1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراج سول

۱۳۹۹ بهمن ۲۲, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي يوه ډله افغان مهاجر د چهارشنبې په ورځ سهار د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي دي. د دغو مهاجرو تر اخراج دمخه په جرمني کي د مهاجرو پلوي سازمان د دغه اقدام د بندېدو غوښتنه کړې وه.

Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د کابل د نړيوالي هوايي ډگر چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د فبروي ۱۰مه) د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي له جرمني څخه اخراج سوي ۲۶ کسان نارينه افغان مهاجر په يوه الوتکه کي ياد هوايي ډگر ته رسېدلي دي.

دا له ۲۰۱۶م کال راهیسي د افغان مهاجرو ۳۶م دغه ډول ډله ایز اخراج دی. په دغو پروازونو کي ۹۸۹ نه منل سوي افغان مهاجر بيرته افغانستان ته اخراج سوي دي.

له جرمني څخه افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه ایزه موضوع ده. له طالبانو سره د سولې د خبرو پر دوام سربیره په دغه هیواد کي داخلي جنګ دوام لري.

د افغانستان بې له هغه کمزوري اقتصاد او کرونا پانډمۍ په سبب نور هم تر فشار لاندي راځي او صحي سیستم لا نور هم خرابیږي. د مهاجرو مرستندویانو او مهاجر پلوه سازمانونو تر دې دمخه لا د افغانانو اخراج غندلی او د هغه توقف یې غوښتی دی.

مهاجر پلوه سازمان، پروازول پرون سه شنبه(د فبرورۍ نهمه) افغانستان ته د افغانانو ډله ایز اخراج ته په کتو سره خبرداری ورکړ چي د افغانستان وضعیت په ښکاره ډول سره مخ پرخرابیدو دی.

د جرمني د رابرت کوخ انستیتوت، افغانستان د کرونا پانډمۍ د شیوع په لوړه درجه بندۍ کي شامل کړی او د جرمني خارجه وزارت د دغه هیواد صحي سیستم ډیر خراب بللی دی.

په همدې حال کي سیاسي تحلیل ګران د افغانستان د امنیتي وضعیت د لاخرابیدو اټکل کوي. د بایرن ایالت د مهاجرو د شورا د معلوماتو پراساس د اخراج سوو کسانو الوتکي له مونشن څخه پرواز کړی دی. خو هم دغي شورا او هم د دغه ایالت د زرغون ګوند فراکسیون د افغانانو د اخراج توقف غوښتی دي.

د ۲۰۲۰م کال له مارچ مياشتي څخه تر نومبر میاشتي پوري د کرونا پانډمۍ د شیوع په سبب د افغانانو اخراج هم متوقف سوی وو. خو په ډسمبر مياشت کي بیرته شروع سو.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس د ۲۰۲۰م کال له پيل څخه د هغو افغانانو تعداد چي د فقر او غربت سره مخامخ دي، دوه چنده سوی دی. یعني د ۹،۴ ملیونو کسانو څخه ۱۸،۴ ملیونو کسانو ته لوړ سوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل