لاس او ګریوان دي.
انځور: Mariam Alimiفاطمې حسیني وویل چې د دې انځورونو له طریقه هڅه شوې ده چې هغو ستونزو ته پام واړول شي چې د کرونا بحران له امله ورسره مخامخ شوي دي او د توجه په مرکز کې ځای ورکړل شوی دی.
انځور: Mariam Alimiد دې هیواد ډیر وګړي د فقر او بې وزلې له امله نه شي کولی ځانونه قرنطين کړي، ځکه دوی د روزمزد له طریقه خپل ژوند تیروي.
انځور: Mariam Alimi د روغتیا نړیوال سازمان مخکې تر دې د کرونا ویروس د خپریدو له امله پر فقیرو او په شخړو کې ښکیلو هیوادونو کې د هغې د عواقبو په هکله خبرداری ورکړی وو.
انځور: Mariam Alimi په اوس وخت کې افغانستان تر ۳۷ زرو ډیر په کرونا ویروس اخته کسان لري او ۱۳۱۲ تنو د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Mariam Alimi په دې وروستیو کې د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د وګړو نږدې یو پر دریمه برخه، یعنې تر ۱۰ میلیونو ډیر انسانان ممکن په کرونا ویروس اخته شوي وي.
انځور: Mariam Alimiپه دغه جګړه ځپلي هیواد کې روغتیايي سیستم لا پخوا هم کمزوری وو، خو هغه فشار چې د کرونا ویروس بحران پرې وارد کړ، دغه سیستم یې لا پسې کمزوری کړ.
انځور: Mariam Alimi د دغه هیواد د روغتیا سکتور ډیرو کارکوونکو او ډاکټرانو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په جریان کې په دغې وبا د اخته کیدو له امله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
انځور: Mariam Alimiهغه ډاکټر چې په هرات کې یي د کرونا لومړۍ پيښه ثبت او اعلان کړې وه هم د کووید -۱۹ ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Aref Karimiافغان چارواکي وايي چې په ایران کې د دې ناروغۍ خپریدل له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرو د یوې لوې څپې د بیرته ستنیدنې سبب شو چې دا بیا اول په هرات او له هغه ځایه بیا په ټول افغانستان کې د دې ویروس د خپریدو سبب شو.
انځور: Aref Karimiد روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او یو شمیر شتمنو هیوادونو له کرونا ویروس سره د مقابلې له پاره له افغانستان سره مالي مرستې وکړې.
انځور: Aref Karimiاوس هم افغانستان د کرونا ویروس د بحران له عواقبو سره د مبارزې له پاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
انځور: Aref Karimiافغان حکومت د کرونا بحران له امله له فقر سره د مبارزې په خاطر د وړیا وچې ډوډۍ او ملي دسترخوان پروګرام په لاره واچاوه.
انځور: Aref Karimiد افغانستان خلک دغه پروګرامونه کافي نه بولي او په ادارو کې پراخ فساد د دغو پروګرامونو د ناکامۍ سبب ګڼي.
انځور: Aref Karimiانځور عارف کریمي اخیستی دی
د کرونا وبا له امله په زرګونو کسانو په افغانستان کې خپل کارونه له لاسه ورکړل. بی وزلي زیاته شوه او خلک په یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه دي.
انځور: Aref Karimiعارف کریمي، یو له عکسانو څخه چې انځورونه یي په دې نندارتون کې ایښودل شوي دي هم په هرات کې د کار په جریان کې په کرونا اخته شوی وو او بیرته جوړ شوی دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «موږ هم د کرونا له قافلې شاته پاتې نه یوو.»
انځور: Aref Karimiسړی کولی شي چې د «افغانستان او د کرونا پادمي» نندارتون انځورونه د مستورات او د آلمان د فریدریش ابرت په انټرنټ پاڼو کې وګوري.
انځور: Aref Karimi