1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولنډ او بيلاروس په سرحد کې د مهاجرو کړکېچ

۱۴۰۰ آبان ۱۸, سه‌شنبه

پولنډ ویلي دي چې له سپيني روسيې څخه یې خپل هیواد ته د سلګونو پناه غوښتونکو د غیر قانوني ورتګ هڅه ناکامه کړې ده. امریکا او اروپایي اتحادیي د دې «منظم مهاجرت» له پاره سپينه روسيه تورنه کړې ده.

Belarus Migranten im Grenzgebiet zu Polen
انځور: Leonid Shcheglov/ITAR-TASS/imago images

ناټو پر سپيني روسيې (بیلاروس) د انتقاد کولو ترڅنګ د دوشنبې په ورځ وویل چې د الیکساندر لوکاشینکو حکومت مهاجرت د سیاسې وسیلې په توګه استعمالوي، په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیه د مينسک پر ضد د نوو بندیزونو غوښتنه کوي.

بروکسل وایي لوکاشینکو د بشري حقونو د نقضولو له امله پر سپینې روسیې د اروپایي اتحادیي  له خوا لګول شویو بندیزونو د غچ اخیستنې په خاطر اروپا ته په لوړه پيمانه د مهاجرو داخلیدل تشویقوي.

د پولنډ حکومت وایي: «د مهاجرت د یوې مصنوعي لارې په جوړولو سره او د مهاجرو له احساساتو څخه په ناوړه استفادې کولو سره بلاروس یعنې الیکساندر لوکاشینکو د پولنډ، لاتویا او لیتوانیا د بې ثباته کولو او پر اروپایي اتحادیي د فشار اچولو کوښښ کوي، څو د مينسک پر حکومت لګول شوي بندیزونه ختم کړای شي.» پولنډ د اروپایي اتحادیي او ناټو دواړو غړی دی.

له سرحده د تیریدو هڅه ناکامه کړای شوه

د پولنډ د دفاع وزارت په یوه تویت کې لیکلي دي: «د کورنیو چارو وزارت ځواکونه او پوځ وتوانیدل چې په لویه پيمانه په غیر قانوني توګه له سرحد څخه د تیریدنې کوښښ ناکامه کړي. مهاجرو د کوزنیسا په سیمه کې خپلې خیمې درولي دي. بيلاروس یې په پرله پسې ډول ساتنه کوي.»

د پولنډي حکومت یوه ویاند وویل چې سرحد ته نږدې له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې مهاجر موجود دي.

د سپينې روسیې او پولنډ په سرحد کې بند پاتې مهاجرانځور: GRODNO REGION via REUTERS

د پولنډ سرحدي ساتونکو پر تویټر یوه ویډیو خپره کړې ده چې په هغې کې پناه غوښتونکي د اغزن سیمونو د پریکولو په حال کې لیدل کیږي.

دغه پناه غوښتونکي د منځني ختیځ هیوادونو دي چې د فقر او جګړو څخه د ځان ژغورنې په خاطر غواړي پولنډ ته ننوځي. د دوی ډېری عراقي کردان دي.

دغه پناه غوښتونکي وایي چې له داسې یوه حالت سره مخامخ دي چې نه دلته پاتېدای شي او نه هم مخکې تللی شي.

بيلاروس دغو کسانو ته بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو اجازه نه ورکوي، او پولنډ بیا ورته له سرحد څخه د تیریدو د اجازې نه ورکولو ترڅنګ د دوی د پناه غوښتنې پر وړاندیز له غور کولو څخه هم انکار کوي.

د نړیوالې ټولنې غبرګون

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دې کړکېچ پر مهال له اروپايي اتحادیي سره د متحد او یوځای پاتېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ باید له پولنډ سره د دغه هیواد د سرحدونو د حفاظت په برخه کې مرسته وکړو. دا په حقیقت کې د اروپایي کمېسیون کار دی. زه له دغه کمېسیون څخه غواړم چې اقدامات وکړي.»

د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا فون دیرلاین له ۲۷ غړو هیوادونو څخه د دې «شدیدې حملې مسئولین [بیلاروس چارواکو]» پر ضد د لا زیاتو بندیزونو د تجدید نظر غوښتنه کړې ده.

فون دیر لاین په یوه وینا کې وویل: «د بيلاروس چارواکي باید په دې پوه شي چې له مهاجرو څخه پر اروپایي اتحادیي د فشار اچولو د دوی دغه هڅه نه شي کامیابیدلی. د سیاسي مقاصدو له پاره له مهاجرو څخه کار اخیستنه د نه منلو وړ ده.»

هغې وویل چې دوی پر دې خبره هم غور کوي چې څنګه کولی شي بيلاروس يا سپيني روسيې ته د مهاجرو پر انتقالوونکو هوایي شرکتونو بندیزونه ولګول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب