1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د مهاجرو د معتادۍ ستونزه

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د ۱،۵ميلیونه مهاجرو په منځ کي چي له ۲۰۱۵م کال راهیسي یې جرمني ته پناه راوړې ده، ډیر معتادین موجود دي. د هغوی ځیني یې په خپلو هیوادو کي، ځیني یې د تیښتي پر مهال او ځیني یې په جرمني کي معتاد سول. د هغوی ډیری افغانان دي.

Kokain Konsum, Bogota
انځور: Getty Images/AFP/J. M. Barrero

منیر په شپه کي اکثره وخت ویښ وي. هغه ددې پر ځای چي بیده سي، همیشه چرتونه وهي: په کابل کي مي د مور سرنوشت څنګه کیږي؟ او یا آیا د اداري کارو فورمې مي صحیح ډکي کړي دي؟

دغه ۲۸ کلن ځوان، چي له افغانستان څخه یې تر جرمني پوري مهاجرت یو کال دوام وکړ، وايي:«د شپې په سختۍ سره بیدیږم.» هغه د جرمني په کولن ښار کي ژوند کوي.

د منیر د بې خوبۍ مشکل تقریباً یو کال دمخه د مهاجرو په کمپ کي پيل سو. هغه څه چي له ده سره کومک کوي «تاریاک دي، چي منیر یې د کابل څخه پیژني.» دی وايي، «تاریاک په کولن کي هم سته.»

هغه د تېښتي پر وخت پر لاري د اعصابو د آرامیدو دوا، بنزودیازپین سره بلد سو، چي د خوب راوړلو په خاطر هم استعمالیږي. منیر اوس بې له دغو درملو څخه د خپلو ورځنیو کارونو ترعهدې نه سي وتلای، خو د هغه استعمال هم ورته سخت مشکلات پیښ کړي دي.

د دې په باب چي د تقریباً ۱،۵ميلیونه مهاجرو په منځ کي چي د ۲۰۱۵م کال راوروسته جرمني ته راغلي دي، څومره کسان یې په نشوو اخته دي، دقیق ارقام نه سته.

د هامبورګ پوهنتون د اعتیاد له تحقیقاتي مرکز څخه سلیکه کون وايي: «د هغو مهاجرو شمېر چي له معتادینو سره د فوق العاده خدمتونو مرکز ته مراجعه کوي، کرار کرار مخ پر ډېرېدو دی.»

د هغې په خبره د مهاجرو په منځ کي په مخدره موادو باندي د اخته کيدو خطر موجود دی. هغه وويل چي اکثره مهاجرین چي د تعقیبدو قرباني سوي او یا له خپلو هیوادونو څخه تښتیدلي دي، له ډیرو سختو رواني مشکلاتو او یا ډیپریشن سره مخامخ سوي دي.

هغې زياته کړې: «اصلاً دغو ټولو ماجرو رواني ضربې لیدلي دي. په هره اندازه چي د هغوی د تیښتي وخت ډیر دوام وکړي، په هغه اندازه یې د رواني ضربو احتمال هم ډیر وي.»

سلیکه کون همدرانګه وايي چي هغه ډله مهاجر چي د قبلیدو چانس یې لږ دی او جواب ته منتظردي او راتلونکي ته چنداني خوشبینه نه وي، مخدره موادو ته د مخه کولو امکان يې هم ډيريږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب