1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان حکومت افغانستان ته د مجرمینو اخراجول ارزوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبه

د المان حکومت غواړي هغه افغان مهاجر چې بالقوه خطر ګڼل کیږي او په دغه هیواد کې عامه امنیت ته ګواښ پيښولی شي، بیرته خپل اصلي هیواد ته واستوي.

Deutschland I Abschiebungen abgelehnter Asylbewerber
انځور: Sebastian Willnow/dpa/picture alliance

د "Bild am Sonntag" ورځپاڼې د امنیتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د المان د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر په ډیر جدیت سره پر دې کار کوي چې څرنګه کولی شي مجرم او ګواښ پيښوونکي افغان مهاجر بیرته د دوی اصلي هیواد (افغانستان) ته واستوي.

د آلمان اداري محکمې د یوه افغان پناه غوښتونکي اخراج رد کړ

زیاته شوې ده چې له دغه بحران ځپلي هیواد سره باید د اسنادو ورکول او بیرته ستنولو د ځانګړې تګلارې په څیر پر مناسبو تګلارو او میتودونو موافقه رامنځته شي. د دې تر څنګ باید له اخراجیدونکو کسانو سره د ملګرتیا کوونکو الماني پولیسو او د هغوی د انتقالونکي الوتکې پرسونل امنیت تضمین شي.

د دې ترڅنګ خراب امنیتي وضعیت او په نړیواله کچه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژندل کیدو په دې برخه کې ستونزې لا زیاتې کړي دي.

زمونږ له فیسبوک سره یوځای شئ:

د معلوماتو له مخې د المان د کورنیو چارو وزارت غواړي د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه دغو پوښتنو ته ځواب یا په اصطلاح حل لاره پيدا کړي.

زمونږ له یوټیوب سره یوځای شئ:

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیول کیدو وروسته د المان حکومت دغه هیواد ته د رد شوو مهاجرو د اخراجولو لړۍ ودروله. المان د دغه سخت دریځه اسلامپاله ډلې حکومت چې اوس په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې لري په رسمیت نه پيژني.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب