1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پناه غوښتنلیکونو شمیر تر وبا مخکې کچې ته رسیدلی دی»

۱۴۰۰ اسفند ۳, سه‌شنبه

د اروپایي اتحادیي د پناهندګۍ آژانس د ارقامو له مخکې په اروپایي هیوادونو کې د پناهندګۍ د غوښتنلیکونو شمیر د کرونا ویروس له وبا څخه مخکې کچې ته رسیدلی دی. د دغو غوښتنلیکونو لویه برخه د افغان او سوریایي اتباعو دي.

Deutschland Ramstein Airbase | Flüchtende aus Afghanistan
انځور: Andreas Rentz/Getty Images

د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ آژانس EUAA د سه شنبې په ورځ وویل چې په تیر ۲۰۲۱م کال کې دغه آژانس د نړیوال حفاظت پر اساس د پناه غوښتنې شاوخوا ۶۱۷۸۰۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. د دغې ادارې په خبره دا شمیر د پانډمۍ کال یعنې ۲۰۲۰م په پرتله یو پر دریمه برخه زیات دی.

د دغه آژانس چې مقر یي په مالتا هیواد کې دی چارواکي تشریح کوي چې له دې سره د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو کچه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ م کلونو ترمنځ اندازې ته رسیږي. دغه ارقام د اروپايي اتحادي د ۲۷ غړو هیوادونو او همدارنګه د ناورې او سویس پورې اړه لري.

د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ آژانس په حواله اکثره غوښتنلیکونه د افغانستان او سوریې هیوادونو د پناه غوښتونکو دي.

په ۲۰۲۱م کال کې ۹۷۸۰۰ افغانانو په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي ول چې دا تر هغې د مخې کال په پرتله شاوخوا دوه برابره زیات دی. په همدې کال سوریایي پناه غوښتونکي له نږدې ۱۰۶ زره غوښتنلیکونو سره تر ټولو لویه ډله وه.

د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ آژانس په حواله که څه هم د دغو راجستر شوو سوریایي پناه غوښتونکو شمیر لوړ دی، خو دا د مهاجرت د بحران کلونو یعنې ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو له شمیرو سره د مقایسې وړ نه دی.

د دې ترڅنګ د ایران، پاکستان، ترکیې او بنګله دیش هیوادونو څخه هم ډیر شمیر خلکو د پنا غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. همدارنګه له بلاروس یا سپينې روسیې څخه د پناه غوښتنلیکونو شمیر درې برابره زیات شوی دی.

د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ آژانس EUAA په حواله د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له نږدې هرو ۲۳ څخه یو یي د قانوني سن ته نه رسیدلو بې سرپرسته ماشومانو و چې دا له ۲۰۱۶م کال راهيسي تر ټولو لوړ رقم دی. د دغو ماشومانو یا تنکیو ځوانانو نږدې نیمایي یې له افغانستان څخه مهاجر شوي دي.

تر کوم ځایه چې د دغو غوښتنلیکونو دوسیو ته د رسیدګۍ یا ارزونې د مودې خبره ده د اروپایي اتحادیي د پناهندګۍ ادارو لکه د ۲۰۲۰م کال په اندازه یعنې ۵۳۲ زره غوښتنلیکونه ارزولي دي او پر دې نوي هم ور اضافه شوي دي.

تیر کال چارواکو نږدې ۳۵ سلنه پناه غوښتونکو ته د پناهندګۍ موقف یا هم موقتي حفاظت ورکړی دی.

د اروپايي اتحادیي د مهاجرت آژانس وایي چې دغه شمیر په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته یو ځل بیا لوړ شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب