1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له زرو زيات کډوال د قناري هسپانوي ټاپوګانو ته ورسېدل

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

په وړو کښتيو کې د اطلس يا اتلانتيک سمندر د لارې سفر د مديترانې بحيرې په پرتله لا خطرناک وي. خو په زياتېدونکې ډول مهاجر اوس د هسپانيې ټاپوګانو ته مخه کوي.

Spanien Gran Canaria | Migranten Ankunft Festland
انځور: Europa Press/dpa/picture-alliance

د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د قناري ټاپوګانو ته له زرو زيات مهاجر له افريقا څخه رسېدلي دي. د سره صليب په خبره په وروستي ځل په ۲۰۰۶ کال کې يې د مهاجرو  شمېر دغسې لوړ و. د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ‌ ۱۰۱۵ تنه د لانزاروت، فورته وېنتورا، ګران کناريا او تنريفا جزيرو ته رسېدلي دي.

اکثريت مهاجرو په وړو قايقونو کې سفر کاوه چې د يادو ټاپوګانو د سواحلو په اوږدو د سمندري ژغورونکو له خوا وموندل شول.‌ اکثره دغه کسان له مغرب يا د صحرا دښتې سويل ته له پرتو هېوادونو څخه ول. سره صليب دا هم ويلي دي چې روغتيايي‌ وضعيت يې ښه دی او دا چې ټولو مهاجرو د کرونا ويروس تستونه هم کړي‌ دي.

د مديترانې لارې ته بديل

د يو څو مياشتو راهيسې افريقايي مهاجر له ليبيا، ترکيې او مراکش سره د اروپا د سرحدي تړونونو له کبله د مديترانې لارې ته اروپايي‌ ټولنې ته د ورتګ له پاره بديلې لارې لټوي. د هسپانيې د کورنيو چارو وزارت په حواله د جنورۍ او د سپتمبر مياشتې د پای تر منځ څه باندې ۶۰۰۰ تنه مهاجر د قناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي چې د تېر کال د عين مودې په پرتله څو چنده زياتوالی ښيي.

د قناري جزيرې د لويديځې افريقا له ساحل څخه تقريبا سل کيلومتره لېرې موقعيت لري،‌‌ يعنې د افريقا لويې وچې ته نسبتا نزدې پرتې دي. خو د اطلس يا اتلانتيک سمندر د وړو کښتيو له پاره ډېر خطرناک بلل کيږي.‌ څوک چې دغو ټاپوګانو ته سمه لاره پيدا نه کړي، د خپل ځان په مخکې تقريبا ۶۵۰۰ کيلومتره سمندري لاره تر کيوبا پورې لري. د مړو په هکله هم يوازې اټکلونه موجود دي چې ښايي د څو کلونو په اوږدو کې زرونو تنو ته ورسيږي.

jj/uh/ن ص/ق ن

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو  انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل